د موسم له نړیوالي اونۍ څخه لمانځنه وشوه

01 نوومبر, 2018

د موسم د بدلون له نړیوالي اونۍ څخه د هرات ولایت پوهنتون د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې لمانځنه وشوه.

دغه محفل د چاپیریال د ساتلو ملی اداره مالي او اداري معین، د پوهنتون رهبري هییت، استادان، محصلان، او د دولتي دوایرو مشران، د چاپیریال د رضا کارانو د کمیټو مسولان، د چاپیریال د رضاکارانو د شورا غړي، د مدني ټولنو غړي، عالمان او روحانیون، رسنۍ او د داکار د موسسو مسولین، هلپ جرمني او د موسم د بدلون سره د جوړ جاړۍ د پروژه CCAP  په شتون سره دایر شو.

لومړی محمد یوسف حمیدیان د چاپیریال د ساتنه د ملي اداره مالي او اداري معین، د موسم د بدلون سره د جوړ جاړۍ د چاپیریال د ساتنه د ملي اداره ونډه، د ګلخاني ګازونو د اغېز کمول او د اکاډمیکو بنسټونو د ونډه په هکله خبرې وکړه.

وروسته پوهندوي ډاکټر عبدالله فایز د هرات پوهنتون رییس د څېړنه او ساینس ونډه د پالیسۍ د پرمختګ او اقدام د موسم د بدلون په وړاندي ویناو وکړه، او په دی لړ کې عبدالحمید مبارز حمیدی د هرات ولایت دپیښو په وړاندي د مبارزه رییس د موسم د بدلون د موضوع په هکله او د هغو اغېز په ټولنو باندي توضیحات ورکړل. وروسته ډاکټر بصیر احمد نیکومنش د ادارې او موسم د بدلون سره د جوړ جاړۍ او ملاتړ، د تدارکاتو د پروژه CCAP  مسول د ذکر شوي پروژه په واسطه د ترسره شویو فعالیتونو پریزینتشن تشریح کړل.