د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د لابراتوارونو بستونو ازموینه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۲۵
img

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د خوړو توکو او د خاورې کیمیا لابراتوارونو د بستونو ازموینه د حاجي مولوي نورالحق ازهر، د پوهنتون د ریاست د دفتر آمر، مولوي محمد اسماعیل سعادت، د بشري منابعو آمر، د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او احکامو د تعقیب ریاست استازي او د کرنې پوهنځي استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا ازموینه د کرنې پوهنځي د لابراتوارونو په بستونو کې د وړ کسانو د جذب په موخه ترسره شوه. په دې ازموینه کې ۱۵ کسانو ګډون کړی و، چې ټاکل شوې ده دوه تنه ګډونوال د خوړو توکو او د خاورې کیمیا لابراتوارونو په بستونو کې جذب شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS