دپوهنځي علمي موخې :

ـ  پوهنیزه ځان بساینه،تخصصي او مسلکي درامنځته شوې پوهې خواته یون،دنوي اوځواکمند پوهنیزوظرفیتونورامنځته کول.دمحصیلینودپوهې کچه لوړول داغیزمنو کړنولپاره.

ـ دټولنې داوس اوتیرمهال اړخونوته نظرکتنه،دهېوادشته شیانوپیدا کول ترڅو رښتنې اونارښتنې بهیرونه له یو بله وپیژندل شي،دوروولۍ ملي مرستې اړیکې پیاوړي اوپراخه شي،له تعصب اوقوم پالنې څخه مخنیوی اودپرمختک سمی لارې وڅارل شي .

ـ  دادبیاتواوبشري علوموپوهنځې څومره والي او څرنګوالي لوړونه، دافغانستان دملی استراتیژي په نظر کې نیولو سره دودې او پرمختک لپاره دمحصلانو دوړتیاولټون،دمسلکی او تخصصی لارښونې سره.

ـ  دافغانستان داوسني ټولنې لپاره دمعاصري پوهې وړاندې کول او دملی کادرونو ښوونه او روزنه.

ـ   په سیمه اونړۍ کې دهېواد لپاره په لوړه کچه داړینو اوجوړوونګوپوښتنودځواب ورکونې لپاره دڅیړنیزواثاروجوړونه اودعلمي اوفرهنګی اړتیا وورفع کول.

دپوهنځي ښوونېزي موخې :

دمحصلانودځواکونواووړتیاولوړول ترڅوپه راتلونکي کې وکولاي شي په فرهنګی مووسساتوکې کاروکړي،چې دعلمي اوڅیړنيزواثارودپنځولولپاره مټي راونغاړي.

ـ  دبهرنیو ژبو ښوونه اوتقویه تردې کچې چې دمبدا ژبوانتقال موخې ژبوته،چې دهېواددژباړې اړتیاکمال ته ورسيږي .

ـ  دهیواد دملي اوفرهنګی شتمنیو ژباړه نورویا بهرنیوژبوته ترڅو نورې نړې ته وروپېژندل شي اودنړۍ په هڅوب کې موونډه څرکند وي .

ـ  دټولنې دفرهنګ پیژندنه اوپه ځانګړي ډول دزمونږدخپل ټبرژبه اوادب دملي فرهنګ په اډانه کې کره کول اودمنل شوو ارونومنل اوله بدوڅخه ځان ژغورل.

ـ   دهېواد دښه راتلونکي دجوړېدا لپاره دپرمخ تللوټولنواو معاصروفنونو څخه ګټه اخیستنه. دعلم او تکنالوژۍ لیږدونې او اخیستنې لپاره دنورو ژبواوفرهنګونو سره اړیکه.

ـ   دملي او رسمي ژبوغښتلتیا،په ځانګړي ډول دهېواد رسمي ژبې دعلمي اوفلسفي موضوعاتودساتنې په موخه ظبط اووړاندې کولو جوګه کېدل. دیادوژبوساتنه اوپرمختګ ته پام کول .

ـ دهېواد داوس اوتیرمهال په ادبیاتوپوهه اودرک،ان نړۍ ادبیات دهغووکړود روزنې لپاره ترڅو وکولای شي ټولنې ته دپام وړنوي پنځول شوي اثارو ړاندې کړي .

ددې پوهنځي  د فارغانو له پاره  کاري  ساحه :

ددې پوهنځي  له  څانګو  څخه فارع محصلین کولای شي په دولتي او خصوصي  ادارو کې ،   اطلاعاتو او کلتو ر ، د کلتوري ميراثونو ساتنه ، علمي څېړنیزو مرکزونو ،  ادبي او کلتور ي،  دافعانستان علومو اکاډمي  ، دتالیف مرکزونو ، ژباړې  او  دپښتو ،عربي ، انګريزي ، الماني او دري  متونو به سمونه کې  کار وکړي  . همدارنګه  ددې  پوهنځي فارغان  په خپلو اړونده  څانګو کې  دلیکوالو او شاعرانو په  ادبي پنځونو کره کتونکې او نظر ورکونکي په توګه دنده ترسره کړي او هغه  بدلونونه چې دهېواد په  ژبو، ادب اوکلتور کې رامنځته کېږي  دکتنې اوملاحظې  پوره  رول  ولوبوي .

