دهرات پوهنتون دشرعیاتو او وترنري علومو پوهنځیو رئیسان خپل وکارکونکو ته ور وپيژندل سول

21 اګست, 2019

دهرات پوهنتون دشرعیاتو او وترنري علومو پوهنځیو رئیسان خپل وکارکونکو ته ور وپيژندل سول.
دهرات پوهنتون رئیس ډاکټر عبدالله فایز ، دپوهنتون مرستیالانو، آمرانو او دیادو پوهنځیو ښونکو په شتون کي، پوهندوي عنایت الله صدیقیار او پوهندوي ډاکټر نورعلي مهمند دشرعیاتو او وترنري پوهنځیو رئیسانو په توګه خپل کارکونکو ته ور وپيژندل سول.
دهرات پوهنتون رئیس د مخکني رئیسانو څخه په مننې سره وښاغلي صدیقیار او ښاغلي مهمند ته دمبارکي ترڅنګ وویل: د نوي رئیسانو تجربي به دچارو پرمختګ کي ستر رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چي یادي ګمارني دلوړوزده کړو وزارت دوړاندیزونو او دافغانستان اسلامي جمهوریت دحکمونه پراساس تر سره سوي دي