د پوهنځي ستراتيژيک پلان

د لوی خدای (ج) شکر ادء کوم چې د دې توان يې راکړ، څو د پوهنتو د طب پوهنځي پنځه کلن عملياتي پلان د دغه بنسټ د کميت اوکيفيت د لوړولو په  منظور لويو موخوته د رسيدلو لپاره ،چې همغه د ټولنې  روغتيا او د انسان د ژغورلو په برخه کې هڅه  ده تدوين اوترتيب کړو.

د مديريت د نويو نظريو پربنسټ هر سازمان او مؤسسه له هغې جملې څخه د لوړو زده کړو مؤسسې د هغې  مؤسسې  د پلان جوړولو او فعاليتونو د پرمخ وړلو لپاره الګوګانو ته اړتيا لري. د دغو الګوګانوپه اساس مديران د خپلې مؤسسې شته وضعيت ارزيابي کوي، پياوړي او کمزوري ټکي يې پېژنې، فرصتونه او چاپيريالي ننګونې يې څرګندوي، امکانات او منابع  يي د الويت له مخې ډلبندي کوي او د هغه پر بنسټ يوه ټاکلې پرمخ وړونکې ستراتيژي تدوين او د هغې په رڼاکې  له يوه نظام لرونکي ليد سره اړوند مؤسسه د ټاکلو او ځانګړو موخو او ارمانونو لور ته بيايي.

د طب پوهنځي ستراتيژيک پلان هم د دغو الګوګانوپربنسټ  تدوين او د اسنادو محتوا يې د هرات پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان سره سمه  تدوين او ترتيب شوې ده.

له  هغه ځايه چې  ژوندي او خوځنده ښوونيز نظامونه  د کيفيت د لوړولو لپاره تل هڅه کوي اود پرمختګ او لوړاوي په برخه کې مخ پروړاندې حرکت خپل رسالت بولي، په دې توګه  د هرات پوهنتون طب پوهنځی داخپله دنده بولي، چې د ياد پوهنځي ستراتيژيک پلان  د هېواد د ځوانانو لپاره  د روغتيايي او تحصيلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې  د ټولنې واقعيتونو ته په پام سره  ترتيب  کړي.

تمه ده دغه پلان چې يو بشپړ پنځه کلن  پروګرام دی، له موږسره مرسته وکړي  څو په ټينګوګامونو سره د لويوموخو په لورحرکت وکړو، چې همغه په ټولو اړخونوکې د ظرفيت لوړول دي.

هيله لرو  دغه پرمخ وړونکی پلان  په ملي او نړيواله کچه علمي، زده کړه ييزو او څېړنيزو  بروياوو ته د رسيدو په لارکې  او په پايله کې  د معياري، غوره او خورا ښو روغتيايي خدماتو له لارې  د ټولنې  اسانتيا او سلامتيا کې له موږسره  مرسته وکړي.

د دغه پلان د ښه پلي کېدو او عملي کولو په منظور په دغه بنسټ (نهاد) کې شته ظرفيتونو او پتانسيل ته پام سره لنډ مهاله پلانونه او کاري يوکلن  پروګرامونه اود غوره زده کړو په حوزه کې انفرادي  پلانونه د ملي پراختيايي او تخصصي پروګرامونو سره په همغږۍ  هم ترتيب شوي دي.

د هرات پوهنتون طب پوهنځی د يوې مبرمې اړتيا، ارزښت، تحصيلي لومړيتوب او د د غه سيمې  د اوسيدونکو او سيمه ييزې  ادارې د بيا بيا غوښتنې پربنسټ  په ۱۳۶۹ کال کې د وخت د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې تاسيس او وروسته په ۱۳۷۹ کال کې په لوړو زده کړو وزارت پورې وتړل شو. نوموړي پوهنځي د رامنځته کېدو څخه را په دېخوا  خپل بشپړتيايي پړاونه وهلي دي او د مګړی اووه څانګې لرې:  پاراکلنيک، اناتومي، هستوپتالوژي، عامه روغتيا اوساري ناروغۍ، کوچنيانو، داخله او جراحي څانګو څخه دي. دغه پوهنځی د يوکادري پولي کلنيک څخه هم  برخمن دی. په دې پوهنځي کې ډېری ځوان ډاکتران روزل شوي، چې وروسته  په مهمو دولتي او خصوصي برخو کې په دندو ګمارل شوي.

