په امارتي ادارو کې د کارورزۍ د اهمیت په اړه پوهاوی
د هرات پوهنتون د اداره او پالیسي عامه پوهنځي د «په امارتي ادارو کې د کارآموزۍ د دورې ګټې» تر سرلیک لاندې علمي سمینار د پوهنیار حبیبالله حیدري، چې د دې پوهنځي د کارورزۍ مرکز مسوول دی، په وړاندې کولو سره ترسره کړ.
په دې روزنیز سمینار کې د کارورزۍ اړوند موضوعات په مفصل ډول تشریح شول چې پکې د کارورزۍ مفهوم، ډولونه، موخې، ګټې او د کارورزۍ د دورې د ترسره کولو پړاوونه شامل وو.
همدارنګه، په دغه سمینار کې د کارورزۍ اړوند د اسنادو بېلګې او انځورونه هم معرفي او وړاندې شول څو ګډونوالو د دې بهیر له اداري او اجرایي مراحلو سره لا ښه بلدتیا ترلاسه کړي.
