د ویټامین A اغیزه پر کووید - ۱۹ ویروس باندې

hu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۹:۲۶
:

د ویټامین A اغیزه پر کووید - ۱۹ ویروس باندې

دا د علمي کنفرانس سرلیک و چې د تعلیم تربیې پوهنځي استاد او د هرات پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیر یار له خوا د پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنیار مولوي منت الله آخند زاده، د تعلیم تربیې پوهنځي رئیس پوهنوال بصیر احمد کریمي، د استادانو او کار کوونکو په حضور د تعلیم تربیې پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې دایر شو.

د دې کنفرانس د دایرولو موخه د ویټامین A تاثیر پر کووید ۱۹ ویروس باندې او د هغې پېژندلو ته ځانګړې شوه چې د هغې ترڅنګ د کووید ۱۹ ویروس پېژندل، د کووید ۱۹ ویروس د جوړښت سره آشنایي، د انساني کووید ۱۹ ویروس د ډولونو پېژندل او د نورو بېلابېلو ویټامینونو د رول پلټنه دا هغه نورې برخې وې چې دې کنفرانس کې یې په اړه خبرې وشوې.

استاد فقیریار د دې ناروغۍ د خپرېدو د اصلي منبع په اړه د خبرو کولو ترڅنګ د یادې ناروغۍ اصلي نښې تبه، سټریا، ټوخی، د څکلو او بویولو حس له لاسه ورکول او تنفسي ستونزې وبللې.

هغه زیاته کړه: د ترسره شویو تحقیقاتو په اساس ویټامینA او E  کمیاب عناصر لکه جست، مس، مګنیز د بیوکیمیاوي، میتابولیکي او ساتونکي کړۍ او حلقې(زنجیره) کې دخالت لري چې کولای شي د ایمني سیستم د تقویت او د کووید ۱۹ په څېر ویروسونو د کړنو او د فعالیت د کموالي لامل وګرځي چې د بدن  د ایمني د کموالي لامل ګرځي.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

۱ محرم ۱۴۴۵-- ۲۸ چنګاش ۱۴۰۲

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS