رونمائی از دیوان «سیدیوسف حسینی راجا قتال» اثر علمی پوهندوی دکتور احمد غنی خسروی

د سیدیوسف حسیني راجاقتال دیوان چي د هرات پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی رئیس پوهندوي ډاکټر احمد غني خسروي اثر دي، نن د هرات والي سید عبدالوحیدقتالي، د پوهنتون مشرتابه پلاوی، د تیکا دفتر مسولینو، په هرات کي د ایران کنسولګري د فرهنګي څانګې مسولینو د پوهنتون استادانو او محصلانو په شتون کي نن پرانیستل سو.
په یاده غونډه کي د هرات پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر عبدالله فایز وښاغلي خسروي ته د لا بریالیتوبونو د هیلې تر څنګ د هرات پوهنتون داستادانو کړنې وستایلي وي ویل: تیر کال هرات پوهنتون ۳۰ علمي – څیړنیز اثرونه د مولاناجامی په اړه درلودل.
ښاغلي فایز د تیکا دفتر د علمي – فرهنګي مرستو څخه مننه وکړل.
وروسته د هرات والی سید عبدالوحید قتالي د ښاغلي خسروي څخه د مننې ترڅنګ يې وویل: د علمي – ادبي آثارو تولید په ډیر چټکتیا سره پرمخ ځي چي په یاد ډګر کي د هرات پوهنتون علمي کړني د قدر وړ دي ځکه په علمي – فرهنګي خپرونو کي یې ډیره ونډه اخیستي ده.
په هرات کي د تیکا دفتر مسول ډاکټر علي چنار و ښاغلي خسروي ته د مبارکي تر څنګ هوډ وکړ تر څو د یاد دفتر مرستي به په علمي – فرهنګی چارو کي دوام ولري.
وروسته پوهندوي ډاکټراحمدغني خسروي خبري وکړي، د یاد دیوان د لیکلو په اړه يې معلومات وړاندي کړل، د هرات پوهنتون د مشرتابه او دتیکا دفتر د مرستو څخه يې مننه وکړل.
په پاي کي د قتالي کورنی په استازیتوب پوهندوي الحاج سید احمد قتالي د ښاغلي خسروي څخه مننه اوستاینه وکړل