ددې پوهنځي  زياتره  فارغان  کولای شي چې په هغو څېړنيزو پروګرامونوکې چې ددولت لخوا  په کلتوري ، ادبي او ژبني برخو کې جوړېږي  دکارپوه  په توګه کار او فعاله برخه ولري  . ادبي او غير ادبي  اثارو  په ژباړه کې  پوه  توان لري .  

درسي کريکولم  :

ددې پوهنځي د بېلابېلو څانګو  درسي کریکولم او مفردات د  دوخت  له اړتياو و سره سم  او د کابل پوهنتون له پروګرامونوسره سم  ترتیب او جوړ شوي دي ؛ چې ځينې تغيرات په کې دڅانګو   لخوا  راغلي دي . دغه کريکولمونه  د نظري او عملي خواو  تمرکز او دتدریس له نوو  معيارونو سره سم  طرحه  شوي ؛  چې د نن ورځي محصلینو ته  ځواب ورکونکي دي .  دغه کريکولمونه  د ۱۳۸۵ لمر يز کال راهيسې  د کريډټ سيستم پراساس تطبیقېږي  .

د ادبیاتو اوبشري علومو پوهنځي  د ستراتېژیک پلان لنډېز

ماموريت :

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د يوه پراخه لیدلورې ته په کتو  خپل فعاليت  دخپل ماموريت  او رسالت په چوکاټ کې  ځای پرځای کړی دی  . دپوهنځي دماموریت په بیانیه کې  بنسټېز مسايل  او داړتيا وړ  ګټور کلیدي (کورني او بهرني )  فکتورنوته پاملرنه شوې ده .

  • د هېواد د کلتوري او ادبي  برخو داړتياوو   له پاره  د يو متخصص بشري ځواک جوړول .
  • د علمي  ادبې او کلتوري موسسو او ټولنو سره  همکاري .
  • دملي او نړيوالو معيارنو سره برابر دمحصلینو له پاره  د څومره والي او څرنګوالي  له مخې دتحصیلي خدمتونو لوړول .
  • ددې پوهنځي  له علمي  ، تخصصي اوکلتوري لاسته راوړنو څخه  دعلمي هيئت  او کارکونکو  لمانځنه .
  • دپوهې  اوپوهېزو وړتياو  په وړاندې کولو سره  ممتازان او محصلین د هېواد اونړۍ په غوړيداکې  مسؤل  دي .

لید لوري  :

د ۱۳۹۷ لمریز کال  پورې دپوهنځي د  ستراتيژیک  پلان له مخې  په لوديځه حوزه کې ديوه لوي  علمي مرکز په توګه د ادبياتو اوبشري علوموپوهنځي  رامنځته کول او په کلتورې برخو کې څرګند رول لوبول .

 

کلیدي  ارزښتونه :

د ادبياتو اوبشري علومو پوهنځی دخپلو موخو په  ټاکلو اوتدوین ، توقعو او معيارونو د عملي  کولو په خاطر  په یو تعداد لوړو ارزښتونو تکيه کړې او دا ارزښتونه يې  د خپلو پلانو په سرکې  ځای کړي دي چې په  لاندې توګه دي :

-تخصص  پالنه  او  ښايسته سالاري

- تعهد اومسوليت  قبلول

- په تحصيلي او څېړنيزو فعالیتونو کې نوښت اوابتکار

- ټولو اړخونو او فعالیتونو ته پاملرنه

-دهمکارۍ  روحيه غښتلې کول

موخې:

یادپوهنځي دهېواد د اړینواوموهمو اړتاوو په پام کې نیولوسره دهېواد دادب اوفرهنګ دښېرازۍ اوغوړیدالپاره څېړونکي،ادیبان،لیکوالان اوهم دغوره استادانود روزنې لپاره چې وکولای شي د ددې خاورې راتلونکي بچیان دعلم اوادب په ګاڼه سمبال اودیادوارزښتونودساتنې لپاره ساتونکي شي کړنې ترسره کوي.

دادبیاتو او بشري علومو پوهنځی د پښتو ،دري ،  عربي  ،  انګریزي او الماني  څانګو په لرلو سره  په داسې خوا حرکت کوي ترڅو وکولای شي  کلتور ي او تخصصي پياوړتيا  رامنځته کړي .

