دهرات پوهنتون رئیس د طب پوهنحی څخه لیدنه و کرل

03 نوومبر, 2019

د هرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز نن د پوهنتون د طب پوهنځی د رئیس، دیپارتمنتونوآمرینواواستادانو سره د یادي پوهنځی د ستونزو، وړاندیزونو او دحل لارو په اړه خبري وکړي.
لومړی ډاکټرفایزپه ټولنه کي د هرات پوهنتون د علمي ـ اکادمیک ځاي په اړه خبري وکړي وي ویل: دهرات پوهنتون د تکړه کادرونو په درلودلو سره کولای سي چي هرات ولایت د افغانستان اکادمیک قطب وګرځوي، اړینه ده چي استادان د پوهنتون د مشرتابه پلاوي سره د پوهنتون د استراتیژیکو موخو ته رسیدو لپاره هڅې وکړي. وروسته د پوهنتون رئیس د طبي کلینیک، د کادري روغتون ، انکشافي پلان، بشري سرچیني او د نورو ديپارتمنتونو پرجوړیدلو ټینګار وکړ.
په پاي کي د طب پوهنځی رئیس پوهنوال ډاکټرمحمد ناصر نبی زاده د پوهنتون د مشرتابه څخه د منني ترڅنګ يي د یادي پوهنځی پرستونزو خبري وکړي، خپل طرحي اوړاندیزونه يي وړاندي کړل، د طب پوهنځی رئیس د یاد پوهنځی د اهمیت په اړه وویل: د طب پوهنځی د ټولني د روغوالي سره تړاو لري، هیله ده چي ډیر ژر به ده یاد پوهنځی د بنسټ ډبره کیښودل سي