د غه پوهنځی  او سمهال ۵۱ تنه استادان لري چې ( ۱ تنه) ډاکټر، (۲۴  تنه ) يې ماسټر او  (۲۶ تنه ) يې ليسانس دي. ياد پوهنځی د لاندې علمي رتبو استادانو درلودونکی دی: پوهاند( دوه تنه)، پوهنوال ( دوه تنه)، پوهندوی (شپږ تنه)، پوهنمل (۱۰ تنه)، پوهنيار(۱۷ تنه)، پوهيالی (۱۰ تنه) او نامزد پوهيالی (۴ تنه ) دي.

رسالت

د معالجوي طب پوهنځی د لوړو زده کړو، علمي څېړنو، مسلکي فعاليتونو او ټولنې ته د  خدماتو په وړاندې کولو سره  د دې هېواد د وګړو  د روغتيا پراختيا او سهولت ته ژمن دی.

ليد لوری

په يوه شعارسره « دروغتيا شتمني، ملي شتمني» د هرات ولايت او هېواد په کچه د ټولنې اړتياته په پام سره د صحت پراختيا، پوهې توليد، روغتياساتنې او طبي خدماتو د پراختيا  لپاره د نړيوالو معيارونو سره سم د کميت او کيفيت له اړخه د زده کړييزې کچې لوړول. د روغتيا  د واحد کلتور دودول او د انساني طب په برخه کې په همغږي توګه د څېړنو زمينه  رامنځته کول.

حاکم اصول او ارزښتونه

د غه پوهنځی هڅه کوي هرګام چې اخلي له هغې جملې څخه د نوې پوهې او هم مهاله اکتشافاتو عامول او دودول  له ټولنيزو او فني اصولو سره مطابق وي، چې له دې لارې  دغه پوهنځی د غوره انساني منابعواونوې تکنالوژۍ په پراختيا او  ټولنې او هېواد وګړو ته د خدمت لپاره په خپرولوکې ډېره  هڅه کوي.

۱- تخصص پالنه او ښايسته سالاري.

۲ – ژمنتيا او مسؤليت منل.

۳ –   په  تحصيلي  او څېړنيزو کړنو کې  نوښت او ابتکار

۴ – د دې پوهنځي په ټولو اړخونو او فعاليتونو کې کيفيت ته پاملرنه.

۵ –  د همکارۍ په روحيه او ډله ييز کار ټينګار.

۶ – په ټولو کچوکې په متقابل درناوي باندې ټينګار.

موخې

۱ – په پروګرام کې شاملو محصلانو او استادانو لپاره د معالجوي طب په بېلابېلو برخو کې د مسلکي لوړو زده کړو زمينه برابرول.

۲ – له علمي او عملي پلوه د متخصص نسل روزل ( لکه   د مخنيوي (وقايې) د څرنګوالي په برخه کې د هغوی د پوهې د کچې لوړول  اود بېلابېلو ناروغيوکنترول، تشخيص او درملنه.

۳ –  د څېړنې د ميتودولوژي زده کولو او په  معالجوي طب کې د علمي څېړنو د پرمخ وړلو لپاره د اسانتياوو برابرول.

۴- د هرات ولايت او ګاونډيو ولايتونو د عامې روغتيارياست په مرسته ځوانو  متخصصينو او ډاکټرانو ته د اختصاصي پوهو زده کړه، پراختيا او ټکنالوژۍ ليږد.

۵ – د هېواد په کچه  د روغتيايي ستندرد خدماتو د سيستم د رامنځته کولو لپاره مرسته.

۶ – د ناروغيو په مخنيوي  او د خطر د فکتورونو ارزيابي په ځانګړې توګه د انتاني ناروغيو،  Therapeutic/ Antimicrobial use, Biosecurity Vaccinology and  په برخه کې مرسته.

۷ – د پوهنځي د ټولنيز دريځ ساتنه او لوړونه.

