دهرات پوهنتون علمي شورا دایره شوه

28 اکتوبر, 2018

د هرات پوهنتون علمی شورا نن د پوهندوی ډاکټر عبدالله فایز د هرات پوهنتون رییس او د پوهنتون د مرستیالانو او د جلسې د غړو په شتون سره دایره شوه.
لومړی د هرات پوهنتون رییس د پوهنتون د وروستنیو لاس ته راوړنو او فعالیتونو د ګزارش د ورکولو په ترڅ کې د هرات پوهنتون د ستونزو او ربړونو په هکله خبرې وکړه او د ښونکو او د پوهنځیو د مشرانو پاملرنه یي د هرات پوهنتون د باورمندۍ، د تدریس د کیفیت د لوړوالي، او د اداري چارو د مخ ته وړلو لپاره چې کولای شي هرات پوهنتون د هیواد او ولایت په کچه په یو ښه پوهنتون بدل کړي، ټینګار وکړ.

وروسته پوهنمل علی احمد کاوه د پوهنتون د کیفیت د تضمین داخلي واحد مسول د کلنیو او دوریي علمي خپرونو د بیا کتنې د پیژندنې د پالیسۍ په هکله یادونه وکړه او وویل: د علمي خپرونو د کلنیو بیاکتنه، د کیفیت د اطمینان د لاس ته راوړلو په موخه تطبیقیږي او ځانګړي موخې یي د کیفي معیارونو د تطبیقولو او خپرولو څخه اطمینان حاصلول او د هغو ساتل د محصلینو د زده کړه په لاره کې، په مطلوبه سطح او دکیفیت د لوړوالي دوام او د هغو سیمو معلومول چې جوړول غواړي او همداسي د علمي خپرونو په تطبیق کې له نوښت څخه ملاتړ او هغه ته هڅول.

د ګزارش په لړ کې د ټولنیزعلوم او د ښوونه او روزنه  د پوهنځیو د تاریخ او جغرافیه د څانګو د خپرونو بیا کتنې د جلسه د منشي په واسطه وړاندي شوي.

د دغه جلسه په پای کې د استادانو د تقرر، ترفیع، او د علمي رتبو د تثبیت دوسیه  ته کتنه وشوه.