د هرات پوهنتون د طب د پوهنځي ریس خپلو همکارانو ته ور وپیژندل شو

05 سپتمبر, 2019

پوهنوال ډاکټر محمد ناصر نبي زاده نن دهرات پوهنتون دطب پوهنځی درئیس په توګه د پوهنتون مشرتابه پلاوي، د دیپارتمنتونو آمرینو او دطب پوهنځی دښونکو په شتونکي خپل ورکارکونکو ته ور وپیژندل سو.
پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز دهرات پوهنتون رئیس د طب پوهنځی مخکني مسئولینو څخه دمننې ترڅنګ د جدیت ،اصولواو مقرراتو په مراعات کولو یي دمثال په توګه د طب پوهنځی یادونه وکړه، دیاد پوهنځی دښونکو څخه يي وغوښتل چي دنوي رئیس سره دي په تحصیلي ښه والي کي مرسته وکړي.ورورسته ډاکټر محمدناصر نبي زاده د لوړو زده کړو وزارت او دهرات پوهنتون مشرتابه پلاوي څخه مننه وکړه چی ورباندي باور يي کړي، ځان يي دټولنې او ځوانانو پر وړاندي مسئول وګنل او دښونکو څخه يي غوښتنه وکړه چي دتیر په څیر دي دلوړوزده کړو وزارت داصولو او مقرراتو په پام کي نیولو سره هر راز هڅې وکړي .