هرات پوهنتون د یو خوځنده او ویاړلي علمي مرکز په ډول د لوړو زده کړو وزارت څخه په ۱۳۹۰/۱۲/۱ نېټه د ۱۹۸۷نومرې مکتوب او د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي د طرحې په وړاندې کولو سره وکولی شول، چې د سیاست کولو ، حکومت کولو او مدیریت په برخه کې د ټولنې له اړتیا سره سم په افغانستان کې د نوموړي لومړني پوهنځي د پنځونې ویاړ تر لاسه کړي .دا پوهنځی د ۲۹۴۵/۲۳۱۰  نومرې مکتوب د حکم او منلو په بنسټ د ۱۳۹۱کال په لومړیو کې د (د عامې ادارې او پالیسي ) په نوم د یو خپلواک پوهنځي په ډول په یوه پرانستغونډه کې ، چې د هغه مهال د لوړو زده کړو وزیر ، ورسره هیئت ، د هرات والي ، رهبري هیئت ، د هرات پوهنتون استادان او زده کړیالان   ، د دولتي ادارو ریېسانو او ورسره غړو رسماً پرانیستل شو ، چې ښاغلی پوهنمل سید فرهاد شهیدزاده د نوموړي پوهنځي د لومړني رييس په ډول وپېژندل شو.