د پياوړتيا ټکي

په تحصيلي برخه کې

په هېواد کې کادري اړتياته په پام سره د مهمو ډيپارټمنټونوشتون

د مايکروبيولوژي، پتالوژي اوفيزيک تقريباً مجهز لابراتوارونه

د پوهنځي په چوکاټ کې د کدري پولي کلنيک شتون

د پوهنځي په کچه د څو زره ټوکه کتابونو لرونکیکتابتون

د محصلينو لپاره د کمپيوټر او انټرنټ خونه

د استادانو د څېړنيزو کارونو او لکچرنوټونو د برابرولو لپاره په ټولو ډيپارتمنټونوکې د کمپيوټر او انټرنټ شتون

په پاورپوينټبڼه ددرسونو د وړاندې کولولپاره د کامپيوټر او پراجکتور شتون

د هر ډيپارتمنټد اداري او څيړنيزو کارونولپاره د بېلابېلو خونو شتون

د څېړنې په برخه کې

په څېړنيزو کارونوکې ګډون ته لېوالهمحصلينو شتون

د کاروړونکوطرحو، پروژواو څېړنو پهسرته رسولوکې د پياوړو ځواکمنتياوو شتون

د څېړنو د تر سره کولو لپاره د عامې روغتيا او نړيوال روغتيايي سازمان مرسته

د بېلابېلو ناروغيو په ځانګړې توګه د انتاني ناروغيو په برخه کې د څېړنو لپارهد مناسب بسترشتون

په ټولنه کې د پوهنځي د رول په برخه کې

له چاپيريال سره د مرستي د غځولو لپار د پياوړي ظرفيت شتون

د نويو راټوکيدليو ناروغيو په اړه پوهاوی

د ټولنيزوکمېټو رامنځته کول او له ټولنې سره د اړيکو ټينګول

د ځوانو ډاکټرانو لپاره په ملي او ولايتي کچه د علمي څيړنيزو کنفرانسونو په لاره اچونه.

د مديريت او بشري منابعو په برخه کې

تکړه او با تجربه علمي کادري غړي

د متخصص ځوان او کاروړ علمي کدر درلودل

له انټرنټ څخه په نسبي توګه ګټه اخيستنه

په پوهنځي کېد ستر اتيژيکو ليدلورو شتون

د پوهنځي په کچهد بېلابېلو کمېټو شتون

د دې پوهنځي د استادانو او کارکوونکو ترمنځد همکارۍ د روحيې او متقابل درناوي شتون

دکمزورتيا ټکي

د زده کړې په برخه کې

د مضامينو د عملي برخې د زده کړې لپاره دکدري روغتون نه شتون

په لوړو کچو د زده کړو نه شتون

د دې پوهنځياړوند بېلابېلو مضامينو د عملي کار د ترسره کولو پهبرخه کې د لابراتوارونو کمښت

د نويو تحصيلي رشتو او څانګو نه شتون

د ليسانس تحصيلي کچې لپارهله اندازې زياتو محصلينوورپېژندنه

د تحصيلي چوپړتياوو د وړاندې کولو لپارهد اړتيا وړ ناکافيفيزيکي فضا

د تحصيلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د مناسبو امکاناتو نه شتون

د محصلينو او استادانو نا انډول شمېر

د علمي او بين المللي پوهنتونونو اومرکزونو سره د affiliation نه شتون

د څېړنې په برخه کې

 داړتياوړنويو خپروشويو او تخصصي کتابونو کمښت اود څېړنيزو منابعو په وړاندې کولوکې دکتابتون کمزوري

د محصلانو لپاره د څېړنې، بيروني اوعموميمطالعېلپاره د نويواو update  شويو کتابونو کمښت

په پوهنځي او ډيپارټمنتونو کې د علمي څيړنيزې مجلې نه شتون

 د څېړنې په نسبت په تدريس باندې له حده زيات تمرکز او په پوهنځي کې د څېړنيزو څانګو کمښت

د څېړنيزو پروسو په ترسره کولو کې د مجهزو لابراتوارونو نه شتون

د کتابتون د فعاله ساتلو پهموخه د تشکيلاو د کتابتون لپاره د ناکافي فضانه شتون

له پياوړو نويو علمي څېړنيزو منابعو څخه د ګټې اخيستنې په منظور مناسبانټر نټ ته نه لاسرسی

د کادري روغتون د نه شتون اود استادانو د کمښت له کبله د پوهنځي اوستاژرانو ترمنځ نه کافي همغږي

