د هرات پوهنتون د استادانو انلاين ارزونه پای ته ورسېده.
د هرات پوهنتون د استادانو انلاين ارزونه چې په 1403/ 4 / 2 نېټه د کيفيت د لوړولو امريت له خوا د معلوماتي تکنالوژۍ او د وېب سایټ د مسؤول په مرسته پيل شوې وه، پای ته ورسیده.
په دې پروسه کې د استادانو د تدريس کيفيت د محصلینو له خوا د يوه چک ليست له مخې په منظمه ارزول کېده او فيدبک به يې له استادانو سر شريک شي.