په ولسي جرګې کي دهرا ت دخلګو ځینو استازو نن دهرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي سره وکتل

08 سپتمبر, 2019

په ولسي جرګې کي دهرا ت دخلګو ځینو استازو نن دهرات پوهنتون د رئیس، مشرتابه پلاوي او استادانو سره دهرات پوهنتون پرستونزو خبرې وکړي. پوهندوي ډاکټر عبدالله فایز دهرات پوهنتون رئیس ومیلمنو ته دښه راغلاست ترڅنګ وویل: دهغه ځایه چي دهرات پوهنتون دهیوادپه سطح دویم پوهنتون ګڼل کیږي، دیولړ ستونزو سره مخ دی چي هیله کیږي دیادو ستونزو دهواري لپاره عملي ګامونه پورته کړل سي، ترڅو په راتلونکي هم خپل ښه خدمتونه اوکړنو ته دوام ورکړي. دهرات پوهنتون مشرتابه پلاوي، دپوهنځیو اودیپارتمنتونو رئیسانو او آمرانو هرات پوهنتون کي دمسجد نشتون، دپوهنتون کمپلکس نه تکمیلیدل، د طب پوهنځی لپاره کادري روغتون نه درلودل، دادارې او کادري بستونو نه شتون، دحقوقو، شرعیاتو او زراعت پوهنځیو ته د ماسټري خپرونو نه پیلیدل يي دهرات پوهنتون دستونزو څخه ور یادکړل. وروسته په ولسي جرګې کي دهرات د خلګو استازو دهرات پوهنتون پرستونزو خبرې وکړي او دهر راز مرستې هوډ یي ورکړ