د حقوقو او سیاسي علومو استراتژي پلان نچوړ:

اټکل:

په حقوق او سیاسي علومو پوهنځي کې د لوړو زدکړو سیسټم کیفیت پراختیا د منل شویو معیارو سره د افغانستان ټولنې اړتیاوو او غوښتنو ته ځواب ورکول دي. د عدالت غوښتل، ښې حکومتوالي او د قانون حاکمیت، د موکراسي عمومي کول د راتلونکې ۵ کالو له پاره.

دنده ( رسالت ):

 د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د نړیوالو او ملی معیارونو سره برابر  د ښوونیز او ځیزنیزو زمینې چمتوکول د هغو کسانو له پاره چې علمي فعاله ونده اخلي په بېلابېلو برخو کې لکه عدالت د بشري حقوقو ارزښت، د قانون حاکمیت، خپلواکي، یوالي او ښه حکومتوالي.

  • د معیاري ښونیزو خدماتو وړاندې کول، ګټورو تګلارو او پوهنیز علمي کادرغړي وړتیا لوړوالې.
  • د حقوق علومو پيدایښت د څېړونیزو او لیکنیزو کارو په واسطه.
  • د حقوقو پوهې د مسلکي زدکونکو روزنه.
  • د افغانستان اوسني ټولنې د حقوقي ستونزو پیداکولو له پاره علمي څيړنې او د حل کولو له پاره تګلارې جوړونې.

 

  •  
  • ملي او اسلامي ارزښتونو ته احترام او درناوې.
  • د ملي روحیې پیاوړتیا، د سیاسي ثباتو ټینګښت.
  • انساني کرامتو ته درناوې، د عدالت غوښتنې ټینګښت.
  • د معنوي مالکیت حقوقو رعایت کول.
  • د قوانینو رعایت او مسولیت منل.
  • په ډلیزو چارو کې ګډون.
  • د سالم او ګټورې ادارې جوړونې.

 

موخې او مقاصد:

لومړنۍ موخه:

  • د معیاري او باکیفیته ښوونې وړاندې کول.
  • د ښوونیز محتوا او ښوونې مفرداتو معیاري کول او پراختیا.
  • د کاري غوښتنونو په پام کې نیول سره د نویو ځانګو بنسټ ایښودل.
  • د حقوقي او سیاسي علومو ځانګو له پاره د ماسټرې زدکړو چمتوکول.
  • د کړیډیټ سیسټم ښوالي له پاره مرستندوی درسي مواد او امکاناتو چمتوکول.
  • د هیواد دننه او بهر د علمي کادري غړو زدکړې لوړوالي له پاره تګلارې چمتوکول.

دویمه موخه:

 پوهې او څيړنې پیدايښت.

  • د حقوقو اوسیاسي علومو ځانګو کې د څېړنې کلتور مروج کول.
  • د څانګو پیاوړتیا له پاره اړتیاوې چمتوکول، دحقوق او سیاسي برخو کې د پوهنیز علمي کادر غړې په څیړنیزو پروژو جوړول.
  • د ښوونکو او زدکونکو ترمنځ د علمي او څيړنیزو اثار، کتابونه چاپ او خپورول کلتور رواج کول.
  • د حقوقي لانجو ارزولو او عملي تګلارې وړاندې کول له پاره د ښوونکو او ننې او بهرني محقیقان په علمي او څيړنیزو کنفرانسونو ګډون.
  • نړیوالو او سیمیزو کنفرانسو او غونډې جوړونې چې ښوونکو خپل مقالې په کې وړاندې کړي.

درېمه موخه: د حقوقو پوهې تطبیق کول.

  • د مسلکي فارغینو پوهې لوړتیا له پاره د حقوقو کلینیک بنسټیزو پروګرامو پراختیا.
  • په مسلسل ډول د بېلابیلو دولتي او غیر دولتي ادارو ظرفیت لوړوالي له پاره پرګرامونو چمتو کول.
  • د کارکتل او کارموندې پرګرامونو په واسطه د زدکړیالانو عملي او تخصصي مهارتونو زیاتوالي.

 

علمي پياوړتیاوې:

دې پوهنځي د ځینې علمي پیاوړتیاوو ځواکمندتیا لاسته راوړلو له پاره د ځيني د ملي او نړیوالو هیوادو سره اړیکې ټینګي کړي دي، چې په لاندې ډول دي.

  • ددې له پاره چې د کاریکولم معیاري کول د ښونیزو واحد په ډول د حقوقيکلینیکونو پرګرامونو جوړونې، د علمي او ځيړنیز کلتور رامنځته کول ددې پوهنځي د هیواد ټولو دولتي حقوق اوسیاسي علومو پوهنځيو سره اړیکې تینګښټ.
  • د امریکاهیواد واشګتن پوهنتون په مرستې ددې پوهنځي پوهنې ګچې لوړوالي له پاره ماسټري زدکړې ( PH )  بورسیې او د ژبې زدکړې لنډ وخته پرګرامونه د هیواد دننه او همداسې د امریکا هیواد بهرني چارو وزارت د پانګونې برخه علمي څيړنو مروج کول، ښوونیز محتوا ( کاریکولم ) معیاري کول او همداسې ماسټري زدکړو کې  ګډون ددې پوهنځي سره مرستې کوي.
  • په کال ( ۲۰۱۵ میلادي ) د هرات پوهنتون حقوق او سیاسي علوم پوهنځی د فرانسې هیواد لیون ۳ حقوق پوهنځي سره یو تړوڼ لاسلیک شو.
  • ددې پوهنځي سره ځينې معتبري ملي او نړیوالي مؤسسې مرستې کوي لکه د جرمني هیواد مقایسوي ماکس پلانګ مقایسوي حقوق انیستیتوت ، د فرانسې هیواد هیواد د سفارت کلتوري برخه، UNDP موسسه، د ایټالیا کوپریش موسسه، دامریکا هیواد سفارت صلح موسسه، USIP بنسټ، جامعه باز بنسټ OSF ، اسیايي بنسټ، UNICEF ، اتترنیوز موسسه، د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون، سره صلیب نړیوالې نمایندګي په هرات کې، د حقوقو خپلواک ځارنوالي، استیناف محکمه، استیناف ځانوالي او عدالیه ریاست او داسې نور...