دپوهنتون علمی شورا غونده ترسره کرل

03 نوومبر, 2019

دهرات پوهنتون علمي شورا غونډه نن د پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز، دپوهنتون مرسیتالانو، دپوهنځیو رئیسانو، آمرینو او دیادي شورا دغړو په شتون کي ترسره سوه.
غونډه دقرآنکریم په تلاوت سره پیل سول، وروسته ښاغلي فایز دهرات پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو او کارکونکو څخه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوني هیئت ته د اسنادو وړاندی کولو لپاره مننه وکړل او د تضمین کیفیت د معیارونو پر رعایت کولو، د پوهنتون ومحصلانو او کارکونکو ته دشفافیت او اطلاع رسولو په اړه ټینګار وکړ.
د هرات پوهنتون د استادانو ور پیژندل وتحصیلي بورسونو ته، د پوهنتون علمي ژورنال، په هنرونو، حقوقو، زارعت، ټولنیزو علومواواقتصاد پوهنځیو کي د نویو دیپارتمنتونوجوړیدلواو د هرات پوهنتون محصلینوته دعلمي سیرونو لپاره اړیني لارښوني وکړي.
وروسته د غونډي ګډون والو د استادانو دوسيي و څیړلي، د هریوا او الغیاث لوړو زده کړو مؤسسه سره د مرستو لاسلیکونو، د محصلینو وغوښتنوته ځوابونه او نورو موضوعاتو په اړه خبري او اړین تصمیمونه ونیول سول.