*د هرات پوهنتون او عروج د څېړنیزو او خپرندوی ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو*

د هرات پوهنتون او عروج د څېړنیزو او خپرندوی ادارې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک په هرات پوهنتون کې د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغنی حقانی رئیس، مولوی محمد موسی فایق، علمي مرستیال، شیخ الحدیث الحاج مولانا عبدالهادی ذوالهادی، د محصلانو مرستیال، ثابت هروی، د عروج د څېړنیزو او خپرندوی ادارې مسؤول او نورو میلمنو په حضور کې لاسلیک شو.
دغه جلسه د قرآن کریم د آیاتو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغنی حقانی حفظه الله د هرات پوهنتون رئیس د امارتی او خصوصي ادارو ترمنځ د همکارۍ اهمیت وښود او وویل چې مؤثره همکاري کولی شي د ټولنې په وده او پرمختګ کې مرسته وکړي. هغه وویل: "موږ باید هڅه وکړو چې د دولتي ادارو سره خصوصي ادارې هم وده وکړي او د علمي او فرهنګي پرمختګ لپاره همکاري وکړي."
په دې منځ کې ثابت هروی، د عروج د څېړنیزو او خپرندوی ادارې مسؤول، د هرات پوهنتون سره د همکارۍ د هوکړه لیک د لاسلیکولو څخه خپل خوشالي څرګنده کړه او وویل چې دغه اداره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو ده او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د دې ادارې سره په ګډو پروګرامونو او فعالیتونو کې همکاري وکړي.