د افغانستان پرمختيايي پلان ته په کتو په ټولو څانګو کې او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان ته په پاملرنې ، هرات پوهنتون د يو متحرک او بريالي مرکز په توګه د لوړو زده کړو وزارت ته د يو غوښتنليک په اساس په (۱۳۹۲) کې د ټولنيزو علومو پوهنځي بنسټ وياړ تر لاسه کړ. دغه پوهنځی پر (۱۳۹۳) لمريز کال د (وري) په مياشت کې د درې څانګو (تاريخ، جغرافيه، جامعه شناسي) په درلودلو سره پيل وکړ او په همدغه کال د ټولنپوهنې (جامعه شناسي) څانګه د ادبياتو پوهنځي څخه جلا اودلته يې فعاليت پيل کړ. اوس (۷) تنه د علمي کادر غړي او (۶۶۰) تنه محصلين لري چې د سهار او ماسپښين په دورو کې په زده کړو بوخت دي.