د هرات پوهنتون د ادبیاتو اوبشری علومو پوهنځی د محصل د جام د ورزشی لوبو بریالي شول.

31 اکتوبر, 2018

د دغو لوبو په پای کې د ادبیاتو او دطب پوهنځي  دو ټیمو د یو بل په وړاندي لوبه ورکړه دواړو ټیموو وکولای شوای په یو بل د بریدونو له امله ډیره ښه لوبه وړاندي کړي، مګر دواړه ټیمه په0 _ 0     په نتیجه مساوی شول او لوبه د پنالتی ضربو ته لاړه  د پنالتی په وهلو د ادبیاتو اوبشری علومو پوهنځی وکولای شول چې خپل رقیب ته ماته ورکړي، او دقهرمانی مقام خپل کړي. په دغو لوبو کې د اقای ګل لقب داوود سروری ته چې  د ژورنالیزم د پوهنځي د څلورم صنف محصل دی ورکړل شو چې وکړای شوای ۹ ګولونه ووهی او د بهترین لوبغاړي مقام خیرالدین احمدی چې د زراعت د پوهنځي د دویم کال محصل دی ورکړل شو او د اخلاق کاپ د هنرونو پوهنځي ته ورکړل شو

د زراعت او شرعیاتو پوهنځي هم د ردبندی لوبه وکړه چې شرعیاتو درېیم مقام خپل کړ