دخواخوږي او تسلیت پیغام

07 اګست, 2019

انالله واناالیه راجعون

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نامتو علمي او جهادي شخصيت آیت الله شيخ محمد آصف محسني په حق ورسید.

د هرات پوهنتون  مشرتابه پلاوي د دغه ستر عالم مړینه یوه لویه ضایعه بولي او د هغه کورنۍ او د افغانستان مسلمان ولس ته د نوموړي د مړینې له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د پاک رب له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت غوښتنه کوي