د پوهنځي مخینه:

            انجینري پوهنځي په  کال ( ۱۳۶۶ ل . ل )  د څو تنو ښوونکیو په هځو د پاکستان هیواد په پښاور ښار کې بنسټ کېښودل شو او تر ( ۱۳۷۱ ل. ل ) کال پورې په همدې ښار کې د اینجینري علومو ته دوام ورکړ، چې د مجاهدینو  بریاليتوب په لومړینو کالو کې هرات ښار ته راانتقال شو او د IRC  او CHA موسیسو پوښښ لاندې د انیجینیري علومو او هنر مینوالو ته تر ( ۱۳۸۱ ل . ل ) کال پورې په غیر رسمي ډول د لوړو زدکړو وزارت  نه بهر خپل دندې ته دوام ورکړ او دې همدې کال نه وروسته  په رسمي ډول د هرات پوهنتون سره یوځای شوې او  د لوړو زدکړو وزرات تر پوښښ لاندې راغلې دی.

د پود پوهنځي کتابتون:

            دا پوهنخی یو پرمختلې کتابخونه لري، چې په رسمې وخت کې د هغو  زدکونکو چې د کتابتون کارت اخستې وي او کتابتون غړې وي لاس رسې ته ايښودل کېږي او دا کتابونه ( ۳۵۰۰ ) ټوکو کچې نه پورته او د بېلا بېلو اینجینیري څانګو پورې اړونده کتابونه په کې شامل کېږي. لکه دوانۍ جوړونې، انجینیري( مهندسي ) مکاترونیک او ښارودانۍ او داسې نور .....

         د پوهنځي لابراتوارونه:

         دا پوهنځی بېلابېلو ځانګو کې لابراتورونه لري. لکه : کانکریټ، هایدرولیک، کانکریت، سروی، هایدرولیک، خاوره ، قیر، آسفالت، مکاترونیک، الکترونیک، ډیجیتل، فلوئید میکانیک، دمکانیکي ماشینونو ورکشاپونه ، انجینیري استډیوی ، مرمر تېږې، کیمیا و فزیک او داسې نور....

د پوهنځي فعالې کمېټې:

 

  • علمي شورا غونډه
  • د عملي ځيړنو کمېټې
  • د ازموینې کمېټې
  • د ځرنګوالي ( کیفیت ) د تضمین کمېټه
  • د نظم او دسیپلین کمېټه
  • د نصاب او کاریکولم کمېټه
  • د جندر کمېټه

 د زدکړیالانو امار:     

         ددې پوهنځي بنسټ په کال ( ۱۳۷۱ ل . ل ) نه تر اوس پورې ( ۲۴ ) دورې د بېلا بېلو ځانګو څخه فارغ او ټولنې ته وړاندې کړې دي.

د اینجینیري پوهنځي د مشرتابه د سوانح نجوړ:

  • ښاغلې پوهنمل نور سعید جامي د انیجینیري پوهنځي مشر.
  • د زیږیدو ځای او کال: ( ۱۳۶۱ لمریز ) ، هرات ښار.
  • د لومړنیو زدکړو ځای : ایران هیواد.
  • د ښوونځي بشپړیدو ځای: الکوزایې غوریان .
  • د لسانس دورې پای او کال: ( ۱۳۸۵ لمریز) ، د هرات اینجینیري پوهنځی.
  • د ماسترې دورې پيل او پای کال: ( ۱۳۸۶ ل .ل تر ۱۳۸۸ ل . ل ).
  • د ماسترې اخیستنې ځانګه او ځای: امریکا هیواد، استرکچر اینجینیري.

  علمي مقالې په ترتیب سره دادي:

  1. Special Concrete Mix Design for Herat, Using Herat Local Materials. 2012
  2. Cost and Strength Analysis of Light weight Concrete in Herat Building Construction. 2013
  3. Effect of Marble stone power (Chisht-e-sharif Marble stone) on Mix of Concrete. 2015
  4. Economical effectiveness of structural joints in the foundation slab of High-Rise building with complex shape.2016

علمي رسالې :

  1. Structural Analysis Methods. 2006
  2. Section Modeling and Analysis, Using OpenSees. (Master’s Thesis) 2009.
  3. Design and Construction's Errors of Concrete Building in Herat City. (Pohanmali) 2015.

علمي سفرونه:

  • کال، خای او موخې:2005 میلادي کال، ایران هیواد، ملیت جوړونې کنفرانس.
  • 2006 میلادي کال، سلواکیا هیواد، د ( ۳ ) ماشتو ځانګړ پروګرام د استرکچر مضمون د تدریس له پاره د لکچر نوټونو ارزونه او چمتول کول.
  • 2007. میلادي کال، امریکا هیواد، د ماسترې زدکړو بشپړکولو له پاره.  
  • 2014 میلادي کال، هند هیواد، د علمي کنفرانس ګډوڼ له پاره.
  • 2015 میلادي کال، ایټالیا هیواد، د ایټالیا مرمرینو کاڼو هیئتو سره غونډه کول او په هرات پوهنتون کې د مرمرینو کاڼو لابراتور بنسټ ایښودل.
  • 2016 میلادي کال ، امریکا هیواد، د متحدو ایالاتو کنیتیکت پوهنتون څخه لید او د دکتورا اخیستلو له پاره تړوڼ.

 

د کورونو ودانۍ ( ساختماني ) ځانګه :

         ددې ځانګې موخه متخصصو او ځواکمنو کسانو روزل دي، چې په بېلا بېلو اینجینیرې او ساختماني  پروژو کې لکه لارې رغونې، پټرې جوړونې، د ابو بندونو بیارغونې، د ښاري کانالیسزاسیون سیسټم، د طرحې مسوولیت، محاسبه او داسې نور اجراوې برخې دندې اخستلې شي.

         د اینجینیري کورودانۍ ( ساختماني ) ځانګې د فارغینو پياوړتیاوې:

         ترټولو کوچنۍ ځای یوه ټولنه ده او د ټولنې تر ټولو کوچنۍ ځای سیمه ده،چې تراوسه اړوین او بیسټیزه توګه د کورجوړونې فعالیتونه ، تر دې کچې پورې په صنعتې او کره نیزو چارې چې نیغ په نیغ ددې ځانګې سره اړیکې او ګټې تر اخلې نه دي طرحه شوې. سربیره پردې د ساختماني زدکوونکي خپل زدکړو د پای رسیدو سره سم کولای شي لکه: د لارو رغونې،  د پلونو بیارغونې، د ابو رسیدو شبکې رغېدنې په ښار او کلیوالي سیمو کې او په ټولیزه ډول د هیواد په اقتصادي چارو کې خپل ځواک او پياوړتیاوې وازمایې.

د اینجینیري کورودانۍ ( ساختماني ) د ښوونکو ځانګړنې:

کنه

نوم او تخلص

  علمی کچه

  مبایل شېمره

برښنا لیک

1

احمد وحید رایع

پوهنیار

0093 (0) 799 031 616

waheed.rayea@gmail.com

2

نورسعید جامی

پوهنمل

0093 (0) 799 280 606

noorsayedjami@gmail.com

3

سید عبدالباسط مودودی

پوهنمل

0093 (0) 798 144 124

baset730@yahoo.com

4

امان الله فقیری

پوهنیار

0093 (0) 799 001 505

amanollahfaqiri@gmail.com

5

محمد نور شیدا

پوهنمل

0093 (0) 799 140 574

mnoor_shaida@yahoo.com

6

احمد آرش بهیج

پوهنیار

0093 (0) 795 637 070

baheejzaheer@gmail.com

7

عبدالله انیس

پوهنیار

0093 (0) 799 412 346

abdullah.anis@gmail.com

 

 

            زده کړنیزي موخې:

