د هرات پوهنتون مالي آمر، د عمومي تکنالوژۍ مدیر او د تدارکاتو آمران معرفي شول.

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۰:۳۰
img

نن د بېلو ( جداګانه) مراسمو په لړ کې نثار احمد قاسمي د پوهنتون د تهیه، تدرکاتو او خدماتو د آمر،  صدام سعیدي د حسابۍ او مالي آمر، سید معروف سادات د معلوماتي تکنالوژۍ د آمر او محمد همایون محمدي د معلوماتي  تکنالوژۍ د عمومي مدیر په توګه خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام د پوهنتون له پخوانیو  آمرانو  څخه د قدردانۍ ترڅنګ، د هغو فعالیتونه د قدر وړ وبلل، په اداري بستونو کې تغییر او تبدیل یې یو عادي امر وبالۀ او هغه یې مراجعینو ته د لا ښه خدماتو وړاندې کولو فرصت ونوموۀ .
همدارنګه مالي او اداري مرستیال له هغو څخه وغوښتل چې په ژمنې، رښتینولۍ او پشتکار سره اړوند چارې مخته یوسي تر څو دا علمي مرکز وکولای شي په غوره ممکن ډول تحصیلي او اداري خدمات وړاندې کړي.
ورپسې جدید التقرر آمرانو د لوړو زده کړو وزارت او د هرات پوهنتون ریاست له حسن نظر څخه قدر داني وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دندو په ترسره کولو کې به له هیڅ ډول هڅې او کوښښ څخه ډډه ونه کړي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS