دهرات پوهنتون رئیس د هرات د پوهني رئیس سره وکتل

د هرات پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر عبدالله فایز نن د هرات د پوهنې رئیس زکریا رحیمي سره په داسي حال کي چي د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوي ډاکټرمحمد داوود منیر او د ښوونې او روزنې پوهنځی رئیس پوهنوال بصیر احمد کریمي شتون درلود، و هرات پوهنتون ته د داخل خدمت ښوونکو جذبولو د اسانتیاوو په اړه خبري وکړي.
ډاکټر فایز د هرات پوهنتون د وړاندیز چی د هرات د پوهنې د داخل خدمت ښوونکو د مسلکي پراختیا په اړه چي څه موده مخکي لوړو زده کړو وزارت ته سوی وو خبري وکړي وي ویل: په راتلونکي سمستر کي به د ښوونې او روزنې پوهنځی ۸۰۰ ښوونکو جذب کړي او هغه ښوونکي چي د کردیت په سیستم يې درسونه لوستي وي هغه به بیله آزموینې څخه ویاد پوهنځی ته لار پیدا کړي.
وروسته د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوي ډاکټر محمد داوود منیر د یادو ښوونکو د جذبولو د چمتوالي د اعلان تر څنګ يې پر تحصیلي اسانتیاوو او د کریدت او غیر کردیت د سیستم پر تفکیک ټینګار وکړ.
په پای کي د پوهنې رئیس د هرات پوهنتون د مشرتابه څخه د مننې تر څنګ يې د یاد بنسټ د ښوونکو د مسلکي پراختیا لپاره د مرستو غوښتنه وکړل