د هرات پوهنتون مشرتابه پلاوي د څوتنو محصلینو دشهادت په پار دیاد پوهنتون دمختلفو پوهنځیورئیسانو، ښونکو، کارکونکو اومحصلانو په شتون کي دقرآنکریم دختم غونډه جوړه کړل.

08 اګست, 2019

د هرات پوهنتون مشرتابه پلاوي نن د څوتنو محصلینو دشهادت په پار دیاد پوهنتون دمختلفو پوهنځیورئیسانو، ښونکو، کارکونکو اومحصلانو په شتون کي دقرآنکریم دختم غونډه جوړه کړل.
یاده غونډه د قرآنکریم په څو آیاتو سره پیل شول.
وروسته پوهاند عبدالمجید صمیم دشرعیاتو پوهنځي استاذ دیادو شهیدانو وکورنیو ته دخواخوږي او مغفرت ترڅنګ، دشهیدانو مرتبو اودرجو په اړه خبري وکړي.
ښاغلي صمیم وویل: یاد شهیدان دهغو پاکو شهیدانو څخه ګنل کیږي، چي دعلم، پوهي او ټولني ته دخدمت په لارکي خپل ځانونه له لاسه ورکړل.
په پاي کي قاري عبدالجلیل شفیق هغه قرآنکریم چي مخکي تلاوت سوي وو ختم او دشهیدانو روح ته یي دعا وکړل.