  • د ساختماني اصولو او فني مفاهمو سره اشنا کیدل او اړونده اخلاقي تګلارې تطبیق کول.
  • د هیواد د پرمختیايي او انکشافي اړتیاوو ته ځواب ورکول.
  • د ټولنې اوسني اړتیاوو حل کولو له پاره د غښتلو او متخصصو زدکوونکو ښوونه او روزنه.
  • د اوسني نويو او پرمختللې اینجینیري چارو له پاره د زدکوونکو ښوونه او روزنه.
  • د نویو مهارتونو او فني کارونو سره د زدکونکو روزنه.
  • په فني برخو کې اړینې پیاوړتیاوې لاسته راوړل.
  • اسلامي کلتور او ثقافت ، د افغانستان معاصر تاریخ او داسې نورو بېلابېلو مضامینو کې د زدکوونکو ښوونه.
  • ساینسي علوم او چاپيریال سانتې مضامینو سره د زدکونکو اشنایي.

 

زده کړنیزه محتوا ( کریکولم ):

د کورنې جوړونې ( ساختماني ) څانګې کریکولم د ټولنې د اړتیاوو سره سمون لري، چې مفردات او محتوا یې د  امریکا متحدایالاتو هیواد هاتفورد پوهنتون په مرستې سره چمتو شوې دی په ټولنیز ډول ( ۱۵۲ ) کریټونه لري، چې ( ۳ ) مضمونونه اختیاري دي.

 په نچوړ ډول دا کریکولم ( ۱۲ ) سلنه د پوهنتون شامله مضامین ، ( ۳۴ ) سلنه بنستیزه مضامین او ( ۵۴ ) سلنه تخصصي او اختصاصي مضامین دي.

 

            اینجینیري ( مهندسي ) څانګه:

            دا څانګه په کال ( ۱۳۸۹ ل.ل ) د هرات پوهنتون د اینجینیري پوهنځي کې د امریکا هیواد هارتفورد پوهنتون په مرسته بنسټ کېښودل شو.

            په حقیقت کې دې څانګې چارې د ډیزاین فن او هنر، د بندونو جوړونه، د ښار دننه او بهر چاپيریال او کارپوهانو اړتیاوې په ښکلاپوهنه کې ځوابوي. که څه هم دا څانګه تخنیکي رشته ده خو د ټولنیزې، کلتوري او اقتصادي اړتیاوو له مخې تخصصي څانګه ده. همدې لامله اینجینیري په خلاقیت، هنري ذوق، د بنسټیزه ښکلا او فني مهارتو باندې ډډه لګوي؛ ځکه چې په ټولنیز، اقتصادي او ارواپوهنې علومو مباحثو څخه ګټه اخلي.

د ساختماني څانګې د ښوونکو پیژندګلوي:

برښنالیک

د  موبایل شمېره

علمي کچه

نوم او تخلص

ګڼه

mahsa.khatibi@yahoo.com

0093 (0) 799 256 269

پوهنیار

مهسا خطیبی

1

homairavfayez@gmail.com

0093 (0) 799 425 272

پوهنیار

حمیرا فائز

2

rafiee@hu.edu.af

0093 (0) 797 504 130

پوهنیار

علیرضا رفیعی

3

mohandespoor.p@gmail.com

 

پوهنیار

پریسا مهندس پور

4

علمي موخې:

دا څانګه د علمي او زدکړیزو چارو له پاره لاندې علمی موخې لري.

  • د هیواد دننه او بهير د ښوونکو علمي کچې لوړولو له پاره د بورسیو او لنډوختې پرګرامونو چمتو کول.
  • د ښوونکو علمي ځیړنیزو چارو له پاره زمینې چتموکول.
  • د هیواد نه دننه او بهیر پوهنتون سره د ګټورو علمي اړیکو تینګولو زمینې برابرول.
  • په نړیوالو معیارې کچه باندې د زدکړیالانو ښوونه او روزنه.
  • ځواکمنیا د معاصر علومو څخه ګټې اخستنې چارې رامنځته کول.
  • د رشتې او څانګې ته د زدکونکو چمتو کول.

زده کړنیزه محتوا ( کریکولم ):

ددې څانګې زدکړنیزه محتوا د ټولنې علمي او مسلکي اړتیاوو سره چتمو شوي دي، منځپانګه یې د امریکا متحده ایالاتو هیواد هاتفورد پوهنتون په مرسته په نړیوالو معیارونو سره چمتو شوي دي. ( ۱۵۷ ) کریټونه لري، چې ( ۶ ) مضامین اختیاري او ( ۱۲ ) سلنه پوهنتون شامله مضامین، (۳۰ ) سلنه بنسټیزه مضامین او ( ۸۵ ) سلنه تخصصي او اختصاصي مضامین دي.

 مکاترونیک ځانګه:

            مکاترونیک په ټولنیز ډول دمکانیک اینجینیري، الکترونیک، کامپیوټر او کنترول سیستمونو څخه جوړ شوې دي، چې لومړي ځل په کال ( ۱۹۶۹ میلادي ) کې چاپاني یاساکاوا الکتریک شرکت یو اینجینیر له خوا ایجاد او رامنځته شو.د مکاترونیک موخه د هغو سیستمونو طرحه ده، عین وخت ساده والي لري په زړه پورې عمل کوي چې په هر ډول چاپيریال سره ځان برابروي. دا ځانګه لومړي ځل د امریکا متحده ایالاتو هیواد په مرسته هرات پوهنتون کې بنسټ کېښودل شو. 

 

د مکاترونیک اینجینیري فارغینو څواکمنتیا:

په ننه ژوند کې مکاترونیک تکنالوژي په ډېرو برخو کې کارول کېږي. لکه په ماشین الاتو کې، صنعتي محصولاتو کې او همداسې په دفاعي صنایعو کې خو په افغانستان کې د مکاترونیک تکنالوژي کارونې لکه د ابو او برښنا، صنعتي ښارکوتې، ښاري مدیریت او د کور په ودانۍ کې ترکار اخیستل کېږي.

د مکاترونیک څانګې د ښوونکو پیژندګلوي:

نوم او تخلص

علمي کچه

د موبایل شمېره

برښنا لیک

ادریس ناصری

پوهنیار

0093 (0) 799 008 498

edris_naseri634@yahoo.com

سید فیصل رحمانی

پوهنیار

0093 (0) 799 145 832

huec843@yahoo.com

مرضیه حکیمی

پوهنیار

0093 (0) 791 632 355

marziyehakimi2000@gmail.com

غزاله تابش

پوهنیار

0093 (0) 789 959 000

huce1392@yahoo.com

 

 

 

 

 

 

 

 

علمي موخې:

  • د نویو ښوونیزو زدکړو او تګلارو څخه ګټه اخستل.
  • د لابراتورو خونې بشپړاو ګټه اخستنې ته چمتول کول.
  • د پرمختللې تکنالوژي پیژندل.
  • د مکاترونیک د زدکوونکو ځیړنیز پروژو نندارتون ته وړاندې کول.
  • د مکاترونیک ځانکې ترنظر لاندې تخصصي تودومرکې جوړونې د نورو ځانکو سره.
  • د لابراتورارو ګټې اخستنې او ځان سمبالو ته چمتوکول؛ ترڅو ښوونکي او زدکوونکي څېړنیزې چارې سرته ورسوي.

زدکړنیزې محتوا ( کریکولم ):

         ددې څانګې زدکړنیزې محتوا د ټولنې اړتیاوو سره سم چمتو او چې مفردات یې د امریکا متحده ایالاتو د هارتفورت پوهنتون په مرسته نړیوالې سیسټم سره چمتو شوې دي. ۱۴۵ کریدیټونه لري، چې ۸ سمسټرونو کې تدریس کېږي. 

