د عامې ادارې او پالیسۍ د اسټراټیژیک پلان نچوړ

«ښه حکومت، اداري روغتیا او بنسټیزه پراختیا»

     د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځی په سیمه کې او په ملي کچه په ډېر ښه پوهنځي بدلول تر ۱۴۱۵کال پورې په دې توګه چې د ښوونیزو او څېړنیزو اړخونو نه د دولت غوښتنې پوره کړي او دولت ، پارلمان او پالیسي رغوونکو ارګانونو ته کړنلارې ورکړي او د هېواد او سیمې په کچه د ښو پوهنځیو په نوملړ کې راشي.

    د زده کړیالانو د پوهنې د کچې لوړول د زده کړې د پروسې د ښه کولو له لارې ، د ښوونیزو او څېړنیزو فعالیتونو ډېرول او د سیمې او نړۍ خلکو ته د دې څېړنو د پایلو خپرونه. د علمي ژورنالونو او انلاین څېړنو له لارې په پوهنیزو، څېړنیزو، سیمه ییزو او ملي کنفرانسونو کې ګډون.همدارنګه دا پوهنځی ۹ اصلي رکنونه په خپلو ماموریتونو او رسالتونو پورې اړوندوي:

۱-مشتریان:  زموږ مشتریان د دولسم ټولګي ټول فارغان ، دولتي او غیر دولتي شرکتونه او سازمانونه دي.

۲-محصولات یا خدمتونه: د ځوانو کادري متخصصینو او د ټولنې د غوښتنو او سیمیزو او نړیوالو سیالیو سره د سمو انساني ځواکونو ښوونه او روزنه.

۳-فن آوری فن راوړنه:موږ له نویو پوهنیزو ، ښوونیزو او څېړنیزو فنونو څخه ګټه اخلو، تر څو چې زموږ د استاذانو او زده کړیالانو د پوهې کچه لوړه شي او د څېړنې او ښوونې اصلي روح ښکاره شي.

۴ـ د سواد ودې او پایښت ته پاملرنه: موږ هڅه کوو، چې خپل ځوانان خپلواک بازار او هغه سیالیو ته چمتو کړو، چې له نړیوالو غوښتنو سره سمې وي او په دې برخه کې د کیفیت له ښه کېدو او تضمین نه سترګې نه پټوو.

 

۵ـ فلسفه: د انساني پانګې ښوونه ، روزنه او وده زموږ تر ټولو اړین ارزښت او وجودي فلسفه ده.

۶ـ غوره ځانګړتیا: موږ په دې هڅه کې یو، چې د ښوونې او څېړنې په برخه کې ډېر او ښه خدمتونه وکړو، ترڅو چې زموږ مسلکي ځواکونه له خپلو مسلکي وړتیاوو سره په هېواد او سیمه کې غوره وي.

۷ـ د خلکو تمو ته پاملرنه: دا پوهنځی ځان د خلکو اولاد ته مسئول ګڼي او هڅه کوي چې تر خپل وسه پورې د ولس د انساني ځواکونو د روزنې هیلې پوره کړي او مسلکي،متعهد، رېښتین، مسئولیت منونکي او ځواب لرونکي ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي.

۸ـ کارکوونکو ته پاملرنه: دا پوهنځی خپل کارکوونکي خپله تر ټولو اړینه شتمني ګڼي او هڅه کوي، چې د پرمختیایي کړنلارو سره دوی وروزي. دوی ته په هېواد او بهرنیو هېوادونو کې د زده کړې د دوام لارې هوارې کړي. د دوی ګټورو اندونو او نظریو ته پاملرنه وکړي او خپلو تکړه کارکوونکو ته د کار پنځونې او نوښتونو اړین چاپېریال له تفاهم او ملګرتیا سره جوړ کړي.

