د افغانستان پرمختيايي پلان ته په کتو په ټولو څانګو کې او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان ته په پاملرنې ، هرات پوهنتون د يو متحرک او بريالي مرکز په توګه د لوړو زده کړو وزارت ته د يو غوښتنليک په اساس په (۱۳۹۲) کې د ټولنيزو علومو پوهنځي بنسټ وياړ تر لاسه کړ. دغه پوهنځی پر (۱۳۹۳) لمريز کال د (وري) په مياشت کې د درې څانګو (تاريخ، جغرافيه، جامعه شناسي) په درلودلو سره پيل وکړ او په همدغه کال د ټولنپوهنې (جامعه شناسي) څانګه د ادبياتو پوهنځي څخه جلا اودلته يې فعاليت پيل کړ. اوس (۷) تنه د علمي کادر غړي او (۶۶۰) تنه محصلين لري چې د سهار او ماسپښين په دورو کې په زده کړو بوخت دي.

د پوهنځي د علمي کادر غړي

د ټولنيزو علومو پوهنځي تر اوسه (۸) تنه استادان لري، چې (۴) تنه يې ماسټران او (۴) تنه يې د لسانس په کچه دنده پر مخ بيايي. د يادونې وړ ده چې د يو تن استاد،چې نوی به راشي، دوسيه د طۍ مراحلو په جريان کې ده.

ګڼه

نوم

تخلص

د پلار نوم

علمي رتبه

تحصيلي کچه

عمر

جنس

کتنې

۱

عبدالوهاب

اويس

عبدالستار

پوهنمل

ماسټر

۳۸

نارينه

دپوهنځي رييس

۲

علي احمد

کاوه

عبدالحميد

پوهنمل

ماسټر

۳۷

نارينه

د ټولنپوهنې څانګه

۳

عبدالوهاب

شمس

عبدالقدوس

پوهنمل

ماسټر

۳۸

نارينه

۴

احمد حامد

وحيدي

خليل الله

پوهنيار

ماسټر

۳۱

نارينه

۵

علی الله

ازاد

عزيزالله

پوهيالی

ليسانس

۲۷

نارينه

۶

مرتضی

رسولي

غلام رسول

پوهيالی

ليسانس

۲۷

نارينه

د جغرافيې څانګه

۷

فاطمه

هراتي

حاجي عبدالکريم

پوهيالی

ليسانس

۲۸

ښځينه

۸

اسدالله

اصيل

حبيب الله

پوهيالی

ليسانس

۲۸

نارينه

د تاريخ څانګه

 

 

د پوهنځي کتابتون:

دغه پوهنځی ځانګړی کتابتون لري چې د (تاريخ، جغرافيې او جامعه شناسي) په اړه (۸۰۰) ټوکه کتابونه لري. دغه کتابونه د استادانو او محصلانو له خوا برابر شوي او د محصلانو په واک کې دي.

د ټولنپوهنې څانګې د استادانو او محصلانو په مرسته په دغه څانګه کې يو کوچنی کتابتون جوړ شوی ، چې د (..ابن خلدون) په نوم ياديږي. د ابن خلدون کتابتون اوسمهال په دري او انګريزي ژبه(۵۰۰) ټوکه کتابونه لري. د څانګې ټول محصلان د غړيتوب کارت په لرلو سره کولای شي له کتابونو ګټه واخلي ، چې محصلان له کتابونو څخه په کتابتون کې ګټه اخيستی شي او يا يې د يوې اونۍ له پاره له ځانه سره ويسي. د کتابتون ټول غړي د کړې ژمنې سره سم د کتابتون د بسيا کولو له پاره په هر سمستر کې لږ تر لږه يو کتاب کتابتون ته راوړي.

د (جامعه نګار) مهالنۍ:

د محصلانو د خپرونې ټولنه د ټولنيزو وسايلو په اړه د جامعه نګار په نوم يوه مهالنۍ لري. تر اوسه دوه ګڼې چاپ شوي هم دي. د (جامعه نګار) ټولې ليکنې د محصلانو له خوا برابريږي او ډېر وخت د ټولګي د څېړنو لنډيزونه او مقالې په کې چاپيږي.

په پوهنځي کې فعالې کمېټې:

علمي شورا

د ازموينو کمېټه

د کيفيت د تضمين کمېټه

د نظم او ډسپلين کمېټه

له ټولنې سره د مرستې کمېټه

د څېړنو کمېټه

د خپرونو کمېټه

د وبسايټ د بسياينې او تغذيې کمېټه

د محصلانو ا وسنی شمېر:

د اجتماعي علومو پوهنځی په روان کال کې (۶۰۰) تنه محصلان لري چې (۴۳۷) تنه يې نارينه او (۲۲۳) تنه يې ښځينه دي.

د کارکوونکو شمېر:

نوم

تخلص

د پلارنوم

جنس

دنده

کتنې

نعمت الله

کاکړ

شاه محمد

نارينه

تدريسي مدير

 

وصال

حديد

سيد عبدالرحمن

ښځينه

اجراييه مديره

 

غلام فاروق

حيدري

محمد يعقوب

نارينه

تحويلدار

 

عارفه

طاهري

عبدالرحمن

ښځينه

خدماتي کارګر

 

محمد قاسم

احمدي

عبدالقيوم

نارينه

خدماتي کارګر