د ویني تویدونکي ناروغي علمي کنفرانس وړاندي شو

06 اګست, 2019

د ویني تویدونکي ( CCHF ) ناروغي علمي کنفرانس نن هرات پوهنتون کي د پوهندوي نذیراحمد توخي د وترنري پوهنځي استاذ له خوا دهرات پوهنتون دعلمي څیړنو آمریت په مرسته دزراعت پوهنځي په انګړکي جوړوشو.
د یاد کنفرانس موخه د ویني تویدونکي ناروغي په اړه د مهموټکو یادول، دیادي ناروغي دمخنیوي لاري او د ویني تویدونکي ناروغي انتقال دحیوان وانسان ته او د یوه انسان څخه بل انسان ته را ټیټول یاد سول. 
استاذ توخي دیادي ناروغي په اړه د عمومي معلوماتو تر څنګ وویل: دیادي ناروغي دعلایمو په لیدوسره لکه: ناڅاپي تبه، د بدن درد، ستړیا، ضعیف والي، د سردرد، دهډوکو درد، د سترګو درد، د روښنایي څخه ویره، د ستوني درد او د زرړه درد لازمه ده چي ناروغ په بیړه سره وډاکټر ته ورشي.
ښاغلي توخي د یادي ناروغي د مخنیوي لاري د ساتنکو کالو اغوستل( اوږدي دستکشي، اوږدي جراپي )، د روښانه کالو اغوستل چي په آساني سره شکوڼ ولیدل سي، دحشرو دوژونکو دوا استعمالول، دکالو او پوست ښه لټول، د شکوڼ پیداکول او دمصون لاري څخه دشکوڼ لیري کول، دحیواناتو دساتلو ځاي دشکوڼاڼو څخه پاک ساتل، دحیواناتو لیري ساتل دهغه ځایونو څخه چي هلته دشکوڼاڼو میشت ځاي وي او دحیواناتو ساتل په هغه فصل کي چي شکوڼاڼ پکي ډیر وي یاد کړل.
ښاغلي توخي دیادي ناروغي دانتقال دمخنیوي لپاره دحیواناتو څخه وانسانانو ته وویل: چي حیواناتو باندي کارکول او دهغو د ساتلو په وقت کي باید د ساتونکو کالو څخه ګټه واخیستل شي په څانګړي توګه دحلالولو اوقصابي په وقت کي، دغوښو د ټوک ټوک کولو په وقت کي، دوي اوني مخکي دحیوان ترحلالیدو اړینه ده چي یاد حیوان وساتل سي او دناروغیو دمخنیوي واکسین ورته وکارول سي.
همداراز دهغو کسانو څخه چي په یادي ناروغي اخته دي دهغوي دساتلو اومحافظت په وقت کي دساتونکو کالو اغوستل اړین اولازمي ګڼل کيږي او د لاسونو مینځل وروسته دساتلو یا مخامخ کیدل د یاد ناروغ سره دهغه ټکو څخه دي چي اړینه ده په ښه توګه ترسره شي.