لومړۍ برخه

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي پېژندنه

د هرات پوهنتون طب پوهنځی د يوې مبرمې اړتيا، ارزښت، تحصيلي لومړيتوب او د د غه سيمې  د اوسيدونکو او سيمه ييزې  ادارې د بيا بيا غوښتنې پربنسټ  په ۱۳۶۹ کال کې د وخت د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې تاسيس او وروسته په ۱۳۷۹ کال کې په لوړو زده کړو وزارت پورې وتړل شو. نوموړي پوهنځي د رامنځته کېدو څخه را په دېخوا  خپل بشپړتيايي پړاونه وهلي دي او د مګړی اووه څانګې لرې:  پاراکلنيک، اناتومي، هستوپتالوژي، عامه روغتيا اوساري ناروغۍ، کوچنيانو، داخله  او جراحي څانګو څخه دي. دغه پوهنځی د يوکادري پولي کلنيک څخه هم برخمن دی. په دې پوهنځي کې ډېری ځوان ډاکتران روزل شوي، چې وروسته  په مهمو دولتي او خصوصي برخو کې په دندو ګمارل شوي.

علمي کادري غړي:

د غه پوهنځی  او سمهال ۴۶ تنه استادان لري چې ( ۶ تنه) يې د ډاکترۍ، (۱۷  تنه ) يې ماسټرۍ او  (۲۲ تنه ) يې د ليسانس تر کچې زده کړې بشپړې کړې دي. ياد پوهنځی د لاندې علمي رتبو استادانو درلودونکی دی: پوهاند( يوتن)، پوهنوال ( ۲ تنه)، پوهندوی (۵ تنه)، پوهنمل (۱۴ تنه)، پوهنيار(۱۰ تنه)، پوهيالی (۱۲ تنه) او نامزد پوهيالی (۱ تن ) دی.

کتنې

د تحصيل درجه

علمي رتبه

د پلارنوم

نوم

ګڼه

 

ماسټر

پوهاند

فروغ

ډاکټر زهرا

1

 

ماسټر

پوهنوال

آذر

ډاکټر خليل احمد

2

 

ماسټر

پوهنوال

غفوري

ډاکټر جان آقا

3

 

ماسټر

پوهندوی

نبی زاده

ډاکټر محمد ناصر

4

 

ماسټر

پوهندوی

اميري

ډاکټر عبدالعظيم

5

 

ماسټر

پوهندوی

عثماني

ډاکټر خديجه روهينا

6

 

ماسټر

پوهندوی

جواد

دکتور ډاکټر محمد جاويد

7

 

PHD

پوهندوی

نيازی

ډاکټر عزيزالرحمن

8

 

ماسټر

پوهنمل

انور

ډاکټر محمد انور

9

 

ماسټر

پوهنمل

فضلي

ډاکټر سيد احمد

10

 

ماسټر

پوهنمل

شفيق

ډاکټر محمد جان

11

 

ماسټر

پوهنمل

توکل

ډاکټر خليل الله

12

 

ليسانس

پوهنمل

فروتن

ډاکټر نورالله

13

 

ليسانس

پوهنمل

جامي

ډاکټر عزيز احمد

14

 

ليسانس

پوهنمل

کاکړ

ډاکټر رمزيه

15

 

ماسټر

پوهنمل

هوشمند

ډاکټر عبدالملک

16

 

ليسانس

پوهنمل

صالحي

ډاکټر سيد عارف

17

 

ليسانس

پوهنمل

حسيني

ډاکټر سيد فاروق شاه

18

 

ليسانس

پوهنمل

آذر

بشير احمد

19

 

ليسانس

پوهنمل

فيروز

ډاکټر هارون

20

 

ماسټر

پوهنيار

نيکبين

ډاکټر سيد خليل

21

 

ماسټر

پوهنيار

صميم

ډاکټر محمد عمر

22

 

ماسټر

پوهنيار

همنوا

ډاکټر عبدالنصير

23

 

ماسټر

پوهنيار

محمدي

فريده

24

 

ليسانس

پوهنيار

فريد

ډاکټر احمد شفيق

25

 

ليسانس

پوهنيار

سعيدي

ډاکټر سيد عبدالغفور

26

 

ليسانس

پوهنيار

جويا

ډاکټر شفيق احمد

27

 

ليسانس

پوهنيار

واثق

ډاکټر عبدالمومن

28

 

ماسټر

پوهنيار

صديقي

ډاکټر عبدالسبحان

29

 

ليسانس

پوهيالی

معين

ډاکټر مسعود

30

 

ليسانس

پوهيالی

حيدري

ډاکټر عايشه

31

 

ليسانس

پوهيالی

خطيبي

ډاکټر عادله

32

 

ليسانس

پوهيالی

فيض

ډاکټر احمد فيصل

33

 

ليسانس

پوهيالی

ذبيحي

ډاکټر مريم

34

 

ليسانس

پوهيالی

فيض محمدي

ډاکټر فوزيه

35

 

ليسانس

پوهيالی

فيضي

ډاکټر سوسن

36

 

ليسانس

پوهيالی

شفيق

ډاکټر داريوش

37

 

ليسانس

پوهيالی

اميني

ډاکټر مرتضی

38

 

ليسانس

نامزد پوهيالی

نظري

ډاکټر يلدا

39

 

ليسانس

نامزد پوهيالی

نهضت

ډاکټر اميد

40

 

PHD

پوهنمل

سرفرازي

ډاکټر محمد ناصر

41

اوس مهال د ډاکټرۍ محصل

PHD

پوهنمل

شمس

ډاکټر احمد ضيا

42

اوس مهال د ډاکټرۍ محصل

PHD

پوهنيار

شفيق

ډاکټر غلام رسول

43

اوس مهال د ډاکټرۍ محصل

PHD

پوهيالی

شايان

ډاکټر نثار احمد

44

اوس مهال د ډاکټرۍ محصل

PHD

پوهيالی

قادر

ډاکټر عبدالقدير

45

اوس مهال د ماسټرۍ محصل

ليسانس

پوهيالی

توخي

الهام

46

 

 په پوهنځي کې فعاله کمېټې:

۱ –  د کيفيت د تضمين کمېټه

۲ – د کريکولم کمېټه

۳- د ستراتيژيک پلان کمېټه

۴ – د نظم او د سپلين کمېټه

۵ – د څېړنې او نشراتو کمېټه

۶ ـ د چاپيريال ساتنې کمېټه

۷ – د جندر کمېټه

۸ – د ازموينو کمېټه

۹ – د بورسيو کمېټه

د طب پوهنځي کتابتون

د طب پوهنځي کتابتون  د لس زره او څلورسوه ټوکه کتابونو او مجلو څخه برخمن دی.

