د پوهنتون د اداري او مالي معاونیت ناسته
د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د پوهنتون د عمومي اداري آمرانو او مدیرانو په حضور د مالي او اداري معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی د پوهنتون مالي او اداري معاونیت، د ناستې حاضرینو ته د ښه راغلاست او د کوچني اختر د مبارکي ویلو ترڅنګ، دې معاونیت پورې د اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د اداري برخو له آمرانو څخه یې وغوښتل چې په ریښتینولۍ، پشتکار او قوانینو ته په کتو سره اداري چارې مخته یوسي.
همدارنګه هغۀ د هرات پوهنتون د زیربنایي او ښه جوړونې قراردادونو ته د پاملرنې د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې او د تهیه او تدارکاتو برخې له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې په لا زیات جدیت سره قراردادونو پورې اړوند موضوعات وڅاري (پیګیري) ترڅو په اداري چارو کې له ټکني کیدو (سکتګۍ) څخه مخنیوی وشي.
ورپسې د ناستې غړو هم د خپلو فعالیتونو ریپوټونه وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه ترڅو د اداري چارو د مخته وړلو په برخه کې به هڅه وکړي.