د ساینس پوهنځی پیژندګلوی

د ساینس پوهنځی دهرات پوهنتون یو له هغه اکاډمیکو ښوونیزو او روزنیزو د پوهنځیو څخه ده چی په 1384 د غبرګولی په میاشت د لوړو زده کړو وزارت له خوا په رسمی ډول پرانستل شوه. ددی پوهنځی درسی کاریکولم د لوړو زده کړو وزارت د کاریکولم په مطابق منظور شوی دی، چی په تخصصی ډول د نړیوالو معیارونو سره برابری لری. ددی پوهنځی درسی سیسټم د کریدیت په ډول تطبیقیږی. ددی پوهنځی د تحصیل پړاو اته سمسټره دی، چی دلیسانس په درجی او د B.Sc سند په انعام سره فارغیږی.

دساینس پوهنځی څلور څانګی لری:

1: کیمیا څانګه

2: بیولوژی څانګه

3: ریاضی څانګه

4: فیزیک څانګه

چی په دی څلور څانګو کی ټول 30 نفره استادان په علمی فعالیتونو بوخت دی، چی اته نفره استادان د کیمیا په څانګه کی، شپږ نفره استادان د ریاضی په څانګه کی 9 نفره استادان د فیزیک په څانګه کی او 6 نفره استادان دبیولوژی په څانګه کی په تدریس بوخت دی. چی اوس محال استادان دلیسانس او ماسټر په کچه دخدمت جوګه دی. دا پوهنځی دری لابرانټه، تدریسی مدیر او اجرایه مدیر لری. او دا پوهنځی قصد لری چی په راتلونکو کلونو کی نور نوی ډیپارټمنټونه خپلو علمی برخو ور زیات کړی. دا پوهنځی د پوهنتون شموله تدریسی مضامینو لکه اسلامی ثقافت، انګلیسی، کمپیوټر او معاصر تاریخ دشرعیاتو، انګلیسی ادبیاتو، کمپیوټرساینس او اجتماعی علومو د پوهنځیو په کومک تدریسوی. ددی پوهنځی تحصیلی خپرونی، کاریکولم، اداری او اکاډمیک مسؤلیتونه دلوړو زده کړو وزارت له خوا تعریف او تعین شوی دی. د پوهنتون د ریاست او د لوړو زده کړو وزارت د نه پاملرنی له کبله دا پوهنځی د علمی تحقیقاتو د تحقیق لپاره امکانات او تجهیزات په مکمل ډول په لاس کی نلری، او دی ته باید لازمه پاملرنه وشی چی دلوړو زده کړو وزارت د کاریکولم په مطابق عملی خپرونی و څیړل سی تر څو د تدریس د کیفیت باور حاصل شی. په دی پوهنځی کی دلیسانس تر کچی زده کړه کیږی. ددی پوهنځی د درسی موادو، تدریس او کاریکولم نوی کیدل ددی پوهنځی د قوت د نقطو څخه دی. همدارنګه د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځی د نورو ولایتونو د ساینس پوهنځی ګانو سره لکه د ننګرهار پوهنتون دساینس پوهنځی سره علمی توامیت لری او په راتلونکو کلونو کی به د بلخ پوهنتون دساینس پوهنځی سره هم علمی توامیت پیداکړی، او دا ددی باعث کیږی چی علمی او اکاډمیکو چارو لا زیاتو پرمختګونو سبب سی.

د علمی کادر غړی

اوس د ساینس پوهنځی په ټولو څلورو څانګو کی 29 نفره استادان او دری لابرانټه په علمی چارو بوخت دی، ددی ډلی څخه 11 نفره ماسټران او پاته نور د لیسان په کچه زده کړی لری، چی په دی پوهنځی کی په تدریس مشغوله دی. ددی پوهنځی استادان د پوهندوی، پوهنمل، پوهنیار، پوهیالی او نامزد پوهنیار علمی رتبی لری. ددی پوهنځی دوه تنه استادان د دوکتورا په حال، څلورتنه استادان د ماسټری زده کړو په حال کی دی. دساینس پوهنځی د استادانو مکمل شهرت جدول

شمیره

نوم

تخلص

پلار نوم

 علمی رتبه    

دیپارتمنت

ایمیل آدرس

1

احمد ضیاء

غنی زاده

عبدالستار

پوهنمل

کیمیا

az.ghanizadah.gmail.com

2

شهناز

رحمانی

عبدالقادر

پوهنمل

کیمیا

rahmany_shanaz@yahoo.com

3

شهناز 

قیومی

محمد عثمان

پوهنمل

کیمیا

shahnazqaumi@gmail.com

4

محمد یونس

قتالی

سید محمد

پوهنیار

کیمیا

Sy-qattku@yahoo.com

5

فیض محمد

کاکړ

شاه محمد

پوهیالی

کیمیا

Faizmohamad.kakar@yahoo.com

6

صلاح الدین

واعظی

برهان الدین

پوهیالی

کیمیا

salahaedinw@gmail.com

7

نسیمه

حبیبی

حفیظ الله

پوهیالی

کیمیا

nsm.habibi84@gmail.com

8

میرویس

کاکړ

فیض محمد

پوهنیار

کیمیا

Kakar.mirwais@yahoo.com

Kakar.mirwais@hu.edu.af

9

الحاج محمدناصر

جاهدغمی

منیرالدین

پوهنیار

بیولووژی

m.njahed  qhamay@gmail .com

10

بصیره

قتالی

سید محمد

پوهیالی

بیوولوژی

sadatbasira@yahoo.com

11

سویتا

فضلی

فضل احمد

پوهیالی

بیولوژی

Sweet-fazli@yahoo.com

12

فریداحمد

دانش فر

گل اقا

پوهیالی

بیولوژی

Farid.danishfar@yahoo.com

13

شفیقه

نایل

محمدیاسین

پوهیالی

بیولوژی

Shafiqa.nayel@yahoo.com

14

حسین آقا

حسینی

سید ابراهیم

پوهیالی

بیولوژی

Sh-97@yahoo.com

15

ثریا

بهروزیان

غلام فاروق

پوهنیار

فزیک

behroozian@hu.edu.af

16

احمد ضیا

شیرزاد

غلام سرور

پوهیالی

فزیک

Sherzad.sc@gmail.com

ziaserzad@hu.edu.af

17

وحید احمد

صالحی

صالح محمد

پوهیالی

فزیک

0

18

مینا

احمدی

رازمحمد

پوهیالی

فزیک

m.ahmadi@hu.edu.af

19

فریداحمد

شریفی

گل محمد

پوهیالی

فزیک

Fared.sharify@hu.edu.af

20

عبدالرحمن

محتسب زاده

عبدالمومن

پوهنیار

فزیک

Ramon87@gmail.com

21

محمد سعید

آخوندزاده

عبدالرحیم

پوهنیار

فزیک

Sayed.akhundzadeh@gmail.com

22

محمد حسن

سلطانی

فقیرحسین

پوهیالی

فزیک

Started2007@gmial.com

 23

 سعید

عسکری 

 غلام غوث

 نامرد

پوهنیار

 فزیک

Saeedaskari144@gmail.com

23

احسان

واعظی

برهان الدین

پوهنیار

ریاضی

Ehsan.waiezi@hu.edu.af

ihsanwaiezi@gmeail.com

24

ماه جبین

احراری

خواجه عبدالله

پوهنیار

ریاضی

Mahjabn.ehrare@gmail.com

25

سلما

سلجوقی

فضل صدیق

پوهیالی

ریاضی

salmasalgoqie@yahoo.com

26

سمانه

رحیم زاده

عبدالرحیم

پوهیالی

ریاضی

samanarahimzadeh@yahoo.com

27

دنیا

وقفی

محمد وحید

پوهیالی

ریاضی

Dunya.waqfi@gmail.com

29

ذبیح الله

موحدی

غلام حضرت

نامزد پوهنیار

ریاضی

Zabihullah.movaheedi1@gmail.com

 

د ساینس پوهنځی د تقاعد شوو استادانو پیژندګلوی:

د فیزیک ډیپارټمنټ پوهاند غلام قادر دهګان

ریاضی ډیپارټمنټ پوهندوی عبدالرحمن منصور

کیمیا ډیپارټمنت پوهیالی دوکتور صالح محمد باهر.

د پوهنځی تخصصی کتابتون

دا پوهنځی یو تخصصی کتابتون چی د 4000 جلده څخه زیات کتابونه په مختلفو طبیعی علومولکه کیمیا، بیولوژی، ریاضی او فیزیک  په مختلفو ژبو لکه پښتو، دری، انګلیسی او المانی باندی لری. محصلان د کتابتون کارټ په اخیستلو سره کولای شی چی ددی کتابونو څخه استفاده وکړی. او همدارنګه دا پوهنځی یو د کمپیوټر لابراتوار لری چی د محصلینو په واسطه رضاکارانه ډول او د ITCH مرکز په مرسته اداره کیږی، او محصلین کولای شی چی خپلی ورځنی علمی پروژی چی کمپیوټراو انټرنیټ ته ضرورت په دی مرکز کی سرته ورسوی.

د ساینس پوهنځی لابراتوارونه

د کیمیا څانګی لابراتوارونه:

1: ګازکروماتوګرافی لابراتوار

2: فیزیکی کیمیا لابراتوار

3: عمومی کیمیا لابراتوار

4: د اوبوانالیزلابراتوار

د بیولوژی څانګی لابراتوارونه:

1: عمومی بیولوژی لابراتوار

2: د غذایی مواد ترکیبی انالیز لابراتوار

3: د غذایی موادو مایکروبیولوژی لابراتوار

د فیزیک څانګی لابراتوارونه:

1: مدرن فیزیک لابراتوار

2: اپتیک فیزیک لابراتوار

3: میخانیک فیزیک لابراتوار

4: الکترونیک فیزیک لابراتوار

د ریاضی څانګی لابراتوارونه

1: ماتماتیکا لابراتوار

ساینس پوهنځی کی فعاله کمیټی

1: علمی څیړنو کمیټه

2: نشراتو کمیټه

3: امتحانونو کمیټه

4: د کیفیت تضمین کمیټه

5: نظم او ډسپلین کمیټه

6: سفرونو کمیټه

7: جندر کمیټه

8: فرهنګی کمیټه

9: پروژی پیداکولو کمیټه

10: د لکچرنوټونو د څارنی او ارزونی کمیټه

د محصلینو اوسنی شمیره 1396

په اوس وخت کی هغه محصلین چی په ساینس پوهنځی کی دی د مختلفو ولایتونو څخه په څلورو څانګو بیولوژې، کیمیا، ریاضی او فیزیک دلیسانس تر کچی درس لولی. اوس حال دا پوهنځی 1365 محصلین لری چی تقریبا 49 فیصده ذکور او 51 فیصده ښځینه محصلان دی.