په ټولنه کې د پوهنځي د رول پهبرخه کې

له ټولنې سره د پوهنځي دتمه لرونکو اړيکونه بسنه

د طب پوهنځي په کدري پولي کلنيک کې د ننه د خلکو لپاره عملي خدماتو پهوړاندې کولوکې کمزوري

د مديريت او بشري منابعوپه برخه کې

دتشکيل د کمښت له امله د علمي کدري غړوکمښت

د استادانو د علمي رتبو ټيټوالی

د تدريس له نويو کړنلارو (OBE،SCL اوPBL ) څخه د ګټې اخيستنې لپاره د امکاناتونه شتون

د امکاناتو اوتجهيزاتوکمښت

په علمي کدري غړو او محصلانو کې د علمي مباحثې د فرهنګ نه بسنه

په پوهنځي کې د فيزيکي، تحصيلي او څېړنيزې فضاسخت کمښت

 

د زده کړو په برخه کې

د تحصيل کړيو او مسلکي وګړو په ګمارنه کې د خصوصي روغتونونواو روغتيايي مرکزونوزياته ليوالتيا

د محصلانو تر منځ لوړو زده کړوته ليوالتيا

د تحصيلي بورسيوشتون

د طبي او ټولنيزې موجودې اړتياسره سم د نويو لکچرنوټونوشتون

په الکترونيکي بڼه د درسونو د پرمخ وړلو لپاره په ټولګيوکې د وړ او بنسټيزو اسانتياوو شتون

په لوړو درجو او علمي رتبو د علمي کادرشتون، چې د پوهنځي په کچه په ځانګړې توګه د عامې روغتيا په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام په لاره اچولو ځواک لري.

د څېړنې په برخه کې

د بېلابېلوناروغيو برخه کې د پراخو څېړنو په موخه په ټولنه کې د شته ستونزو پېژندل

په هرات ښارکېد هرات پهحوزوي روغتون او خصوصي روغتونونوکې د مناسب څېړنيز بسترشتون

د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره د پياوړو انګيزو شتون، چې پايلې يي د هرات د اوسيدونکو د ستونزو د حل او د روغتياد کچې او ژوند په څرنګوالياو په ټوليزه توګه په هيواد باندې اغيز منې وي.

په ټولنه کې د پوهنځي د رول په برخه کې

له کورنيو او بهرنيو پوهنتونونو سره د علمي همکارۍ د زمينې شتون

د روغتيا رياست، حوزه وي روغتون اود ښار او ګاوڼديو ولايتونوپهکچهخصوصي روغتونوسره صميمي او نږدې اړيکې

د هرات ولايت ستراتيژيک موقعيت

په هره رشته کې د متخصصو او مجربو کدرونو درلودلو پربنسټ د ټولنې په کچه د پوهنځي باور

د مديريت اوبشري منابعو په برخه کې

د بنسټيزو ارتباطي او معلوماتي امکاناتو پراختيا

د استاد انولپارهد لوړو کچو زده کړو په موخهد کورنيو او بهرنيو تحصيلي بورسيو څخه د ګټې اخيستې زمينه

ننګونې

  شته ننګونې کېدای شي په لاندې برخوکې څرګندې کړو:

 

په تحصيلي برخه کې

د يوروڼ بود جوي نظام نه شتون

د عوايدو او لګښتونو په برخه کې د مالي خپلواکي نشتوالی

د علمي – اکاډميکو فعاليتونو لپاره بيرو کراسي او د پيچلواو اږدو پړاوونو شتون

د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د متمرکزو پريکړود سيستم شتون

د هېواد په ټولو طب پوهنځيوکې د ورتهاو يو ډول تحصيلي نصاب په تطبيق باندې ټينګار

د کانکور له لارې دغه پوهنځي ته د زياتو محصلينو ورپېژندنه

د تدريس او څېړنې پهبهير کې له د غه پوهنځي سره د نړيوالوروغتيايي سازمانونود مرستې نشتوالی

د څېړنې په برخه کې                                                                    

د استادانو لپاره د څېړنېد مناسبې زمينې نشتوالی له هغې جملې څخه د کادري روغتون او مجهز لابرتوارنه شتون

د څېړنيزو پروژو د ترسره کولو لپاره د بودجه وې ونډې نشتوالی

د څېړنيزو پرو ژو د بشپړولو لپاره د موسساتو (په ځانګړي ډول خصوصي سکتور) ترمنځ د همکارۍ د روحيې نه شتون

