دهرات پوهنتون رئیس دخصوصي لوړو زده کړو مؤسسو له مسئولینو اودسولی مرکز مسئول سره وکتل

08 سپتمبر, 2019

پوهندوي ډاکټر عبدالله فایز دهرات پوهنتون رئیس دیوې لیدنې په ترڅ کي دخصوصي لوړو زده کړو مؤسسو له مسئولینو او دهرات پوهنتون دسولې مرکز مسئول سره، دسولې د ورځي د ښه نمانځلې په اړه خبرې وکړي.
په یاده لیدنه کي دهرات پوهنتون رئیس وویل: دهغه ځایه چي دافغانستان خلګ دسولې غوښتونکې دي، پوهنتونونه او علمی ـ اکادمیک بنسټونه کولاي شي چي دسولې په راوستلو کي ښه رول ولوبه وي، ترڅودا ۱۸ کلنې لاسته راوړنې په ځانګړي توګه دلوړو زده کړو لاسته راوړنې وساتل سي.
دیادونې وړ ده چي هرکال دهرات پوهنتون دسولې بنسټ له خوا دسولې نړیواله ورځ نمانځل کيږي، دهرات پوهنتون د رئیس په ټینګار سره به سږ کال یاده ورځ په ښه او شانداره تو
ګه ونمانځل شي