۹ـ بازار: دا پوهنځی هڅه کوي، چې د خپلو زده کړیالانو د پوهې او مهارتونو کچه لوړه کړي، تر څو وکولای شي داسې مسلکي کسان ټولنې ته وړاندې کړي، چې په خپلو کاري چاپېریالونو کې ریښتین او ځواکمن واوسي او نور کانکوري متقاضیان دې ته وهڅوي ،چې دا پوهنځی وټاکي.

 

موخې:                     

       ۱-د څېړنې او پوهې پنځول.

       ۲ـ د پوهې د لېږد له لارې ښوونه.

 ۳ـ د پوهنو کاربردي کول.

 ۴ـ انتقادي اند.

۶ـ په ګډه مدیریت

 

ارزښتونه:

  • د فعالیتونو او دندو په سر ته رسولو کې کمال ته رسېدل.
  • له نورو سره د مهربانۍ اصول رعایتول.
  • انسان دوستي
  • یو بل منل
  • مسولیت مننه

دا پوهنځی زیار باسي خپلو کارکوونکو ، ښوونکو ، زده کړیالانو او د ټولنې ټولو قشرونو ته چاپېریال ښکلی او سمسور کړي او پوهنتونیان د دې ارزښت منلو ته وهڅوي.

د دې پوهنځي فعالیتونه په پوهنیزو ، اکاډمیکو او اداري فعالیتونو وېشلی شو:

الف ـــ پوهنیز او اکاډمیک فعالیتونه:

د دې څانګې پوهنیز او اکاډمیک فعالیتونه په دریو بېلو برخو کې د نچوړ وړ دي:

۱ـ پوهنیز سمینارونه او کنفرانسونه

دا پوهنځی د خپل اصلي رسالت، چې هرګوره د عامې ادارې او پالیسۍ لپاره د تکړه پوهنیز کادر روزنه ده، له مخې پر ځان لازمه ګڼي، چې د پوهنیزو اکاډمیکو سمینارونو او د پوهنیزو مقالو له لارې د پوهې د پنځونې چارې پرمخ بوځي ، چې په دې پار لاندې پوهنیز سمینارونه د څانګې د استاذانو له خوا دایر شوي دي او یو شمېر هم د دایرېدو په حال کې دي .

  •  په افغانستان کې د تېرې لسیزې د خپلواک بازار غېزې پر کلیوالي پرمختګ تر سرلیک لاندې د پوهنیزې مقالې ارایه د هنګري په مجارستان کې د پوهیالي فیروز جهاني له خوا

د هرات پوهنتون د ادارې او پالیسۍ د اصلاحاتو لپاره پوهنیز اکاډمیک سیمینار د جرمني د پوتسدام پوهنتون په مرسته

  • د هرات پوهنتون د استاذانو ، د څانګو د مشرانو او رییسانو لپاره د اسټراټیژیکې پلانرغونې پوهنیز اکاډمیک سیمینار د جرمني د پوتسدام پوهنتون په مرسته

 

  • د عامه تدارکاتو ، رودو او په دولتي ادارو کې د تدارکاتو پر پروسې د حاکمو اصولو پوهنیز سیمینار د سرې میاشتې د ولایتي رییسانو لپاره د ښاغلي پوهیالي فرهان له خوا
  • د اداري اجراعاتو او د اړیکو د مدیریت پوهنیز سیمینار د اغلې پوهیالۍ وقفي له خوا
  • د ښاروندۍ د حقونو پوهنیز سیمینار د ښاغلي پوهیالي خردورز جویا له خوا
  • د رهبري ، ښې حکومتدارۍ او دولتي تدارکاتو د مدیریت پوهنیز او ښوونیز سیمینار د ښاروالۍ د کارکوونکو او مشرانو لپاره د ښاغلي پوهیالي خردورز جویا له خوا
  • د ولایت د لوړپوړو چارواکو لپاره د ښې حکومتدارۍ پوهنیز سیمینار د ښاغلي پوهیالي جمشیدي له خوا
  • د بشري حقونو او جنسي تاوتریخوالو پوهنیز او ښوونیز سیمینار د ښاغلي پوهیالي سالار رحیمي له خوا
  • د لوړو زده کړو وزارت سره د همغږۍ په ترڅ کې د افغانستان د عامې ادارې او پالیسۍ د پوهنځیو سره د درسي نصاب او کریکولم په ترتیب کې مرسته
  • د هرات پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د رییسانو او د څانګو د مشرانو لپاره د استراتیژیکې پلانرغونې شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ د ښاغلي پوهیالي جمشیدي له خوا
  • د هرات پوهنتون د کارکوونکو لپاره د فایلینګ او دوسیه بندۍ ښوونیز ورکشاپ د ښاغلي پوهیالي فرهان له خوا

