د عامې ادارې او عامه پالیسي پوهنځي پېژندنه

د پوهنځي پېژندنه :

هرات پوهنتون د یو خوځنده او ویاړلي علمي مرکز په ډول د لوړو زده کړو وزارت څخه په ۱۳۹۰/۱۲/۱ نېټه د ۱۹۸۷نومرې مکتوب او د عامې ادارې او پالیسۍ پوهنځي د طرحې په وړاندې کولو سره وکولی شول، چې د سیاست کولو ، حکومت کولو او مدیریت په برخه کې د ټولنې له اړتیا سره سم په افغانستان کې د نوموړي لومړني پوهنځي د پنځونې ویاړ تر لاسه کړي .دا پوهنځی د ۲۹۴۵/۲۳۱۰  نومرې مکتوب د حکم او منلو په بنسټ د ۱۳۹۱کال په لومړیو کې د (د عامې ادارې او پالیسي ) په نوم د یو خپلواک پوهنځي په ډول په یوه پرانستغونډه کې ، چې د هغه مهال د لوړو زده کړو وزیر ، ورسره هیئت ، د هرات والي ، رهبري هیئت ، د هرات پوهنتون استادان او زده کړیالان   ، د دولتي ادارو ریېسانو او ورسره غړو رسماً پرانیستل شو ، چې ښاغلی پوهنمل سید فرهاد شهیدزاده د نوموړي پوهنځي د لومړني رييس په ډول وپېژندل شو.

د پوهنځي لرلید :

           تر ۱۴۱۵ کال پورې د عامې ادارې او پالیسي پوهنځی  اړول په خورا لوړ ملي او سیمییز پوهنځي ، چې د ملي ، اکاډمیکو او نړیوالو رونو په نظر کې نیولو سره د روزنې ، څېړنې ، دولتي سازمانونو او پالیسي جوړوونکو نهادونو ته د کړنلارو د وړاندې کولو په برخه کې د هېواد او سیمه په کچه ځواب ویونکی وي .

د پوهنځي شعار :

       د دې علمي څانګې د شتون(شتې؟) فلسفې ته په پام سره د نوموړي پوهنځي شعار دی (( ښه حکومتولي ، سالمه اداره او ثابت پراخووالی )).

د پوهنځي رسالت :

       د پوهې لوړول د زده کړیالانو د لوړوالي د اړینو لارو په وسیله  ، د روزنیزو او څېړنیزو فعالیتونو زیاتول  او د څېړنیزو ، ملي ، سیمییزو او نړیوالو ژورنالونو له لارې  ټولیزې څانګې ته د دغو څېړنو خپرول . همدا ډول دا پوهنځی د وړو زده کړیالانو په جذبولو سره د اداره امور عمومي په برخه  کې د ځوانو کدرونو ، متخصصینو او انساني غښتلتیا ته د ټولنې د اړتیاوو، سیمييزو او نړیوالو سیالیو سره سم د ښوونې او روزنې  په لټه کې دی .

ارزښتونه :

        ارزښتونه د باورونو ، اعتقاداتو ټولګه او  د یووالي ، راټولېدو او موخو  ټولیز ارونه دي ، چې  د جوړښتیزو ، کړنیزو، معناييزو ، چاپيریالي او دودیزو خواوو په برخه کې يې هڅه کړې ده، ترڅو د هر وګړي  ټولنیزه پانګه لوړه وي او په ټوله کې ټولنه د لوړوالي خواته بولي . ارزښتونه د وګړو په کتو به ارزښتونه واوړي او کړه وړه د کتو په بنسټ جوړېږي او باورونه له ارزښتونو سره نېغ په نېغه اړیکې لري .په دې پوهنځي کې حاکم دود او ارزښتونه په لاندې ډول دي :

- د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل.

- لوز

- تخصص

- مسئولیت مننه

        

  • حفظ ارزش های اسلامی و ملی
  •  
  •  
  • مسئولیت پذیری

دا پوهنځی د استاذانو ، زده کړیالانو او کارکوونکو لپاره د پوهنیز او ټولنیز چاپېریال د خورا سمسورتیا او تازه توب سپارښتنه کوي او دې ارزښتونو ته د ټولنې پرګنې هڅوي .

