په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د هريوا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له رئيس او مل پلاوي سره یې ليدنه او خبرې اترې وکړې.

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۳ - ۱۲:۵
""

په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده د هريوا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې له رئيس عبدالسميع وليزاده او مل پلاوي سره یې  ليدنه او خبرې اترې وکړې.

په لومړي سرکې په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، زیاته کړه چې په علمي چاروکې د خصوصي بنسټونو فعاليتونوته په درنه سترګه ګوري اود دغو بنسټونوپراختيا او پرمختګ یې د لوړوزده کړو وزارت له پروګرامونو څخه وبلل.

ښاغلي آخندزاده دغوره کيفیت لرونکو زده کړو د چوپړتياوو وړاندې کولو په برخه کې د لوړوزده کړو وزارت د قوانينو او طرزالعملونو رعايت او پلي کيدل مهم یاد کړل، ویې ويل: « خصوصي لوړو زده کړو بنسټونوته ښایي، چې د لوړو زده کړو وزارت له موخوسره د يواړخيزوالي او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره له يوې خوا د خپل ستراتيژيک پلان سره سم ګامونه واخلي او له بله پلوه د کيفيت د تضمين معیارونه رعايت کړي.

ورپسې د هريوا خصوصي لوړوزده کړو مؤسسې رئيس، خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ته  د لوړو زده کړو وزارت د نيکو پاملرنو د ستاينې ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت سره يوځای به د ټولنې د پرمختګ او پراختيا  لپاره هڅه او زیار باسي او هيڅ ډول هڅې به ونه سپموي.  

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS