د ژورنالیزم پوهنځي پيژندنه

د ژورنالیزم ديپارتمنټ د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د هرات پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس سو.

او په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د ټولني د سختي اړتیا پر بنسټ د یوي موثري او ګټوري رشتي په توګه او د هیواد د رسنیو د نظام د سختي اړتیا پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت د منظوری وروسته په یوه پوهنځي تبدیل سو.

د علمي کادر غړي

همدا اوس د ژورنالیزم پوهنځي استادان په دواړو څانګو( ژورنالیزم او ټولنیزي اړیکو) کې و۱۳ تنو ته رسیږي. په دي لړ کې ۶ تنه ماستر او نور يي د لیسانس په کچه خپل تدریس ته په یاد پوهنځي کې دوام ورکوي. او د 3 تنه استادانو علمي رتبه پوهنمل، 4 تنه يي پوهنیار او ۶ تنه نور يي پوهیالی رتبي لري. د دي پوهنځي ډېری استادان په ملي او نړیوالو مهمو رسنیو او موسسو کې کاري تجربه لري. همدا اوس د دي پوهنځي دوه تن استاد د دوکتورا په کچه او دری بل يي د ماستری په کچه خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

شمیره نوم تخلص ولد علمی رتبه تحصیلی درجه سن جنس ملاحظات
1 نعمت الله  سروری امان الله  پوهنیار ماستر 62 نارینه  
2 بشیراحمد  بهروان شیراحمد پوهنیار ماستر 36 نارینه  
3 عادله  کبیری غلام حیدر پوهنمل ماستر 33 ښځينه  
4 نجیب الرحمان حدید سید عبدالرحمان پوهنیار دوکتورا 29 نارینه  
5 حسین علی  علی زاده محمد حسن پوهنیار  ماستر 32 نارینه  
6 سهیلا عرفانی علی آقا پوهنمل  لیسانس 34 ښځينه  
7 شفیقه خواجه زاده غلام غوث پوهنیار لیسانس 46 ښځينه  
8 فیصل  کریمی عبدالصبور پوهیالی لیسانس 31 نارینه  
9 بصیراحمد  دانشیار فقیراحمد پوهیالی  لیسانس 31 نارینه  
10 پروانه تسکین امان الله پوهیالی لیسانس 31 ښځينه  
11 عبدالوهاب صدیقی محمد حلیم پوهیالی  لیسانس 28 نارینه  
12 هارون حکیمی عبدالحکیم پوهیالی  لیسانس 25 نارینه  
13 عذرا عزیز عزیزالله پوهیالی لیسانس 24 نارینه  

 

د ژورنالیزم پوهنځي کتابتون: تخصصي کتابتون

د ژورنالیزم پوهنځي یوه تخصصي او شتمن کتابتون د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو په څانګو کې لري. دا کتابتون د ۴۰ زره کتابونو د ځایولو وړتیا لري. همدا اوس کابو ۶ زره جلده کتابه د رسنیو، عمومي روابطو، حقوق، سیاست او اقتصاد په څانګو کې د دري او انګلیسي په ژبو کې لري.

د رسنیو په څانګه کې تر ټولو نوي او تازه کتابونه په څو مرحلو کې د امریکا د سن خوزی ایالتي پوهنتون او نورو ټولنو له لوري چمتو سوي دي. دا کتابتون د محتوا او ساختار له پلوه په هیواد کې د ژورنالیزم پوهنځيو په کچه تر ټولو پياوړی کتابتون دی.

 

لابراتوارونه: د( راډيو صدای جوان) ستډیو

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی یوه راډيويي دستګاه د (رادیو صدای جوان) په نامه هم لري چې په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د محصلینو د عملي کارونو لپاره د راډيو په کچه په لاره واچول سوه. او په ورځ کې ۱۳ ساعته خپروني او نشرات لري چې د هرات ولایت تر ۳۰ کیلو مټری پوري د یادي راډيو څپي رسیږي. د دي راډيو خپروني د یاد پوهنځي د ۳ او ۴ پوهنځي د محصلینو له لوري چمتو او خپریږي. همداراز په دي برخه کې لیږدونکي وسیلي، د ږغ میکسرنوه او نور پرمخ تللي امکانات شتون لري.

ټلویزیوني سټډيو

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم څانګي د رسانه يي عملیاتو په مرکز کې یوه پرمخ تللي ټلویزیوني سټډيو د ټلویزیوني خپرونو د تولید او چمتو کولو لپاره شتون لري. دا برخه د دوو سټډیو ګانو په ګډون، ۳ پرمخ تللي کامري او د بریښنا او ږغ پرمخ تللی سیستم او همداراز د کنترل خونه د دوه غږیږ او انځوریز میکسرونو او د ضبط او اډيټ په برخه کې پرمخ تللي سیتمونه لري. د دي برخي امکانات او وسایل د هیواد د رسنیو په کچه ډېر پرمخ تللي دي. همداراز د دي پوهنځي د ژورنالیزم څانګي د محصلینو د علمي کارونو لپاره ۱۰ د عکاسی حرفه اي کامري، ۱۰ د ږغ ریکاردرونه او ۲۰ د فیلمبرداری حرفه اي او نیمه حرفه اي کامري په یاده برخه کې شتون لري.

 

د چاپ مرکز او د پګاه د محصلینو ورځپاڼه

د ژورنالیزم پوهنځي د چاپ مرکز د یاد پوهنځي د رسنیو د عملیاتي مرکز تر چوکاټ لاندي فعالیت لري. دا مرکز د ډيزاین، چمتو کولو او د چاپي رسنیو او تبلیغاتي بنرونو د خپرولو په برخه کې پرمخ تللي امکانات او ماشینونه لري. محصلین په دغه مرکز کې خپل عملي مطبوعاتي کارونه سر ته رسوي. د پګاه ورځپاڼه په هیواد کې یوازینی ورځپاڼه د محصلینو ورځپاڼه ده چې په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د یاد پوهنځي د محصلینو له لوري په لاره واچول سوه. او تل د بیلابیلو موضوعاتو په باره کې اطلاعات او معلومات را غونډوي او خپروي يي. همداراز لا اقل څلور نوري خپروندویه مجلي هم د ياد پوهنځي د بیلابیلو ټولګیو د محصلینو له لوري په لاره اچول سوي دي.

د ژورنالیزم او عمومي روابطو په برخه کې فعالي کمیټي

۱: علمي شورا

۲: د علمي تحقیقاتو کمیټه

۳: د خپریدلو او نشراتو کمیټه

۴: د آزموینو کمیټه

۵: د کیفیت د تضمین کمیټه

۶: د نظم او دسپیلین کمیټه

۷: د بورسیو کمیټه

۸: د ستراتیژیکو برنامو د چمتو کولو کمیټه

۹: د سپورټ کمیټه

۱۰: د جندر او جنسیت کمیټه

۱۱: د پیاوړو محصلینو کمیټه

 

د محصلینو آمار په ۱۳۹۶ لمریز کال کې

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د هیواد په کچه په یوه ملي پوهنځي تبدیل سوی او همدا اوس په یاد پوهنځي کي د هیواد د ۲۰ ولایتونو څخه محصلین په دغه پوهنځي کې په دواړه څانګو( ژورنالیزم او عمومي روابط) کې د لیسانس په دوره کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. همدا اوس دا پوهنځی ۵۲۴ محصلین لري چې ۴۵۱ تنه يي نارینه او ۷۳ تنه يي ښځي ديږ

 

د پوهنځي د اداری مسؤلينو او د ډيپارټمنټونو د آمرانو نومونه

1-پوهنمل سهیلا عرفانی، پوهنځی رئیسه

2-پوهیالی هارون حکیمی، پوهنحی مرستیال

3-پوهنیار بشیراحمد بهروان، د خبریالی ډیپارټمنټ آمر

4-پوهیالی عبدالوهاب صدیقی، د عامه اړیکو د ډيپارټمنټ آمر

د اړیکو شميري

د ټليفون شميره : 009340258324

د مبایل شميره: 0093799275452

برښناليک: jmc@hu.edu.af

پته : د هرات پوهنتون ، شمال لور، د رودکي سرک څیرمه، د خبریالي او عامه اړیکو پوهنځي