د پوهنځي موخې :

د نوموړي پوهنځي موخې په دوو برخو وېشل کېږي :

لويې موخې

  • د پوهې پنځول او څېړل
  • د پوهې د لېږد له لارې روزنه
  • پوهه ګټه اخیستنې ته چمتو کول
  • د پوهنځي د مدیریت پرمختګ

وړې موخې

  • د هېواد د نوي نسل پوهنیزو اړتیاوو ته ځواب ویل او د هغوی د پوهنیزو او مسلکي غښتلتیاوو دپرمختګ له لارې یې غوښتنې پوره کول .
  • د افغاني ټولنې او نړیوالو معیارونو سره سم د حکومتولۍ ، سیاستمدارۍ او مدیریت کولو لپاره د وړ او متخصصو کادرونو روزل .
  • د ادارې او مدیریت په برخه کې د نوې روزنې او پوهې پنځول .
  • د ښایسته سالاري آر ته لاسرسی او له فسادهډکې اداري ستونزې له منځه وړل.
  • په افغانستان کې د سالمې ادارې ستونزې او چالشونو کشفول او دولتي ، ټولیزو او سیایي نهادونو ته د ډګریزو او سیمییزو څېړنو له لارې پوهنیزې کړنلارې او مشورې وړاندې کول.
  • په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ مخو ته لاسرسی په ځانګړي ډول د قانون پلي کول.
  • له نړیوالو معیارونو سره سم د نصاب په نویوالي او سموالي سره د درس د کیفیت لوړول.
  • د پوهنیزوـ تحقیقي سیمینارونو او مقالو له لارې د اداري او حکومتولۍ پراختیا او پرمختیا.
  • نړیوالو پوهنیزو معیارونو ته لاسرسی او د کیفیت تضمین .
  • په یو اکاډمیک دود سره د کادرونو روزل ( هوښیارتیا ، تخصصتوب، ښایسته سالاري ، د شخصیتونو پرمختګ ، اسلامي او ملي ارزښتونو ته پابندي او اړیکې ).

د ادارې او پالیسي پوهنځي اوسنی وضعیت

تشکیلات او انساني ځواک

د دې  پوهنځي په تشکیلاتو کې : د پوهنځي ریاست ، د پوهنځي معاونیت ، د پوهنځي څانګې ، عامه پالیسي او عامه مدیریت ، د تدریسي او اجاریه عمومي مدیریتونه ، ځانګړی کتابتون ، د چارو د زده کړې مرکز یا انترنشیب، د تضمین د کیفیت کمېټه ، د نظم او ډسپلین کمېټه ، د بورسیو کمېټه ،د پوهنیزو څېړنو کمېټه ، د دودیزو چارو کمېټه ، د محصلانو د خدمتونو کمېټه، د ورزش کمېټه ، د ستراتېژۍ د پلان کمېټه ، د کریکولم د پرمختیا کمېټه ، د جندر د اړوندو چارو او ازموینو کمېټه ، چې تل د دندو د لایحې سره سم د پوهنځي د لوړوالي لپاره فعالیت کوي . د یادونې وړ ده ، چې د یادو څانګو له منځه د عامې ادارې او عامې مدیریت څانګو د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون له منظوري سره سم یې رسماً په کار پیل کړی او د عامې پالیسۍ څانګه په غیر رسمي توګه د اړتیا له مخې فعالیت کوي .

په ټولیز ډول دا پوهنځی ۱۲ تنه استادان لري :

ګڼه

نوم

علمي رتبة

علمي درجة

د سازمان وضعیت

کتنې

۱

سید فرهاد شهیدزاده

پوهندوی

ماسټر

استاد او د اکاډمیکو چارو او انسجام شورا رئیس

 

۲

فیروز جهاني

پوهیالی

په (امریکا)کې د ماسټري په بهیر کې

استاد

 

۳

هادی خردورز جویا

پوهیالی

لیسانس

استاد

 

۴

ویدا رحیمي

پوهیالۍ

لېسانسه

استاده

 

۵

مینا هاشمي

پوهیالۍ

لېسانسه

استاده

 

۶

نیلوفر وقفي

پوهیالۍ

لېسانسه

استاده

 

۷

محمدغوث فرهان

پوهیالی

لېسانس

استاد

 

۸

محمد امید جامي

پوهیالی

لیسانس

استاد

 

۹

محمد آصف عطایي

پوهیالی

لېسانس

استاد

 

۱۰

محمد شعیب بارکزی

پوهیالی

ماسټر

استاد

 

۱۱

عبدالولی جمشیدي

پوهیالی

ماسټر

استاد

 

12

مېرمن خدیجه مختارزاده

پوهنمله

ډوکټوره

استاده

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دا پوهنځی په څلورم اداري بست کې یو تن د تدریسي عمومي مدیر او په پنځم بست کې یو تن  اجرایې مدیر لري او درې نور چوپړکوونکي په نورو اړوندو برخو کې دنده لري.

د دې پوهنځي د زده کړیالانو شمېر:

د پوهنځي د برحالو زده کړیالانو شمېر:

ګڼه

ټولګی

نارینه

ښځینه

ټولګه

کتنې

۱

لومړی

70

90

160

 

۲

دویم

84

67

151

 

۳

دریم

51

24

75

 

۴

څلورم

110

58

168

 

ټولګه

554