ـ  پوهنیزه ځان بساینه،تخصصي او مسلکي درامنځته شوې پوهې خواته یون،دنوي اوځواکمند پوهنیزوظرفیتونورامنځته کول.دمحصیلینودپوهې کچه لوړول داغیزمنو کړنولپاره.

ـ دټولنې داوس اوتیرمهال اړخونوته نظرکتنه،دهېوادشته شیانوپیدا کول ترڅو رښتنې اونارښتنې بهیرونه له یو بله وپیژندل شي،دوروولۍ ملي مرستې اړیکې پیاوړي اوپراخه شي،له تعصب اوقوم پالنې څخه مخنیوی اودپرمختک سمې لارې وڅارل شي .

ـ  دادبیاتواوبشري علوموپوهنځې څومره والي او څرنګوالي لوړونه، دافغانستان دملی استراتیژي په نظر کې نیولو سره دودې او پرمختک لپاره دمحصلانو دوړتیاولټون،دمسلکی او تخصصی لارښونې سره.

ـ  دمعاصري پوهې وړاندې کول،دملی کادرونو ښوونه او روزنه دافغانستان داوسني ټولنې لپاره .

ـ   داړین اوجوړوونګوپوښتنودځواب ورکونې لپاره دڅیړنیزواثاروجوړونه دعلمي اوفرهنګی اړتیا وورفع کول دهېواد لپاره اوپه لوړه کچه په سیمه اونړۍ کې .

دماسټری لوړې زده کړې  :

په ۱۳۹۳کال دادبیاتواو بشري علومو پوهنځي دتکراري هڅو له مخې،دفارسې  دري ډیپارټمنټ د استادانو او هرات پوهنتون درياست  په مرسته سره وکولای شو چې دماسټرۍ پروګرام په دې پوهنځې کې رامنځته کړي.

ددې پوهنځي په دري دیپارتمنت کې دماسټرۍ بورډ دلوړو زده کړو وزیردحکم په واسطه دماسټرۍ دزده کړو دتدريس لپاره (۴۲۹۵\۳۰۵۵)نېټه\۷\۱۳۹۴شمېره منظور کړای شو.چې د۱۳۹۴حمل له نېټې څخه رسماکارونه پيل کړل او ۲۵تنه چې استادان او ددري څانګې فارغ محصلانو دماسټرۍ ددورې دزده کړې له پاره نوم لیکنه وکړه.په ۱۳۹۵ کال کې (۲۶) تنه وړاوپه شرایطوبرابرکسان دماسټرۍ ددورې دزده کړې له پاره وروپيژندل شو.

ددې پوهنځي دماسټرۍ دبورډغړي دهمدې پوهنځي تجربه لرونکي اوروزل شوي استادان تشکیلوي .چې ددکتورا او ماسټری تحصیلي درجي لرونکي دي:

۱-پوهاند ماسټر محمدناصر رهیاب  دعلمي هيئت ریس .

۲-پوهندوی دوکتور محمد داوودمنیر  دعلمي هيئت غړي .

۳-پوهنمل دوکتور احمدغني خسروی دعلمي هيئت غړی.

۴-پوهنمل دوکتور صلاح الدين  جامی  دعلمي هيئت غړی .

۵- پوهاند ماسټر فضل الرحمن  فقیهي  دعلمي هيئت غړی.

د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي د اداري مسولینواو د څانګو د امرینو پېژندګلوي

  • پوهنمل  سید یحیی حزين  د پوهنځي ریس
  • پوهنمل توفیق سرورزاده د پوهنځي مرستيال
  • پوهنيار مريم ظریف د دري څانګې امره
  • پوهنيار فرهاد مومند دپښتو څانګې امر
  • پوهنيار نجلا اذر د انګریزي څانګې امره
  • پوهنیار عزت الله حبیبیان د عربي څانګې امر
  • پوهیالی غلام رباني عثماني د الماني  څانګې امر
  •  

دپوهنځي دریاست داړېکې شمېره : ۰۰۹۳۴۰۲۲۵۶۷۶۹

                         دپوهنځي د  ریس  شمېره :۰۰۹۳۷۰۰۴۱۹۴۲۰

بريښنالیک :hazin2005@yahoo.com