د ترکيې د نجم الدین اربکان پوهنتون سره ويډيو کنفرانس وشو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۹:۱۷
img

د هرات پوهنتون رهبري هیئت نن د ترکيې د نجم الدین اربکان پوهنتون له مسؤلینو سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. 
د دې ويډيو کنفرانس موخه د هرات پوهنتون او د ترکيې د نجم الدين اربکان پوهنتون يو او بل ته ورپېژندل او ترمنځ يې د همکاريو ايجادول وو. 
د دې ويډيو کنفرانس په لومړيو کې د ترکيې د نجم الدين اربکان پوهنتون مسؤول د خپل علمي بنسټ پر معرفي پيل وکړ او دغه راز يې زياته کړه چې په نيږدې راتلونکې کې به د له هرات پوهنتون څخه ليدنه وکړي. په همدې ډول يې د علمي برنامو پر سر هم خبرې وکړې. 
په دې ويډيو کنفرانس کې د هرات هرات ده پوهنتون له اړخه د دې پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست مولوي محمد موسی فایق خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې لومړی د ترکيې د نجم الدين اربکان پوهنتون سره د آشنا کېدو له امله خوښي څرګنده کړه، وروسته يې د هرات پوهنتون په معرفي پيل وکړ او دغه راز يې د ترکيې د نجم الدين اربکان پوهنتون له همکارۍ څخه مننه وکړه او د دوی له اړخه د دغو همکاريو د دوام غوښتونکی شو. 
وروسته د ساينس پوهنځي استاد پوهنيار معين حسيني د هرات د معرفي پرزنټېشن په ترکي ژبه وړاندې کړ. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS