د خواجه عبدالله انصاري روزنتون لپاره کتابتون پرانیستل سو

03 فبروري, 2020

د خواجه عبدالله انصاري روزنتون هغه کتابتون چي دهرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی ۶تنو فارغ التحصلینو له خوا جوړ سوي وو پرون مازدیګر پرانیستل سو. یاد فارغان وايې چي موخه يې د یاد کتابتون جوړولو څخه د بي ځایه مصرفونو مخنیوي او پانګه اچونه په هغه څانګو کي ده چي د ټولنې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب ګرځي.
په یاده غونډه کي د هرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز د پوهنتون مالي او اداري مرستیال محمد نذیرسکندری، د حقوقو پوهنځی رئیس او استادانو، ځوانانو، محصلانو، فارغ التحصیلانو او د خواجه عبدالله انصاري روزنتون مسئولینو ګډون کړی وو.
د هرات پوهنتون رئیس ښاغلي فایز وویل: افغانستان داسي یو هیواد دی چي د پرمختګ په درشل کی دی او هیله ده چي په اړینو او مهمو څانګو کي پانګه اچونه وسي، بي ځایه مصرفونه د هیواد اقتصاد له منځه وړي. ښاغلي فایز د یادو فارغینو د خلاقیت او کړنو څخه مننه وکړل او د هرات پوهنتون ملاتړ يې د یادو خپرونو څخه اعلان کړ. وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس پوهنیار جمشید نیکجو په یاده غونډه کي د ګډون له امله خوشحالي څرګنده کړل او وي ویل: هیله ده چي نور فارغین دی د یادو محصلینو څخه زده کړې او همداسي کړنې دي تر سره کړي ترڅو د بي ځایه او ډیرو مصرفونو مخنیوی وسي او دټولنې له پاره پوهاوی ترسره سي. وروسته د یادو فارغینو په استازیتوب یوي فارغ التحصیلي نجلي خبري وکړي د یاد کتابتون د پرانیستلو د خوشحالې ترڅنګ يې هیله مندي وښودل تر څو په راتلونکي کي نو فارغین هم همداشان کړنې تر سره کړي. د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالقیوم افغان د فارغینو د یادې کړنې څخه د خوشحالی تر څنګ وویل: د یتیمانو څخه ملاتړ دهر انسان شرعي او اسلامي دنده ده، ښاغلي افغان هیله مندي وښودل تر څو په راتلونکي کي یادي کړنې او برنامې ډیري ترسره سي. یاده غونډه د روزنتون د غوره زده کونکو ته د ستاینلیکونو په ویشلو سره پاي ته ورسیدل.