لابراتوارونه

۱ – د ميکرو بيولوژي لابراتوار

۲ – د بيوشيمي لابراتوار

۳ – د اناتومي لابراتوار

۴ – د هستوپتالوژي لابراتوار

۵ – د فزيولوژي لابراتوار

کادري  کلنيک

د طب پوهنځي روغتون خپلو اوسنيو شتو اسانتياووته په پام سره لاندې برخو کې فعاليت کوي:

 تشخيصه کلنيک (جراحي،نسايي ولادي، داخله، کوچنيانو څانګه)

لابراتوار

التراسوند

د ECG  چوپړتياوې (د زړه ګراف)

د زخمونو پانسمان اوترزيقات

فارمسي ( درمل ځای)

د طب پوهنځي د برحاله محصلينو شمېرنې

د هرات پوهنتو په طب پوهنځي کې د مګړۍ د بېلابېلو ولايتونو محصلين په اوو څانګوکې د ليسانس په کچه  زده کړې کوي. ياد پوهنځی اوسمهال ۱۰۸۱   تنه محصلين لري، چې ۵۹۶ تنه يې هلکان او ۴۸۵ تنه يې نجونې دي.

دويمه برخه :

د طب پوهنځي د رئيس پېژندنه

نوم، تخصلص او علمي رتبه: پوهنوال ډاکټر خليل احمد آذر

د پلارنوم:  نوراحمد

د زيږيدو کال او ځای:  ۱۳۴۲، هرات

د زده کړې کچه او ځای:  د طب ماسټر د کابل د دولتي طب انستيوت

د زده کړې څانګه:   معالجوي طب

علمي آثار

الف – کتابونه اورسالې: د داخلې سيميولوژي، د زړه او ويني د بهيردناروغيو کتاب، د زړه د دسامي ناروغيو کتاب، د طبابت د اخلاقو کتاب

ب –  علمي او اکاډميکې چاپ شوې مقالې

۱ –  د زړه د ټکان اوسينې د درد ارزيابي

۲ -. د هرات په حوزوي روغتون کې د فيبريلشن اذيني د پېښو لامل او اپيد يمولوژيکه مطالعه

۳ –  د زړه او ويني  بهير  دناروغيو په دويم ډول ديابت کې اپيديمولوژي اود خطر فکتورونه

۴ – په  حادکرونر سندرم باندې اخته ناروغانو کې د خواشينۍ د پېښو څېړل

۵ –  په متابوليک سندرم کې دوزن د زياتوالي څېړل او د زړه  او ويني  د بهير د خطر جوړولو د لاملونه سره يې اړيکه

۶ – په هرات ښارکې د وينې د لوړ فشار  د رامنځته شويو پېښو څېړل

۷ – د علمي څېړنيزو مقالو د ليکلو کړنلاره

۸- په هرات ښارکې د زړه د اسکميک ناروغۍ اپيديميولوژي

۹ – د زړه د عضلې سمدستي نکروزپېښوته  کتنه

۱۰- د زړه د عضلې سمدستي نکروز د Q څپې سره اوپرته له Q څپې نه

۱۱ – د زړه په سکتو کې  د روحي رواني لاملونو رول

۱۲ – په علمي څېړنيزو مقالو کې د لنډيز(چکيدې) ارزيابي

۱۳ – د ليکلو قوانين

۱۴ – د وينې په لوړ فشار اخته ناروغانو کې د چپو بطنونو د هايپرو تروفي اغيزمن لاملونه

علمي سفرونه

له انګلستان څخه د DTM&H ډيپلوم

د ايټاليا پادوا فيلوشيپ

د المان ګونتګن فيلوشيپ

د فرانسې مونت پليه فيلوشيپ

IVP   د امريکاد متحد ايالاتو د University Administration پوهنتون د ادارې په برخه کې

د پوهنځي د مرستيال،  ډيپارتمنټونو د آمرينو او اداري مسؤلينو پېژندنه

د پوهنځي مرستيال

نوم، تخلص او علمي رتبه:  پوهنمل ډاکټر محمد انور انور

د پلارنوم:  محمد اکبر

د زيږيدوکال اوځای : ۱۳۳۳، هرات

د زده کړې کچه اوځای: د طب ماسټر، کابل پوهنتون د طب پوهنځی

د زده کړې څانګه :  معالجوي طب

علمي آثار

الف – کتابونه اورساله:  علمي څېړنيز اثر د ويني د لوړ فشار لاملونه

ب – علمي او اکاډميکې چاپ شوې مقالې

۱ – د زړه د نه فعاليت لاملونه

۲ – دکليې د مزمن د نه فعاليت لاملونه

د څانګو آمران

۱ – دعامې روغتيا د څانګې آمر

نوم، تخصلص او علمي رتبه: پوهنمل ډاکټر عبدالسبحان صديقي

د پلارنو: حاجي محمد صديق

د زيږيدوکال اوځای: ۱۳۴۲، هرات

د زده کړې کچه: د طب ماسټر

د زده کړې څانګه: معالجوي طب

۲ – د جراحي د څانګې آمر

نوم، تخلص او علمي رتبه: پوهندوی ډاکټر محمدناصر نبي زاده

د پلارنوم: غلانبي

د زيږيدوکال اوځای: ۱۳۳۹، کابل

د زده کړې کچه: د طب ماسټر

د زده کړې څانګه: معالجوي طب

۳ – د کوچنيانو د څانګې آمر

نو، تخلص او علمي رتبه: پوهنوال ډاکټرجان آقا غفوري

د پلارنوم: عبدالغفور

د زده کړې کچه: د طب ماسټر

د زده کړې څانګه: معالجوي طب

۴ – د داخله څانګې آمر

نوم، تخلص او علمي رتبه: پوهنيار ډاکټر محمد عمر صميم

دپلارنوم: نوراحمد

د زده کړې کچه: د طب ماسټر

د زده کړې څانګه: معالجوي طب

۵ – د اناتومي څانګې آمر

نو، تخلص او علمي رتبه: پوهنمل ډاکټر سيدعارف صالحي

د پلارنوم: ميرغلام احمد

د زده کړې کچه: د طب ليسانس

د زده کړې څانګه: معالجوي طب

۶ – د هستوپتالوژي د څانګې آمر

نوم، تخلص اوعلمي رتبه: پوهنمل ډاکټر هارون فيروز

د پلارنوم: غلام سرور

د زده کړې کچه: د طب ليسانس

د زده کړې څانګه: معالجوي طب

۷ – د پارا کلنيک د څانګې آمر

نوم، تخلص او علمي رتبه: پوهنيار ډاکټر سيد عبدالغفور سعيدي

 

د پلارنوم: عبدالحق

د زيږدوکال اوځای: ۱۳۵۸، هرات

د زده کړې کچه: د طب ليسانس

د زده کړې څانګه: معالجوي طب

اداري مسئولين

۱ – د اجراء يې مدير

نوم او تخلص: يلدا غوثيار

د پلارنوم: غلام حبيب

د زيږيدوکال اوځای: ۱۳۷۰، هرات

د زده کړې کچه: د ادبياتوليسانس

د زده کړې څانګه: ادبيات او بشري علوم

همغږۍ (تواء ميتونه)

د طب پوهنځی د عامې روغتيا او ۲۰۷ ظفر قول اردو له روغتون سره  تواميت لري.

د پوهنځي ستراتيژيک پلان

د لوی خدای (ج) شکر ادء کوم چې د دې توان يې راکړ، څو د پوهنتو د طب پوهنځي پنځه کلن عملياتي پلان د دغه بنسټ د کميت اوکيفيت د لوړولو په  منظور لويو موخوته د رسيدلو لپاره ،چې همغه د ټولنې  روغتيا او د انسان د ژغورلو په برخه کې هڅه  ده تدوين اوترتيب کړو.

د مديريت د نويو نظريو پربنسټ هر سازمان او مؤسسه له هغې جملې څخه د لوړو زده کړو مؤسسې د هغې  مؤسسې  د پلان جوړولو او فعاليتونو د پرمخ وړلو لپاره الګوګانو ته اړتيا لري. د دغو الګوګانوپه اساس مديران د خپلې مؤسسې شته وضعيت ارزيابي کوي، پياوړي او کمزوري ټکي يې پېژنې، فرصتونه او چاپيريالي ننګونې يې څرګندوي، امکانات او منابع  يي د الويت له مخې ډلبندي کوي او د هغه پر بنسټ يوه ټاکلې پرمخ وړونکې ستراتيژي تدوين او د هغې په رڼاکې  له يوه نظام لرونکي ليد سره اړوند مؤسسه د ټاکلو او ځانګړو موخو او ارمانونو لور ته بيايي.

د طب پوهنځي ستراتيژيک پلان هم د دغو الګوګانوپربنسټ  تدوين او د اسنادو محتوا يې د هرات پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان سره سمه  تدوين او ترتيب شوې ده.

له  هغه ځايه چې  ژوندي او خوځنده ښوونيز نظامونه  د کيفيت د لوړولو لپاره تل هڅه کوي اود پرمختګ او لوړاوي په برخه کې مخ پروړاندې حرکت خپل رسالت بولي، په دې توګه  د هرات پوهنتون طب پوهنځی داخپله دنده بولي، چې د ياد پوهنځي ستراتيژيک پلان  د هېواد د ځوانانو لپاره  د روغتيايي او تحصيلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې  د ټولنې واقعيتونو ته په پام سره  ترتيب  کړي.

تمه ده دغه پلان چې يو بشپړ پنځه کلن  پروګرام دی، له موږسره مرسته وکړي  څو په ټينګوګامونو سره د لويوموخو په لورحرکت وکړو، چې همغه په ټولو اړخونوکې د ظرفيت لوړول دي.

هيله لرو  دغه پرمخ وړونکی پلان  په ملي او نړيواله کچه علمي، زده کړه ييزو او څېړنيزو  بروياوو ته د رسيدو په لارکې  او په پايله کې  د معياري، غوره او خورا ښو روغتيايي خدماتو له لارې  د ټولنې  اسانتيا او سلامتيا کې له موږسره  مرسته وکړي.

د دغه پلان د ښه پلي کېدو او عملي کولو په منظور په دغه بنسټ (نهاد) کې شته ظرفيتونو او پتانسيل ته پام سره لنډ مهاله پلانونه او کاري يوکلن  پروګرامونه اود غوره زده کړو په حوزه کې انفرادي  پلانونه د ملي پراختيايي او تخصصي پروګرامونو سره په همغږۍ  هم ترتيب شوي دي.

د هرات پوهنتون طب پوهنځی د يوې مبرمې اړتيا، ارزښت، تحصيلي لومړيتوب او د د غه سيمې  د اوسيدونکو او سيمه ييزې  ادارې د بيا بيا غوښتنې پربنسټ  په ۱۳۶۹ کال کې د وخت د عامې روغتيا وزارت په چوکاټ کې تاسيس او وروسته په ۱۳۷۹ کال کې په لوړو زده کړو وزارت پورې وتړل شو. نوموړي پوهنځي د رامنځته کېدو څخه را په دېخوا  خپل بشپړتيايي پړاونه وهلي دي او د مګړی اووه څانګې لرې:  پاراکلنيک، اناتومي، هستوپتالوژي، عامه روغتيا اوساري ناروغۍ، کوچنيانو، داخله او جراحي څانګو څخه دي. دغه پوهنځی د يوکادري پولي کلنيک څخه هم  برخمن دی. په دې پوهنځي کې ډېری ځوان ډاکتران روزل شوي، چې وروسته  په مهمو دولتي او خصوصي برخو کې په دندو ګمارل شوي.

د غه پوهنځی  او سمهال ۵۱ تنه استادان لري چې ( ۱ تنه) ډاکټر، (۲۴  تنه ) يې ماسټر او  (۲۶ تنه ) يې ليسانس دي. ياد پوهنځی د لاندې علمي رتبو استادانو درلودونکی دی: پوهاند( دوه تنه)، پوهنوال ( دوه تنه)، پوهندوی (شپږ تنه)، پوهنمل (۱۰ تنه)، پوهنيار(۱۷ تنه)، پوهيالی (۱۰ تنه) او نامزد پوهيالی (۴ تنه ) دي.

رسالت

د معالجوي طب پوهنځی د لوړو زده کړو، علمي څېړنو، مسلکي فعاليتونو او ټولنې ته د  خدماتو په وړاندې کولو سره  د دې هېواد د وګړو  د روغتيا پراختيا او سهولت ته ژمن دی.

ليد لوری

په يوه شعارسره « دروغتيا شتمني، ملي شتمني» د هرات ولايت او هېواد په کچه د ټولنې اړتياته په پام سره د صحت پراختيا، پوهې توليد، روغتياساتنې او طبي خدماتو د پراختيا  لپاره د نړيوالو معيارونو سره سم د کميت او کيفيت له اړخه د زده کړييزې کچې لوړول. د روغتيا  د واحد کلتور دودول او د انساني طب په برخه کې په همغږي توګه د څېړنو زمينه  رامنځته کول.

حاکم اصول او ارزښتونه

د غه پوهنځی هڅه کوي هرګام چې اخلي له هغې جملې څخه د نوې پوهې او هم مهاله اکتشافاتو عامول او دودول  له ټولنيزو او فني اصولو سره مطابق وي، چې له دې لارې  دغه پوهنځی د غوره انساني منابعواونوې تکنالوژۍ په پراختيا او  ټولنې او هېواد وګړو ته د خدمت لپاره په خپرولوکې ډېره  هڅه کوي.

۱- تخصص پالنه او ښايسته سالاري.

۲ – ژمنتيا او مسؤليت منل.

۳ –   په  تحصيلي  او څېړنيزو کړنو کې  نوښت او ابتکار

۴ – د دې پوهنځي په ټولو اړخونو او فعاليتونو کې کيفيت ته پاملرنه.

۵ –  د همکارۍ په روحيه او ډله ييز کار ټينګار.

۶ – په ټولو کچوکې په متقابل درناوي باندې ټينګار.

موخې

۱ – په پروګرام کې شاملو محصلانو او استادانو لپاره د معالجوي طب په بېلابېلو برخو کې د مسلکي لوړو زده کړو زمينه برابرول.

۲ – له علمي او عملي پلوه د متخصص نسل روزل ( لکه   د مخنيوي (وقايې) د څرنګوالي په برخه کې د هغوی د پوهې د کچې لوړول  اود بېلابېلو ناروغيوکنترول، تشخيص او درملنه.

۳ –  د څېړنې د ميتودولوژي زده کولو او په  معالجوي طب کې د علمي څېړنو د پرمخ وړلو لپاره د اسانتياوو برابرول.

۴- د هرات ولايت او ګاونډيو ولايتونو د عامې روغتيارياست په مرسته ځوانو  متخصصينو او ډاکټرانو ته د اختصاصي پوهو زده کړه، پراختيا او ټکنالوژۍ ليږد.

۵ – د هېواد په کچه  د روغتيايي ستندرد خدماتو د سيستم د رامنځته کولو لپاره مرسته.

۶ – د ناروغيو په مخنيوي  او د خطر د فکتورونو ارزيابي په ځانګړې توګه د انتاني ناروغيو،  Therapeutic/ Antimicrobial use, Biosecurity Vaccinology and  په برخه کې مرسته.

۷ – د پوهنځي د ټولنيز دريځ ساتنه او لوړونه.

د پياوړتيا ټکي

  • په تحصيلي برخه کې
  • په هېواد کې کادري اړتياته په پام سره د مهمو ډيپارټمنټونوشتون
  • د مايکروبيولوژي، پتالوژي اوفيزيک تقريباً مجهز لابراتوارونه
  • د پوهنځي په چوکاټ کې د کدري پولي کلنيک شتون
  • د پوهنځي په کچه د څو زره ټوکه کتابونو لرونکیکتابتون
  • د محصلينو لپاره د کمپيوټر او انټرنټ خونه
  • د استادانو د څېړنيزو کارونو او لکچرنوټونو د برابرولو لپاره په ټولو ډيپارتمنټونوکې د کمپيوټر او انټرنټ شتون
  • په پاورپوينټبڼه ددرسونو د وړاندې کولولپاره د کامپيوټر او پراجکتور شتون
  • د هر ډيپارتمنټد اداري او څيړنيزو کارونولپاره د بېلابېلو خونو شتون
  • د څېړنې په برخه کې
  • په څېړنيزو کارونوکې ګډون ته لېوالهمحصلينو شتون
  • د کاروړونکوطرحو، پروژواو څېړنو پهسرته رسولوکې د پياوړو ځواکمنتياوو شتون
  • د څېړنو د تر سره کولو لپاره د عامې روغتيا او نړيوال روغتيايي سازمان مرسته
  • د بېلابېلو ناروغيو په ځانګړې توګه د انتاني ناروغيو په برخه کې د څېړنو لپارهد مناسب بسترشتون
  • په ټولنه کې د پوهنځي د رول په برخه کې
  • له چاپيريال سره د مرستي د غځولو لپار د پياوړي ظرفيت شتون
  • د نويو راټوکيدليو ناروغيو په اړه پوهاوی
  • د ټولنيزوکمېټو رامنځته کول او له ټولنې سره د اړيکو ټينګول
  • د ځوانو ډاکټرانو لپاره په ملي او ولايتي کچه د علمي څيړنيزو کنفرانسونو په لاره اچونه.
  • د مديريت او بشري منابعو په برخه کې
  • تکړه او با تجربه علمي کادري غړي
  • د متخصص ځوان او کاروړ علمي کدر درلودل
  • له انټرنټ څخه په نسبي توګه ګټه اخيستنه
  • په پوهنځي کېد ستر اتيژيکو ليدلورو شتون
  • د پوهنځي په کچهد بېلابېلو کمېټو شتون
  • د دې پوهنځي د استادانو او کارکوونکو ترمنځد همکارۍ د روحيې او متقابل درناوي شتون

دکمزورتيا ټکي

  • د زده کړې په برخه کې
  • د مضامينو د عملي برخې د زده کړې لپاره دکدري روغتون نه شتون
  • په لوړو کچو د زده کړو نه شتون
  • د دې پوهنځياړوند بېلابېلو مضامينو د عملي کار د ترسره کولو پهبرخه کې د لابراتوارونو کمښت
  • د نويو تحصيلي رشتو او څانګو نه شتون
  • د ليسانس تحصيلي کچې لپارهله اندازې زياتو محصلينوورپېژندنه
  • د تحصيلي چوپړتياوو د وړاندې کولو لپارهد اړتيا وړ ناکافيفيزيکي فضا
  • د تحصيلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د مناسبو امکاناتو نه شتون
  • د محصلينو او استادانو نا انډول شمېر
  • د علمي او بين المللي پوهنتونونو اومرکزونو سره د affiliation نه شتون
  • د څېړنې په برخه کې
  •  داړتياوړنويو خپروشويو او تخصصي کتابونو کمښت اود څېړنيزو منابعو په وړاندې کولوکې دکتابتون کمزوري
  • د محصلانو لپاره د څېړنې، بيروني اوعموميمطالعېلپاره د نويواو update  شويو کتابونو کمښت
  • په پوهنځي او ډيپارټمنتونو کې د علمي څيړنيزې مجلې نه شتون
  •  د څېړنې په نسبت په تدريس باندې له حده زيات تمرکز او په پوهنځي کې د څېړنيزو څانګو کمښت
  • د څېړنيزو پروسو په ترسره کولو کې د مجهزو لابراتوارونو نه شتون
  • د کتابتون د فعاله ساتلو پهموخه د تشکيلاو د کتابتون لپاره د ناکافي فضانه شتون
  • له پياوړو نويو علمي څېړنيزو منابعو څخه د ګټې اخيستنې په منظور مناسبانټر نټ ته نه لاسرسی
  • د کادري روغتون د نه شتون اود استادانو د کمښت له کبله د پوهنځي اوستاژرانو ترمنځ نه کافي همغږي
  • په ټولنه کې د پوهنځي د رول پهبرخه کې
  • له ټولنې سره د پوهنځي دتمه لرونکو اړيکونه بسنه
  • د طب پوهنځي په کدري پولي کلنيک کې د ننه د خلکو لپاره عملي خدماتو پهوړاندې کولوکې کمزوري
  • د مديريت او بشري منابعوپه برخه کې
  • دتشکيل د کمښت له امله د علمي کدري غړوکمښت
  • د استادانو د علمي رتبو ټيټوالی
  • د تدريس له نويو کړنلارو (OBE،SCL اوPBL ) څخه د ګټې اخيستنې لپاره د امکاناتونه شتون
  • د امکاناتو اوتجهيزاتوکمښت
  • په علمي کدري غړو او محصلانو کې د علمي مباحثې د فرهنګ نه بسنه
  • په پوهنځي کې د فيزيکي، تحصيلي او څېړنيزې فضاسخت کمښت
  •  
  • د زده کړو په برخه کې
  • د تحصيل کړيو او مسلکي وګړو په ګمارنه کې د خصوصي روغتونونواو روغتيايي مرکزونوزياته ليوالتيا
  • د محصلانو تر منځ لوړو زده کړوته ليوالتيا
  • د تحصيلي بورسيوشتون
  • د طبي او ټولنيزې موجودې اړتياسره سم د نويو لکچرنوټونوشتون
  • په الکترونيکي بڼه د درسونو د پرمخ وړلو لپاره په ټولګيوکې د وړ او بنسټيزو اسانتياوو شتون
  • په لوړو درجو او علمي رتبو د علمي کادرشتون، چې د پوهنځي په کچه په ځانګړې توګه د عامې روغتيا په څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام په لاره اچولو ځواک لري.
  • د څېړنې په برخه کې
  • د بېلابېلوناروغيو برخه کې د پراخو څېړنو په موخه په ټولنه کې د شته ستونزو پېژندل
  • په هرات ښارکېد هرات پهحوزوي روغتون او خصوصي روغتونونوکې د مناسب څېړنيز بسترشتون
  • د علمي څېړنو د ترسره کولو لپاره د پياوړو انګيزو شتون، چې پايلې يي د هرات د اوسيدونکو د ستونزو د حل او د روغتياد کچې او ژوند په څرنګوالياو په ټوليزه توګه په هيواد باندې اغيز منې وي.
  • په ټولنه کې د پوهنځي د رول په برخه کې
  • له کورنيو او بهرنيو پوهنتونونو سره د علمي همکارۍ د زمينې شتون
  • د روغتيا رياست، حوزه وي روغتون اود ښار او ګاوڼديو ولايتونوپهکچهخصوصي روغتونوسره صميمي او نږدې اړيکې
  • د هرات ولايت ستراتيژيک موقعيت
  • په هره رشته کې د متخصصو او مجربو کدرونو درلودلو پربنسټ د ټولنې په کچه د پوهنځي باور
  • د مديريت اوبشري منابعو په برخه کې
  • د بنسټيزو ارتباطي او معلوماتي امکاناتو پراختيا
  • د استاد انولپارهد لوړو کچو زده کړو په موخهد کورنيو او بهرنيو تحصيلي بورسيو څخه د ګټې اخيستې زمينه

ننګونې

  شته ننګونې کېدای شي په لاندې برخوکې څرګندې کړو:

 

  • په تحصيلي برخه کې
  • د يوروڼ بود جوي نظام نه شتون
  • د عوايدو او لګښتونو په برخه کې د مالي خپلواکي نشتوالی
  • د علمي – اکاډميکو فعاليتونو لپاره بيرو کراسي او د پيچلواو اږدو پړاوونو شتون
  • د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د متمرکزو پريکړود سيستم شتون
  • د هېواد په ټولو طب پوهنځيوکې د ورتهاو يو ډول تحصيلي نصاب په تطبيق باندې ټينګار
  • د کانکور له لارې دغه پوهنځي ته د زياتو محصلينو ورپېژندنه
  • د تدريس او څېړنې پهبهير کې له د غه پوهنځي سره د نړيوالوروغتيايي سازمانونود مرستې نشتوالی
  • د څېړنې په برخه کې                                                                    
  • د استادانو لپاره د څېړنېد مناسبې زمينې نشتوالی له هغې جملې څخه د کادري روغتون او مجهز لابرتوارنه شتون
  • د څېړنيزو پروژو د ترسره کولو لپاره د بودجه وې ونډې نشتوالی
  • د څېړنيزو پرو ژو د بشپړولو لپاره د موسساتو (په ځانګړي ډول خصوصي سکتور) ترمنځ د همکارۍ د روحيې نه شتون
  • د عوايدو او لګښتونو په برخه کې د پوهنتوني خپلواکي نشتوالی
  • ملي او بين المللي علمي ژورنالونو او په نړۍ کې د علميڅېړنو پايلو تهنه لاسرسی
  • د IT   اسانتياووته  مناسب نه لاسرسی
  • په ټولنه کې د پوهنځي د رول په برخه کې
  • د پوهنتونونو مقام اودريځ ته د پاملرنې ورک والی
  • د ټولنې په کچه د علومو او په معالجوي طب پورې اړوندتکنالوژۍ په پراختيا او دو دولوکې د وڼدې نه درلودل
  • د مديريت او بشري منابعو په برخه کې
  • د پوهنځي اړوند چاروکېد سياسي بهيرونو، شخصيتونو او افرادو مداخله
  • په بېلابېلو سطحوکې د قوانينو، لايحو او قواعدو ننګونوته برابرول
  • د علمي کادر د تحصيلي کچې د لوړاوي په موخهپه بهرنيو تحصيلي بورسيو پورې د پوهنځي او پوهنتون بشپړ تړاو
  • د بورسيو په وړاندې کولو کې د پوهنځي علمي اړتياته نه پاملرنه
  • د پوهنځي د اداري کادر لپاره د زده کړييزو او ظرفيت لوړاوي د پروګرامونو کمښت
  • د پوهنځي او پوهنتون په کچه د يومنسجم او منظم ډيتابيس سيستم نشتوالی
  • د پوهنتونونو بودجه وينه بسنه
  • د عوايدو او لګښتونو په برخه کې د لازمې خپلواکي نه شتون

 

پاليسۍ او ستراتيژۍ

پاليسۍ او ستراتيژۍ په تصميم نيولوکې بنسټيز رول لري او له همدې امله له لوړ ارزښت څخه برخمنې دي.د دې پاليسيو او ستراتيژيو پېژندل د ستراتيژيک پلان جوړونې په برخه کې د ګډون کوونکو لپاره يو مهم ګام دی او د پلان کولود پروسې زړه بلل کېږي.

د معالجوي طب پوهنځي ستراتيژي او پاليسۍ د شته اسانتياوو په پام کې نيولو سره په لاندې توګه دي:

  • لوړو علمي رتبوته په ټينګار وړعلمي کادري غړي
  • فيزيکي او تجهيزاتي فضا
  • له چاپيريال سره په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه د پوهنځي تعامل
  • د محور د غوښتنې سره څېړنې ته لومړيتوب
  • په تحصيلي او زده کړه ييزو فعاليتونوکېابتکار او نوښت
  • د علم او پوهې توليد
  • د کيفيت د تضمين او لوړولو سيستم
  • لوړو علمي رتبوته په ټينګارسره د وړ علمي کادري غړو ستراتيژي
  • د نويو ډيپارټمنتونو رامنځته کول
  • د علمي کادري غړو لپاره د لوړو تحصيلي ( ماسټرۍ اوډاکټرۍ) امکاناتو برابرول
  • د علمي څېړنيزې مجلې چاپول اوخپرول
  • په کورنيو او بين المللي سمينارونو او کنفرانسونوکې د ګډون اسانتياوې
  • د امکاناتو او امتيازاتو ورکړه
  • د تدريس په قوانينو او مقرراتو او علمي رتبو لوړولوکې د اصلاحاتو په موخه د وړانديزونو د پلانولو لپار هڅه
  • د استادانو د درسي ساعتونوکمولاو علمي کادري غړو ته د مطالعې او څېړنې د ډېرفرصت زمينه برابرول
  • د پياوړو علمي کادري غړو جذب او ساتنه
  • د فيزيکي او تجهيزاتي فضا ستراتيژي
  • د پوهنځي د کدري روغتون اوتدريسي تعمير د ژر ترژرهجوړولو لپاره هڅه
  • د تدريس د فزيکي چاپيريال د شته ستونزود حل لپارههڅه
  • د پوهنځي د تا‌‌ءسيساتي ودانۍ د امکاناتو پراختيا
  • د پوهنځي د اداري د فترونو او ټولګيو معياري کول
  • په نوي تحصيلي تکنالوژۍ او تحصيلي مرستېد پوهنځي سمبالښت
  • د پوهنځي د معلوماتي سرچينو او منابعو سمبالښت
  • د پوهنځي د اداري مبلمانو پراختيا او سمبالښت
  • په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه په ټولنه کې د پوهنځيد رول او خوځښت ستراتيژي
  • له نورو مرکزونو سرهپه ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچهد علمي او څيړنيزو همکاريو پراختيا( هغو هيوادونوته په لومړيتوب سره چې له پوهنځي سره علمي همغږي لري)
  • د علم د توليد لپاره د انديميک ناروغيو او ټولنې ته د خبرتيا رسولو په برخه کې د هرات ولايت له مناسب موقعيت څخه ګټه اخيستنه
  • ټولنې او مخاطبينوتهد علمي ا ومشوره يي خدماتو وړاندې کول
  • د پوهنځي اړوند رشتو پهبرخه کې د چاپيريالي اړتياوو پرله پسې پېژندنه
  • د محور غوښتنې څېړنې ته د لومړيتوب ورکولو ستراتيژۍ
  • په سيمه ييزه او ملي کچه څېړنيزو اړتياوته پاملرنه
  • څېړنيزو غوښتنوتهد ځواب ويلو لپاره په بشري منابعوکې د امادګۍ رامنځته کول
  • د ټولنې د اړتياپوره کولو لپاره د ليسانس په کچه تحصيلاتو ايجاد، وده او سمون
  • له مؤسسو او اجرايي ادارو سرهد څېړنيزو او ګډ ظرفيت لوړاوي د همکارۍ ايجاد او پراختيا
  • په پوهنځي کې د څېړنيزو او مشوره يي مرکزونو ايجاد او پراختيا
  • د محصلينوپه ستاژ پروګرامونوباندې زيات تمرکزاو څارنهاود تخصصپروګرامبشپراوې ته د ظرفيت لوړولو او ستاژرانو د چمتوالي لپاره په کيفيت باندې ټينګار
  • د طب پوهنځي په چوکاټ او د پوهنځي په کدري روغتون کې د تخصص د بشپړاوې د پروګرام رامنځته کول
  • په تحصيلي او زده کړه ييزو فعاليتونو کې د نوښت او ابتکار ستراتيژۍ
  • د تدريس او زده کولو د نويو ميتودونو پراختيا په ځانګړې توګه پهنتايجو ولاړ، محصل محور او د ستونزو پر بنسټ تدريس ميتودونه
  • د عملي او پراکتيکي زده کړو رامنځته کول او پراختيا
  • په محصيلينوکې په خپل ځان باور د روحيې لوړوالي او نوښت سترتيژۍ
  • په محصلينوکې د رهبرۍ دځواک پياوړتيا
  • په پرله پسې توګه د مبتکرو او خلاقو محصلينو پېژندنه
  • د افکارو اونويو ايډياوو خلق کولوته د محصلينو هڅونه
  • د استادانو ترنظرلاندېد ځينو څېړنيزو فعاليتونو ترسره کولوته د محصلينو تشويق او په څېړنې راچاپيره زده کړو سيتسم رامنځته کولو برخه کې هڅه
  • د محصلينوپه وسيله د نندارتونونو او سيمنارونو رامنځته کول
  • د پوهېزده کولو او ټولنې تهرسولو پهموخهد محصلينو لپاره د ورکشاپونو او علمي سيرونو په لاره اچول
  • د علم او پوهې د توليد ستراتيژۍ
  • د کتاب، مقالې تاليف او ژباړېاو علمي کورنيو اوبهرنيوټولنوکې ګډون تهد علمي کدري غړو او محصلينو هڅونه.
  • د بنسټيزو څېړنيزوپلانونو او پروژو ترسره کولوته د علمي کدري غړو تشويق
  • د محصلينو په ګډون د علمي کدري غړو ترمنځ د علمي مباحثې د کلتوررامنځته کول اوپراختيا
  • د کيفيت د لوړولو اوتضمين د سيستم ستراتيژۍ
  • د کيفيت له پلو ه د تحصيلي او څيړنيزو پروګرامونو د کچې لوړول
  • د منابعو او معلوماتي سرچينو د کيفيت لوړول ( نويوکتابتوني منابعو اونټرنټ ته لاسرسی)
  • د پوهنځي د فعاليتونو د کيفيت د ښه واليپه برخه کې د محصلانو څخه ګټه اخيستنه
  • د ماسټرۍ زده کړو لپاره د پياوړو علمي ځواکمنتياوو څخهبرخمنو محصلانو جذب

اجرايي فعاليتونه اوپروګرامونه

  • لوړو علمي رتبوته په ټينګار دپياوړو اوماهرو علمي کدري غړو د اجرايي پروګرامونو ستراتيژۍ
  • د نويو ډيپارټمنټونو د ايجاد او ماسټرۍ زده کړو په لاره اچولو اجرايي پروګرامونه
  • د نويو ډيپارټمنټونورامنځته کول چې د دې ستراتيژيک پلان سره پيوست دی.
  • د علمي کدري غړو لپاره دلا لوړو تحصيلي (ماسټرۍ او ډاکټرۍ)امکاناتو برابرولو اجرايي پروګرامونه
  • په ۲۰۱۷ کال کې د ماسټرۍ زده کړوته د ۳ تنو علمي کدري غړو ورپېژندل
  • په ۲۰۱۸ کال کې د ماسټرۍ زده کړوته د ۳ تنو علمي کدري غړو ورپېژندل
  • په ۲۰۱۹ کال کې د ماسټرۍ زده کړوته د ۳ تنو علمي کدري غړو ورپېژندل
  •  
  •  
  •  
  • په کورنيو او بين المللي سمينارونو او کنفرانسونو کې د ګډوند اسانتيا اجرايي پروګرامونه
  •  ټولوپه شرايطو پوره علمي کدري غړوته په کورنيو او بهرنيو کنفرانسونو کې ګډون ته زمينه برابرول
  • د پوهنځي د کتابتونلهخوا د اړونده کورنيو او بهرنيو سمينارونو د مقالو ټولګه برابرول
  • د علمي کدري غړو لپارهپه کورنيو او بهرنيو کنفرانسونوکې برخه اخيستلو او ګډون ته د امکاناتو او فرصتونو لټون
  • د امکاناتو او امتيازاتو د ورکړې اجرايي پروګرامونه او فعاليتونه
  • د مادي او معنوي امکاناتو دورکړې لومړيتوب هغو علمي کدري غړوته چې له ځانه خپله وړتياوښيي.
  • د ډيپارتمنټونو آمرينو ته د کمپيوټري امکاناتو په ورکولو کې بشپړ لومړيتوب
  • ډ يپارتمنټونوته د تلفون مستقيمه ليکه رامنځته کول
  • د ټولو غړو په ځانګړي ډول لوړو علمي رتبو لرونکوعلمي کدري غړو لپارمناسبه کاري فضا رامنځته کول
  • دکمېټو او شوراګانو د غړيتوب او د پوهنتونپهتخصصي کمېټوکې د حاضريدولپاره په ور پېژندنه کې لوړو علمي رتبو لرونکو علمي کدري غړو ته لومړيتوب
  • د تدريس او علمي رتبو لوړاوي د قوانينو اومقرراتو په سيستم کې د سمون په موخهد وړانديزونو د پلانولوپه برخه کې هڅواجرايي پروګرامونه
  • د علمي شورا له لوري د علمي رتبو لوړاوي د موادو، لايحېاو طرزالعمل په ځېرسره سپړنه
  • د علمي رتبو د لوړاويد موادو، لايحې او طرزالعمل د سمون دوړانديزونوتدوين
  • د استادانو او محصلينوپه روان بهيرکې د اسانتيا په موخه د تدريس د لايحې پهځېرپلټنه اود سمونې پلان د وړندايز تدوين
    • د استادانو د درسي ساعتونو د کموالي او علمي کدري غړوتهد مطالعاتي اوڅيړنيزو فرصتونه څخه د لازياتېګټې اخيستنې زمينه برابرولو پروګرام.
  • د علمي کدري غړو د تدريس د بهير تخصصي کيدل
    • د محصلينود منلو زياتوالي کچې اوغوښتونکي تخصصي کدر سره انډول د نويو علمي کدري غړوجذب
    • علمي کدري غړو ته د څېړنيزو او مطالعاتي فرصتونو څخه د ګټې اخيستنې د اسانتياوو پهموخه د اړتياوړ لارو چارو تدوين
  • د پياوړعلمي کدرونو د جذب او ساتنې پروګرامونه
    • په پوهنځي کې د ډيپارټمنټونو د پراختيا سره انډول پياوړو عملي کادري غړو جذب  
      • په ۱۳۹۶ کال کې د اناتومي او عامې روغتيا په ډيپارټمنتونو کېلږ تر لږه ۲ علمي کدري غړو جذب
  • د فيزيکي او تجهيزاتي فضا د ستراتيژۍ اجرايي پروګرامونه
    • د پوهنځي د يوې نوې ودانۍ د لاسته راوړلو اجرايي پروګرامونه
  • د پوهنځي د ودانۍ د تاسيساتي امکاناتو د پراختيا اجرايي پروګرامونه
    • د پوهنځي د ګرموالياوسړواليد سيستم فعاله کولو پلانول
    • په پوهنځي کې د مسجد او ځانګړې کافتريا ځانګړتوب
  • د پوهنځي د اداري د فترونو او ټولګيو د معياري کولو اجرايي پروګرامونه
    • د استادانو د دفترونو ډلبندي
    • په ټولګيوکې د وړ غږيزسيستم رامنځته کول
    • د مناسبه بورډونو او د ټولګيو د پروژکتورونونصب
    • د کنفرانس خونې د اسانتياوو برابرول اورامنځته کول
    • د ازموينې سالون د برابرولو په برخه کې هڅه
  • په نوې تکنالوژۍ او تحصيلي مرستې سره د پوهنځي د سمبالښت اجرايي پروګرامونه
    • د ويډيوکنفرانس په امکاناتو د يوه درسي ټولګي سمبالول
    • د ټولکيو دننهد ترميم ، طراحي اوبيارغولولپارهپلان
    • په نوې تکنالوژۍ او تحصيلي مرستې (ويډيو، پروجکتور، پرده، کامپيوتر او....) سره د ټولو ټولګيو د سمبالښتپلان
    • د استادانو لپاره د تحصيلي مرستې د امکاناتود تجهيز پلان
  • د پوهنځي د معلوماتي منابعو او مراجعود تجهيز اجرايي پروګرامونه
    • د پوهنځي د کمپيوټر مرکز د پرسونل ګومارلو او اړتيا وړ تجهيزاتود برابرولو او بشپړولو لپاره پلان
    • د پوهنځي د کتابتون لپاره د کتابدار ګومارلو او اړتياوړ تجهيزاتود برابرولو او بشپړولو پلان
    • د پوهنځي د لابراتوارونو لپاره د لابرانت ګومارلو او اړتيا وړ تجهيزاتو د برابرولو اوبشپړولو پلان
    • د اطاقونو د ننه مبلمانو د لوړاوي له لارې د استادانو د نا څيزه خونو له فضا څخه داغيزمنې ګټې اخيستنې لپاره پلان
  • تقاضامحور څيړنې ته د لومړيتوب ورکولو د ستراتيژۍ اجرايي پروګرامونه
    • په محلي،ملي اوسيمه ييزه کچه څېړنيزو اړتياووته د پاملرنې ستراتيژۍ اجرايي پروګرامونه
      • په سيمه ييزواو ملي کچو او برخو کې د اټکلي څېړنېزو اړتياوو پلانونه ترسره کول
      • له څېړنېزو اړتياوو څخه په سيمه ييزه اوملي کچه د معلوماتي بانک رامنځته کول
      • د اړتياسنجونو څخه اخيستل شويو عنوانو پربنسټ د څېړنېزو وړانديزې پلانونو لنډيز برابرول
    • څېړنيزوغوښتنوته د ځواب ويلو لپاره په بشري منابعوکې د آمادګۍ د رامنځته کولوستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د مسئلې د حلبهير، څېړنې مېتود، څېړنيزو نرم افزارو سره اشنايي او .... په برخه کې د اړتيا وړ زده کړو وړاندې کول
      • د پوهنځي د معلوماتي منابعو بډاينه
  • په تحصيلي او زده کېدونکو فعاليتونوکې د ابتکار اونوښت د ستراتيژۍ اجرايي پروګرامونه
    • د تدريس او زده کولو د نويو ميتودونو د پراختيا ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • په بهرنيو پوهنتونونو کې د تدريس او زده کړې د ميتودونو په اړه د معلوماتي بانک رامنځته کول
      • د تدريس او زده کړې د نويو ميتودونو څخه د ګټې اخيستنې لپاره زمينه برابرول
    • د عملي ښوونېاوکاري زده کړې د ايجاد اوپراختيا ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د مسلکي زده کړو له اړتياوو څخه اټکلي اړتيا
      • د عملي اوکاري زده کړو ښوونيزې دورې په لاره اچول
  • په محصلينوکې په ځان باور او نوښت د روحيې لوړاوي ستراتيژۍ اجرايي پروګرامونه
    • په محصلينوکې د رهبرۍ د ځواک پياوړتياستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • الګومنلوپه پارد برياليو وګړو بلنه
      • په پوهنځي کې د alumni د کمېټې رامنځته کول
      • په ښوونيزو، زده کړه ييزو او پوهنځي ملاتړ( له هغې جملې د تمرين د حل ټولګي، څېړنيز فعاليتونه، پروژې، د محصلي سمينارونه او...) فعاليتونوکې د محصلينو د ګډون پياوړتيا او پراختيا شونی اټکل
      • په علمي سمينارونو اوکنفرانسونوکې د محصلينود ګډون په برخه کې شونې اسانتياوې برابرول
    • د نوښتګرو او خلاقو محصلينو په پرله پسې توګه پېژندلو ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • له خلاقو اونوښتګرو محصلينو څخه ملاتړ( له هغې جملې څخه دولتي او خصوصي مؤسسواومرکزونوته د هغوی ورپېژندل)
      • د خلاقواونوښتګرو محصلينوڅخه ګټه اخيستنه( نورومحصلينوته د تجربوليږد او...)
    • نويوافکارو او ايډياوو تخليق ته د محصلينو هڅولو ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د فعالومحصلينو له علمي ټولنو څخه ملاتړ
      • د محصلينو د وړانديزونو د سيستم پياوړتيا
      • په ځانګړو مراسموکې د خلاقو اونوښتګرو محصلينو ستاينه
  • د علم اوپوهې د توليد ستراتيژۍ اجرايي پروګرامونه
    • د کتاب، مقالي تاليف او ژباړې او په کورنيو اوبهرنيوعلمي ټولنوکې ګډون ته د علمي کدر غړو او محصلينو د هڅولوستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د مقاله ليکنې، کتاب لنډيز او مطالعې د کړنلارو په برخه کې د علمي کدر غړو او محصلينو د لوړاوي لپاره زمينه برابرول
      • په پوهنځي پورې اړوند مقالوڅخه معلوماتي بانک رامنځته کول
      • د کورنيو اوبهرنيو کنفرانسونو او سمينارونو په برخه کې پوهاوی
    • د بنسټيزوعلمي څېړنيزو پلانونو او پروژو ترسره کولوته د علمي کدر غړو هڅولو ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د پوهنځي په څيړنيزمرکزکې د بنسټيزو څېړنو ترسره کولو لپاره زمينه برابرول
    • د محصلينوپه ګډون د علمي کدري غړو ترمنځ دعلمي مباحثې د کلتور ايجاد او ودې ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د بحث اوخبرواترو د ناستو په لاره اچول
  • د کيفيت د تضمين اولوړولوسيستم ستراتيژۍ اجرايي پروګرامونه:
    • د تحصيلي اوڅېړنيزوپروګرامونو د کيفيتي کچې د لوړاوي اجرايي پروګرامونه
      • د ډيپارتمنټونو د درسونو د عنوانونو اومحتوا(کريکولم اومفرداتو) بياکتنه
      • د درسي منابعو ازريابي اوڅارنه
      • په تحصيلي او څېړنيزو ساحوکې د ورځنيونړيوالوستندردونو پېژندنه
      • د علمي کدري غړو د درسي کريډټونوانډولتوب
    • د معلوماتي منابعواومراجعو(نويو کتابتوني اوانټرنټي منابعوته لاسرسی) د کيفيت لوړاوي ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د خدماتوپه ساحه کې په ټولو برخو کې د ستندردونو پېژندنه
      • د فيزيکي امکاناتو اوتجهيزاتو کيفيتي لوړاوی
      • د کارکوونکود پياوړتيا (زده کړه ييزې دورې ...) د پلانونو د طرحې اوترسره کولو پروګرامونه
    • له فارغ التحصيلانو څخه د پوهنځي د فعاليتونو د کيفيت د ښه والي په برخه کې د ګټه اخيستنې ستراتيژي اجرايي پروګرامونه
      • د فارغ التحصيلانوله وضعيت څخه خبرتيا اوله هغوی څخه نظرپوښتنه
      • د زده کړې پياوړتيا پروګرامونو کې په لاس راغليوپايلو کارونه
  1. مالي پلان ( بودجه)

د هرمالي کال د بودجې او هرات پوهنتون د همکاري پربنسټ په بېل ډول تنظيم اوترتيب کيږي.

د يادونې وړده چې د طب پوهنځي د کدري روغتون ستراتيژيک پلان، چې په ۱۳۸۵ کال کې يې د ودانيدو ژمنه شوې هم د فيزيکي کار اوفعاليت سره سم په يوځانګړي سند کې تنظيم شي.

کمپيوټرلب

د دې پوهنځي کمپيوټرلب له ۱۹ پايو کمپيوټرو څخه برخمن دی.

له پوهنځي سره اړيکه:

د اړيکې شمېره: 040223481

بريښناليک: heratmf22@gmail.com