د هرات پوهنتون علمي شورا غونډه

24 فبروري, 2020

د هرات پوهنتون علمي شورا غونډه نن د پوهنتون دمشرتابه پلاوي، د پوهنځیو رئیسانو او د یادي شورا دغړو په شتون کي تر سره سول.
لومړی د هرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټر عبدالله فایز د پوهنتون د تیري یوي میاشتي ګزارش او کړنې د غونډې وګډونوالو ته وړاندي کړل او اړیني لارښوونيې وکړي.
وروسته د غونډې ګډونوالو د هرات پوهنتون او د ایران جمهوري اسلامي هیواد دعلامه طباطبايې ، داصفهان هنر او دګلستان فني او حرفه يې پوهتنونو سره دمرستو هوکړه لیکونو ، د وترنري پوهنځی کي د ماسټري برنامي جوړولو او د محصلینو د ستونزو د حل په اړه خبري اتري وکړي.
په پاي کي د شورا غړو داستادانو د ګمارونو او ترفیعاتو په اړه پریکړي وکړي