د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د غوره کوډ لیکونکو محصلینو ستاینه (تقدیر)

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۴
img

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د هغو غوره کوډ لیکونکو محصلینو څخه ستاینه وکړه چې په دوو برخو «ویب ډیزاین» او «پروګرام‌نویسي» کې یې ګډون کړی و.
دغه محفل د پوهنیار محمد سعید عظیمي له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو. وروسته پوهنیار محمد حامد امیري، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، د محصلینو د هڅو قدرداني وکړ او د یادو پروګرامونو د اهمیت په اړه یې خبرې وکړې چې دا ډول پروګرامونه د محصلینو د عملي مهارتونو او خلاقیت په لوړولو کې مهم رول لري.
په دوام کې هغه محصلین چې په دوو سیالیو «ویب ډیزاین» او «پروګرام‌نویسي» کې یې د لومړي، دوهم او دریم مقامونه ګټلي وو، وستایل شول.
د «جاوا پروګرام‌نویسي» برخه کې عبدالرازق احمدي، فردوس عثماني او عبدالرحمن خادم په ترتیب سره د لومړي، دوهم او دریم مقام ګټونکي اعلان شول. 
په «ویب ډیزاین» برخه کې هم عبدالعلي صداقت، محمد تقي شیرزاد او محسن پارسا د لومړي، دوهم او دریم مقامونو ګټونکي شول.
بریالیو محصلینو ته د ستاینلیکونو او قیمتي ډالیو په ورکولو سره درناوی وشو.
محفل د دعايي مراسمو په لوستلو پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۸
Background image

سمینار آموزشی « هدف آفرینش انسان و اهمیت زندگی انسانی»

آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت امور محصلان با همکاری پوهنځی شرعیات و علوم اسلامی با حضور مصطفی شعیب مجاهد آمر انسجام خدمات محصلان و سایر مهمانان برای محصلان پوهنځی‌های شانزده گانه در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۸
Background image

اعلان نتایج مسابقه رقابتی «گزارش برتر»

برنامهٔ اعلان نتایج رقابتی «گزارش برتر» از سوی مدیریت عمومی مرکز عملیات رسانه‌ای آمریت انسجام خدمات محصلان، برگزار شد.
مسؤولان مرکز عملیات رسانه ای می‌گویند که برگزاری چنین رقابت‌ها. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۸
Background image

سمینار آموزشی نرم‌افزار مندلی برگزار شد.

به‌هدف بهبود روند تحقیق و افزایش مهارت‌های علمی استادان، کمیته تحقیق فاکولته اداره و پالیسی عامه سمیناری آموزشی درباره معرفی و کاربرد نرم‌افزار مندلی (Mendeley) را به منظور ارتقای مهارت. . .

BACK TO NEWS