په هرات پوهنتون کې د رواني لومړنیو مرستو آنلاین سیمینار ترسره شو.

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالۍ د مشورې مرکز د رواني لومړنیو مرستو په اړه آنلاین سیمینار جوړ کړ، تر څو د دې علمي بنسټ محصلانو ته د رواني ملاتړ په اړه پوهاوی لوړ کړي.
دا سیمینار د مشورې مرکز مدیر محمد شعیب شهیر لخوا وړاندې شو، چې پکې د رواني لومړنیو مرستو اصول، له بحراني حالتونو سره د مخامخېدو طریقه، او د استرس او اضطراب د کمولو لارې چارې تشریح شوې.
په دې سیمینار کې ګډونوالو د هغو عملي لارو چارو سره آشنا شول، چې د ناخوالو، تحصیلي فشارونو، او انفرادي ستونزو له امله د روحي او رواني مشکلاتو سره مخ کسانو ته رواني ملاتړ برابر کړي.
د مشورې مرکز مدیر د رواني لومړنیو مرستو د اهمیت یادونه وکړه او ویې ویل، چې دا مهارتونه د فردي او ټولنیز رواني روغتیا د ښه والي لپاره ډېر ارزښت لري.
د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیالي پلان لري، چې د محصلانو د رواني پوهاوي او مهارتونو د لوړولو لپاره حضوري او آنلاین تعلیمي برنامې او سیمینارونه تنظیم کړي.