د ګرافیک دوه کلنۍ نندارتون پیل شو.

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۱:۲۱
""

د ګرافیک د دوه کلني نندارتون د پیلامي غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو وزارت ځانګړی استازی او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د محصلینو د چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د هرات پوهنتون د استادانو د چارو آمر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، هنرهای زیبا د پوهنځی رئیس پوهندوی محمد توفیق رحماني، د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او د هرات پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو د رئیسانو په ګډون کې د امیر علي شیر نوایي په سالون کې چې په عامه اداره او پالیسي پوهنځۍ کې موقعیت لري جوړه شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د هنرهای زیبا د پوهنځي رئیس پوهندوی محمدتوفیق رحماني راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د معنویت په ودي کې د هنر د ارزښت، د انسان او هنر ترمینځ اړیکه او د انسان په ژوند کې د هنر د مثبتو اغیزو په اړه وینا وکړه، ده همدا راز د ښکلي هنرونو پوهنځی د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې: له نېکه مرغه یاده پوهنځی توانېدلي ده چې د لوړو زده کړو وزارت څخه د غالیو د طرحې او ډیزاین د دیپارتمنت منظوري ترلاسه کړي تر څو دا دیپارتمنت هم وکولای شي چې د ګرافیک، مینیاتورۍ او انځورګرۍ دیپارتمنتونو ترڅنګ په خپل کار پیل وکړي.
د هنرونو د پوهنځی رئیس د نندارتون د جوړوونکو څخه منندوینه وکړه او ویي ویل چې: په دې نندارتون کې ۱۲۵ هنري اثرونه چې د ګرافیک ډیپارټمنټ د استادانو او محصلینو لخوا جوړ شوي ننداري ته وړاندي شوي او د یوي اوونۍ لپاره به دا نندارتون د ننداره کوونکو پر مخ خلاص وي.
د غونډي په دوام کې د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د یادې پوهنځي د هنري هلو ځلو د ستایلو ترڅنګ په ټولنه کې د هنر د ستر رول او ځای، د هنر رول د خداي جل جلاله د ځواک او قدرت په پوهېدلو کې، اسلام سره د هنر اړیکه او د هنر له لاري پیغام رسولو په اړه وینا وکړه او د یادې پوهنځۍ د علمي پرمختګ لپاره یې د هر اړخیزه ملاتړ او همکاری وعده وکړه.
وروسته د یاد پوهنځۍ د ګرافیک دیپارتمنت استاد پوهنمل فضل الرحمن یزداني د انسانانو په ژوند کې د هنر د رول په اړه خبرې وکړې او د نندارتون په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د د ګرافیک دوه کلنۍ نندارتون د میلمنو په ګډون سره افتتاح شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

د ټولنیزو علومو پوهنځي د استادانو ستاینه

د ټولنیزو علومو پوهنځي مشرتابه په یوه ځانګړي مراسمو کې د دې پوهنځي د استادانو د هڅو ستاینه وکړه.
پوهنیار اسدالله اصیل، د ټولنیزو علومو پوهنځي رئیس، د استادانو د نه ستړي کېدونکو زحمتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

*د محصلانو چارو مرستیال د هرات پوهنتون له پوهنځیو څخه د محصلانو د خدمتونو د ښه والي لپاره لیدنه وکړه*

شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، له خپل هیئت سره د ادارې، عامه پالیسي او ښکلو هنرونو له پوهنځیو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنو موخه د پسرلني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۴۴
Background image

د هرات پوهنتون کې د نیالګیو اېښودلو بهیر پیل شو.

الحاج مولوي عبدالعلي متقي، د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس، د هرات پوهنتون د نیالګیو اېښودلو د بهیر له پيل څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې نیک اقدام هرکلی وکړ او وویل چې د چاپېریال ساتنې. . .

BACK TO NEWS