«په هرات کې د اسلامي امارت په ارګانونو کې د اطلاع رسونې ځای ځایګی او د متخصصانو له نظره د هرات پوهنتون د بهرنيو اړيکو ارزونه» کنفرانس جوړ شو.

دا کنفرانس په څرنګيزې تگلارې سره د پوهنيار خليل احمد سروش او صفي الله سمير له خوا وړاندې شو.
په پيل کې يې پوهنيار خليل احمد سروش په امارتي ارګانونو کې د عمومي اړيکو پر نقش او له بنسټ څخه يې د خلک په مثبت انځور اخيستلو خبرې وکړې. هغه د دې ټولو بنسټ اطلاع رسونه وګڼله. وروسته صفي الله سمير له دې څېړنې څخه د متخصصانو موندنې تشريح کړې.
په دې کنفرانس کې د د هرات پوهنتون د عمومي اړيکو پر قوت او ضعف هر اړخيزې خبرې وشوې، په دې برخه کې وړانديزونه او حل لارې په ګوته شوې.
ددې کنفرانس په پای کې پوهنيار صفی الله صادق د دې ډول څېړنې پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې ډول څېړنو کې د علم توليد او معرفت پټ وي او له شخړو څخه مخنيوی کوي.