د هرات ولایت د ژورنالیزم پوهنځي او د انتاني شخصي روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۵۳
img

د هرات پوهنتون رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالغني حقاني، د ژورنالیزم پوهنځي رئیس پوهنيار ذبیح الله عرفان، او د انتاني شخصي روغتون رئیس ډاکټر عبدالناصر شهبازي په حضور کې، د هرات ولایت د ژورنالیزم پوهنځي او د انتاني شخصي روغتون ترمنځ د علمي او عملي همکاریو د ودې په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه کولو او د عامه اړیکو دیپارتمنت محصلینو د عملي کارونو د ظرفیت لوړولو په هدف ترتیب شوی دی. د دې هوکړې له مخې، محصلین به د روغتون په علمي پروژو او ارتباطي فعالیتونو کې برخه اخلي، او همدارنګه استادان او د هغوی کورنۍ به د روغتیایي خدماتو په برخه کې له ځانګړو تخفیفونو څخه ګټه واخلي.
د دې هوکړه لیک موده درې کاله ده او د محصلینو لپاره د روزنیزو سیمینارونو تنظیم او د درملنې د کیفیت په اړه د سروې پروژو ترسره کول په کې شامل دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رونمایی از کتاب "زندگی‌نامه و آثار فواد سیزگین" در پوهنتون هرات

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات و دفتر تیکا در هرات، از کتاب "زندگی‌نامه و آثار فواد سیزگین"، محقق و دانشمند معاصر جهان اسلام، رونمایی بعمل آوردند. این مراسم با حضور پوهاند. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

امضا تفاهم نامه همکاری میان پوهنځی ژورنالیزم وشفاخانه خصوصی انتانی ولایت هرات

با حضور شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغنی حقانی رئیس پوهنتون هرات، پوهنیار ذبیح الله عرفان رئیس پوهنځی ژورنالیزم، دکتر عبدالنصیر  شهبازی رئیس شفاخانه خصوصی انتانی  جهت ارتقاء همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۴۹
Background image

شورای علمی پوهنتون هرات برگزار شد

جلسه شورای علمی پوهنتون هرات امرو با حضور شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغنی حقانی حفظه الله رئیس پوهنتون هرات، معاونان، رؤسای پوهنځی‌ها و سایر اعضا برگزار شد. 
جلسه با تلاوت آیاتی از. . .

BACK TO NEWS