 

  • د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي د زده کړیالانو لپاره د مقالې لیکنې ښوونیز ورکشاپ د اغلې پوهنمل مختارزاده له خوا

                                                

  • د هرات پوهنتون ملکي کارکوونکو ته د حقوقي موقعیت تر سرلیک لاندې د ښوونیز ورکشاپ دایرول د ښاغلي پوهیالي فرهان له خوا
  • او نور موارد

۲-د څانګو او کمېټو رغونه

.د پوهنځي ادارې د ادارې د پوهې د تخصصي کولو، د سالمې حکومتولۍ او د پالیسیو د رغونې په موخه د دولتي ادارو او د ټول هېواد لپاره په کارنده توګه بېلابېل کاري کمېټې او څانګې تاسیس او رغولي دي. د دې پوهنځي درې ګوني څانګې عبارت دي له:د عامې ادارې څانګه،د عامې پالیسۍ څانګه او د پرمختیا د مدیریت څانګه او همدا ډول بېلابېلې کاري کمېټې پکې رغول شوي دي.

۳ــ ملتیاوې او اکاډمیکې اړیکې

-د هرات  د پوهنتون تر څپر لاندې:

د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځی د یوه خپلواک پوهنځي په توګه د هرات په پوهنتون کې له بېلابېلو پوهنځیو سره اړیکې ساتي. لکه: د حقوقو او سیاسي پوهنو پوهنځی، د اقتصاد پوهنځی، د انجنیرۍ پوهنځی، د ټولنیزو پوهنو پوهنځی، شرعیات، اسلامي پوهنې، ادبیات او داسې نور ....

-د هرات ولایت په کچه:

دا پوهنځی په هرات ولایت کې له بېلابېلو نهادونو سره لکه : د لوړو زده کړو خصوصي موسسو، د هرات د ولایت، ولایتي شورا، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون، د ښاروالۍ د ریاست، د مستوفیت د ریاست، د اقتصاد د ریاست او د فساد سره د مبارزې له ریاست سره اړیکې لري. همدارنګه له نړیوالو  موسسو سره هم اړیکې ساتي لکه : د (GIZ) موسسه ، د جرمني د هېلپ موسسه ، د(Italian cooperation) موسسه ، یو ان دي پي، د دوڼتیا د څار موسسه یا Integrity Watch .

-د هېواد په کچه:

د هرات پوهنتون د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځی د هېواد په کچه د بېلابېلو پوهنتونونو د عامې ادارې او پالیسۍ له ټولو پوهنځیو سره اړېکې ساتي.

په نړیواله کچه:

دا پوهنځی له هېواد نه بهر له بېلابېلو نهادونو سره اکاډمیکې اړیکې لري ، چې له دې ډلې څخه ځينې نهادونه عبارت دي له : (TODAEI) د ترکیې هېواد د آنکارا د عامې ادارې او پالیسۍ انسټیټوټ ، د هندوستان د ډهلي د عامې ادارې او پالیسۍ انسټیټوټ، د جرمني د پوتسدام پوهنتون ، د عامې ادارې او پالیسۍ د نړیوالو کنفرانسونو مرکز او د اتریش هېواد د فساد سره د مبارزې اکاډمۍ.

د ملي او نړیوالو یوونونو او نهادونو سره د پوهنځي اړیکې