د هرات پوهنتون د طب پوهنځي کادري روغتون کې د تخصصي بستونو لپاره د ازموینو پیل

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۲:۳۴
img

د داخله، انتاني، التراسوند، انستیزي، نرس او قابله تخصصي بستونو ازموینه نن د هرات پوهنتون د طب پوهنځي کادري روغتون کې پیل شوه.
دا ازموینه د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني (حفظه‌الله)، د هرات پوهنتون رئیس، الحاج مولوي نورالحق ازهر، د دفتر آمر، قاري محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال، ډاکټر ذبیح‌الله امید، د کادري روغتون رئیس، پوهندوی ډاکټر شفیق احمد جویا، د طب پوهنځي رئیس او د ازموینو د کمېټې له غړو استادانو په شتون کې ترسره شوه.
د هرات پوهنتون رئیس پر عدالت او شفافیت ټینګار وکړ او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د ازموینې ټولې مرحلې په دقیقه او لوړ کیفیت سره مدیریت کړي. هغه د طبابت په مسلک کې د مسلکي اخلاقو پر اهمیت ټینګار وکړ او تقوا، د الله وېره او د دغو ارزښتونو رول یې په روغتیايي خدمتونو کې د پرمختګ لپاره اړین وباله.
ډاکټر ذبیح‌الله امید، د کادري روغتون رئیس، د پوهنتون د رهبرۍ هیئت او استادانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې دغه ازموینه به په بشپړه توګه په عدالت او شفافیت سره ترسره شي او پایلې به یې ژر اعلان شي.
په پای کې، ډاکټر خلیل احمد آزر، د طب پوهنځي استاد او د ازموینې هیئت غړي، وویل: «د دې ازموینې ټول مراحل داسې پلان شوي چې په کې شفافیت او عدالت تضمین شي، او پایلې به په دقیقه او عادلانه توګه له ګډونوالو سره شریکې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS