دهرات پوهنتون د دیپارتمنتونو آمرینو غونډه

05 سپتمبر, 2019

د هرات پوهنتون د دیپارتمنتونو آمرینو غونډه دپوهنمل توفیق سرورزاده دپوهنتون علمي مرستیال په مشري تر سره سولپه یاده غونډه کي پوهنمل توفیق سرورزاده د دیپارتمنتونو پررول يي دلوړو زده کړو دهستي په توګه دلوړو زده کړو نهادونو کی ټینګار وکړ ، او دآمرینو څخه يي وغوښتل چي خپل علمي کړنو سره دي دیادو دیپارتمنتونو مقام لوړ وساتي.  وروسته دغونډي غړو د دیپارتمنتونو ګزارشونه ورکول وعلمي معاونیت ته، دعلمي کادرونو د جذبولونوی لایحه، وبورسونو ته داستاذانو استولو څرنګوالی، داستاذانو تحصیلی ګزارشونو طی مراحل کول، دتحصیلی نصاب څیړل، دتضمین کیفیت دریم پړاو ته تابیا نیول او داستاذانو مکلفیتونه او دندي دمعاشاتو لایحې پربنسټ خبري وکړي اولازم تصمیمونه يي ونیول.