د هرات پوهنتون د ژمي سمستر آزموینو پیل

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۰:۱۳
img

نن د هرات پوهنتون د ژمي سمستر آزموینې په دې علمي مرکز کې پیل شوې او محصلین د خپل تخصصي مهارتونو او پوهې د ارزیابۍ په پار په دې ازموینو کې ګډون کوي .
په همدې اساس، د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتي عبدالغفار په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس هم حضور درلود، د دې ازموینو د دایرولو د څرنګوالي او د پوهنځیو د ازموینو له کمیټې څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په بهیر کې؛ د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار وویل: د ازموینو ارزښت ته په کتنې سره د پوهنځیو مسئولین او د ازموینو کمیټې غړي باید ازموینې د ازموینو د کړنلارو مطابق، دقت او په عادلانه ډول دایر کړي او د محصلینو ستونزو ته هم رسیدګي وکړي.
هغه د هیله مندۍ څرګندونه وکړه چې محصلین دې د هېواد شرایط درک کړي اوخپل درسونه دې په هڅې او بشپړ جدیت سره مخته یوسي ترڅو ازموینې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي او وروسته له فراغت څخه د خپلو علمي زیرمو سره خلکو او تولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS