د هرات پوهنتون د نظم او دسپلین کمیټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د نظم او دسپلین کمیټې رئیس او د محصلانو چارو مرستیال شیخ الحدیث مولانا عبدالهادي ذوالهادي او د کمیټې غړو د دې کمیټې اړوند مسایل وڅیړل.
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په خپله لارښودونکې وینا کې د اخلاقي ارزښتونو، د لوړو زده کړو قوانینو او مقرراتو مراعاتولو او د مدیریت اصولو پابندۍ ته د پاملرنې ټینګار وکړ.
وروسته د کمیټې غړو د پوهنتون د پوهنځیو د شپږ میاشتني عملیاتي پلان راپورونه وڅیړل او د محصلانو چارو معاونیت د کارکوونکو دسپلیني مسایلو ته وکتل. له دې وروسته، د کمیټې غړو د غونډې اجنډا په اړه بحث او خبرې وکړې او اړین تصمیمونه یې ونیول.