د عوايدو او لګښتونو په برخه کې د پوهنتوني خپلواکي نشتوالی

ملي او بين المللي علمي ژورنالونو او په نړۍ کې د علميڅېړنو پايلو تهنه لاسرسی

د IT   اسانتياووته  مناسب نه لاسرسی

په ټولنه کې د پوهنځي د رول په برخه کې

د پوهنتونونو مقام اودريځ ته د پاملرنې ورک والی

د ټولنې په کچه د علومو او په معالجوي طب پورې اړوندتکنالوژۍ په پراختيا او دو دولوکې د وڼدې نه درلودل

د مديريت او بشري منابعو په برخه کې

د پوهنځي اړوند چاروکېد سياسي بهيرونو، شخصيتونو او افرادو مداخله

په بېلابېلو سطحوکې د قوانينو، لايحو او قواعدو ننګونوته برابرول

د علمي کادر د تحصيلي کچې د لوړاوي په موخهپه بهرنيو تحصيلي بورسيو پورې د پوهنځي او پوهنتون بشپړ تړاو

د بورسيو په وړاندې کولو کې د پوهنځي علمي اړتياته نه پاملرنه

د پوهنځي د اداري کادر لپاره د زده کړييزو او ظرفيت لوړاوي د پروګرامونو کمښت

د پوهنځي او پوهنتون په کچه د يومنسجم او منظم ډيتابيس سيستم نشتوالی

د پوهنتونونو بودجه وينه بسنه

د عوايدو او لګښتونو په برخه کې د لازمې خپلواکي نه شتون

 

پاليسۍ او ستراتيژۍ

پاليسۍ او ستراتيژۍ په تصميم نيولوکې بنسټيز رول لري او له همدې امله له لوړ ارزښت څخه برخمنې دي.د دې پاليسيو او ستراتيژيو پېژندل د ستراتيژيک پلان جوړونې په برخه کې د ګډون کوونکو لپاره يو مهم ګام دی او د پلان کولود پروسې زړه بلل کېږي.

د معالجوي طب پوهنځي ستراتيژي او پاليسۍ د شته اسانتياوو په پام کې نيولو سره په لاندې توګه دي:

لوړو علمي رتبوته په ټينګار وړعلمي کادري غړي

فيزيکي او تجهيزاتي فضا

له چاپيريال سره په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د پوهنځي تعامل

د محور د غوښتنې سره څېړنې ته لومړيتوب

په تحصيلي او زده کړه ييزو فعاليتونوکېابتکار او نوښت

د علم او پوهې توليد

د کيفيت د تضمين او لوړولو سيستم

لوړو علمي رتبوته په ټينګارسره د وړ علمي کادري غړو ستراتيژي

د نويو ډيپارټمنتونو رامنځته کول

د علمي کادري غړو لپاره د لوړو تحصيلي ( ماسټرۍ اوډاکټرۍ) امکاناتو برابرول

د علمي څېړنيزې مجلې چاپول اوخپرول

په کورنيو او بين المللي سمينارونو او کنفرانسونوکې د ګډون اسانتياوې

د امکاناتو او امتيازاتو ورکړه

د تدريس په قوانينو او مقرراتو او علمي رتبو لوړولوکې د اصلاحاتو په موخه د وړانديزونو د پلانولو لپار هڅه

د استادانو د درسي ساعتونوکمولاو علمي کادري غړو ته د مطالعې او څېړنې د ډېرفرصت زمينه برابرول

د پياوړو علمي کادري غړو جذب او ساتنه

د فيزيکي او تجهيزاتي فضا ستراتيژي

د پوهنځي د کدري روغتون اوتدريسي تعمير د ژر ترژرهجوړولو لپاره هڅه

د تدريس د فزيکي چاپيريال د شته ستونزود حل لپارههڅه

د پوهنځي د تا‌‌ءسيساتي ودانۍ د امکاناتو پراختيا

د پوهنځي د اداري د فترونو او ټولګيو معياري کول

په نوي تحصيلي تکنالوژۍ او تحصيلي مرستېد پوهنځي سمبالښت

د پوهنځي د معلوماتي سرچينو او منابعو سمبالښت

د پوهنځي د اداري مبلمانو پراختيا او سمبالښت

په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه په ټولنه کې د پوهنځيد رول او خوځښت ستراتيژي

