د هرات پوهنتون د کادري روغتون د تخصصي بستونو د ازموینې د تنظیم غونډه

دغه غونډه د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله د هرات پوهنتون رئیس، د پوهنتون مرستیالانو، د طب پوهنځي رئیس، د کادري روغتون سرطبیب او د طب پوهنځي استادانو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هرات پوهنتون رئیس د وړتیا لرونکو کسانو ته د چارو سپارلو پر اهمیت ټینګار وکړ، او د شفافیت او عدالت د معیار په توګه د ازموینو پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي همدارنګه د ازموینو په بهیر کې د اصولو او اخلاقو په رعایت ټینګار وکړ.
په پای کې، د غونډې ګډونوالو د ازموینې په اړه د نظرونو تبادله وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ازموینې د پوښتنو په جوړولو او د یوې شفافې او عادلانه ازموینې په ترسره کولو کې به خپلې هڅې ونه سپموي.