د بنګ کښت رواني پیامدونو ته علمي کتنه او د هغې د منع کولو ضرورت باندې علمي سیمینار

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
img

د د دعوت او ارشاد پروګرامونو، کلتور جوړونې او د علمي کادر د ظرفیت لوړولو په چوکاټ کې، د ښونې او روزنې پوهنځي د علمي څیړنو کمیټه او د کلتور کمیټې په همکارۍ د "بنګ کښت رواني پیامدونو ته علمي کتنه او د هغې د منع کولو ضرورت" تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره کړ. 
د دې سیمینار اصلي هدف په افغانستان کې د بنګ کښت د منع کولو ضرورت ته توجیه ورکول، د دې ناوړه پدیدې رواني پیامدونه علمي ډول سره څیړل او د تعلیم او تربیې پوهنځي د استادانو علمي ظرفیت لوړول وو. 
د دې علمي پروګرام کې د ښونې روزنې  پوهنځي ۲۰ تنو استادانو ګډون کړی و. سیمینار د پوهنمل فضل الرحمن فاضل، د روانشناسۍ او تربیوي علومو د ډیپارټمنټ غړي لخوا وړاندې شو. 
په دې سیمینار کې د مخدره توکو، په ځانګړې توګه د بنګ د کښت رواني، فزیکي او ټولنیزو پیامدونو په اړه علمي او عملي بحثونه وشول. د بحث لاندې مهمو موضوعاتو کې د معتادۍ تعریف، نښې او علامې، د معتاد کیدو عوامل، حشیش او د هغې تاریخچه، د هغې نښې او علامې، د هغې د پریښودلو لارې چارې، رواني، احساسي او سلوکي نښې، رواني پیامدونه او د بنګ د کښت د منعه کولو ضرورت شامل وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

ختم کتاب «اثرات اطاعت در استحکام نظام شرعی» در پوهنتون هرات

برنامه تدریس کتاب «اثرات اطاعت در استحکام نظام شرعی» که توسط شیخ مولوی عبدالغنی حقانی رئیس پوهنتون هرات و آمر دعوت و ارشاد این پوهنتون، برای استادان و کارمندان اداری راه‌اندازی شده بود،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

جلسه شورای رهبری پوهنتون هرات برگزار شد.

جلسه شورای رهبری پوهنتون هرات با حضور شیخ‌القرآن و الحدیث مولانا عبدالغنی حقانی رئیس پوهنتون هرات، معاونان، رئیس شفاخانه تدریسی و رؤسای پوهنځی‌ها برگزار گردید.
این جلسه با تلاوت آیاتی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

جریان شاخه‌بُری و اصلاح درختان پوهنتون هرات

معاونیت مالی و اداری پوهنتون هرات به‌منظور زیباشدن فضای سبز، حفظ سلامت درختان و بهبود فضای پوهنتون، پروسۀ شاخه‌بُری و اصلاح درختان را آغاز نموده است.
این برنامه بر اساس پلان منظم و با. . .

BACK TO NEWS