له نورو مرکزونو سرهپه ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچهد علمي او څيړنيزو همکاريو پراختيا( هغو هيوادونوته په لومړيتوب سره چې له پوهنځي سره علمي همغږي لري)

د علم د توليد لپاره د انديميک ناروغيو او ټولنې ته د خبرتيا رسولو په برخه کې د هرات ولايت له مناسب موقعيت څخه ګټه اخيستنه

ټولنې او مخاطبينوتهد علمي ا ومشوره يي خدماتو وړاندې کول

د پوهنځي اړوند رشتو پهبرخه کې د چاپيريالي اړتياوو پرله پسې پېژندنه

د محور غوښتنې څېړنې ته د لومړيتوب ورکولو ستراتيژۍ

په سيمه ييزه او ملي کچه څېړنيزو اړتياوته پاملرنه

څېړنيزو غوښتنوتهد ځواب ويلو لپاره په بشري منابعوکې د امادګۍ رامنځته کول

د ټولنې د اړتياپوره کولو لپاره د ليسانس په کچه تحصيلاتو ايجاد، وده او سمون

له مؤسسو او اجرايي ادارو سرهد څېړنيزو او ګډ ظرفيت لوړاوي د همکارۍ ايجاد او پراختيا

په پوهنځي کې د څېړنيزو او مشوره يي مرکزونو ايجاد او پراختيا

د محصلينوپه ستاژ پروګرامونوباندې زيات تمرکزاو څارنهاود تخصصپروګرامبشپراوې ته د ظرفيت لوړولو او ستاژرانو د چمتوالي لپاره په کيفيت باندې ټينګار

د طب پوهنځي په چوکاټ او د پوهنځي په کدري روغتون کې د تخصص د بشپړاوې د پروګرام رامنځته کول

په تحصيلي او زده کړه ييزو فعاليتونو کې د نوښت او ابتکار ستراتيژۍ

د تدريس او زده کولو د نويو ميتودونو پراختيا په ځانګړې توګه پهنتايجو ولاړ، محصل محور او د ستونزو پر بنسټ تدريس ميتودونه

د عملي او پراکتيکي زده کړو رامنځته کول او پراختيا

په محصيلينوکې په خپل ځان باور د روحيې لوړوالي او نوښت سترتيژۍ

په محصلينوکې د رهبرۍ دځواک پياوړتيا

په پرله پسې توګه د مبتکرو او خلاقو محصلينو پېژندنه

د افکارو اونويو ايډياوو خلق کولوته د محصلينو هڅونه

د استادانو ترنظرلاندېد ځينو څېړنيزو فعاليتونو ترسره کولوته د محصلينو تشويق او په څېړنې راچاپيره زده کړو سيتسم رامنځته کولو برخه کې هڅه

د محصلينوپه وسيله د نندارتونونو او سيمنارونو رامنځته کول

د پوهېزده کولو او ټولنې تهرسولو پهموخهد محصلينو لپاره د ورکشاپونو او علمي سيرونو په لاره اچول

د علم او پوهې د توليد ستراتيژۍ

د کتاب، مقالې تاليف او ژباړېاو علمي کورنيو اوبهرنيوټولنوکې ګډون تهد علمي کدري غړو او محصلينو هڅونه.

د بنسټيزو څېړنيزوپلانونو او پروژو ترسره کولوته د علمي کدري غړو تشويق

د محصلينو په ګډون د علمي کدري غړو ترمنځ د علمي مباحثې د کلتوررامنځته کول اوپراختيا

د کيفيت د لوړولو اوتضمين د سيستم ستراتيژۍ

د کيفيت له پلو ه د تحصيلي او څيړنيزو پروګرامونو د کچې لوړول

د منابعو او معلوماتي سرچينو د کيفيت لوړول ( نويوکتابتوني منابعو اونټرنټ ته لاسرسی)

د پوهنځي د فعاليتونو د کيفيت د ښه واليپه برخه کې د محصلانو څخه ګټه اخيستنه

د ماسټرۍ زده کړو لپاره د پياوړو علمي ځواکمنتياوو څخهبرخمنو محصلانو جذب