د اینجینیري پوهنځي استراتژي پلان نچوړ:

انیجینیري پوهنځی ژمند دی، ددې هیواد کور په کور، لویشت په لویشت بیارغوونې کې د متخصص نوی ځوان نسل په چمتو کولو کې هځوي کوي. په دې کې هيڅ شک نشته، چې دا ژمنه دوې بېلابېلې بعدونه لري. لومړۍ تئوریکي یا نظري بعد دی، چې د متدودیک، لوړ استندرد ، متعبر اوسمهالو اخځلیکونو د نړیوالو تجربو سره موافق دې نسل ښوونې ته چمتو کړي.دویم مسلکي اینجینیري هغه وخت بڼه اخلي، چې باید دا چارې ورته چمتو شي. لکه علمي پروګرامونه څخه ګټه اخستل، لابراتوارنو کې چارې سرته رسول، د سیمو څخه لیدل، نظري علم څخه مرسته اخستل.

انیجینیري پوهنځی ډېرې پام ددې ځانګې نظري علومو ته دی، چې د وخت په کارونې سره نظري او علمي ښوونیزې چارې د راتلونکي نسل هڅو سره یوځای ددې هیواد بیارغونې کې ونډه اخلي.  

لیدلوري یا لړلیدونه:

            د انیجینیري پوهنځی لیدلوري تر ۱۴۰۰ ل. ل کالو پورې دادی:

            دا پوهنځي د باکیفیت او پرمختللې جوړښت، د هیواد په بیارغونې کې یو فعال غړي، د هیواد په کچه لوړوعلمي رتبو او بااستعداد ښوونکیو درلودل، مخکامې د علم او پوهې په پيدایښت او خپرولو کې، د کارکوونکي د پانګونې په برخه کې، د ځان باوراو نني همغږي ډاډمند نوم وي.

بنسټیزه ارزښتونه:

         انیجینیري پوهنځی د هغو مهمو ارزښتونو له پاره ژمند دی لاندې ډول دي:

  • مخکښې د اینجینیري پوهې، تولید او خپرولو کې.
  • د ټولنیزو اړتیاوو سره سمې د جوړښت انکشافي او پرمختګ.
  • د راکړل شوي کیفیت ( څرنګوالي ) ګنترول او څارنه.
  • شفافیت په بېلا بېلو برخو کې.
  • هرډول تبعیض څخه ډډه کول.

موخې او مقاصد:

  • د هیواد بیارغونې او پرمختیایې اړتیاوو له پاره ژمند او د متخصص نسل ښوونه او روزنه.
  • د هیواد په بیارغونې پرمختک کې فعالې ونډې اخستل او اړتیاوو سره سم د بشري ځواک ښوونه او روزنه.
  • د هیواد اړتیاوو ته ځواب ورکول له د ابو منابعو مدیریت، معدن او جیولوجي، برښنا دیپارتمنتونو بنسټ ایښودل.
  • د پوهنځي ښوونکو ظرفیت لوړوالي له پاره هځوکول.
  • د پوهنځي د کیفیت لوړوالي له پاره دایمي نندارن جوړول، د ښوونکو او زدکوونکي له پاره سیمنارونه او ورکشاپونو چمتوکول.
  • د پوهنځي لابراتوارونو فعال کول، چې له همدې طریقه اړینې ښونیزې چارې سرته ورسي.

علمی پياوړتیاوې:

پخوا وختونو کې دې پوهنځي یوازې یوه ( ودانۍ ) ساختماني ځانګه درلوده، چې بیا د امریکا هیواد هارتفورد پوهنتون تړوڼ لاسلیک شوي ددې تړوڼ یو شمېر ښوونکي د ماسټر زدکړو له پاره دې هیواد ته تللې دي او همدې تړوڼ له امله دوې ځانګې مکاترونیک او اینجینیري ( مهندسي ) بنسټ کېښودل شو او د یادونې وړ دي،چې ددې تړوڼ له مخې سل ګونې کتابونه، لابراتوارونو له پاره تجهیزات دې پوهنځي ته ډالۍ کړي دي.

د هرات اینجینیري پوهنځي او سلواکیا هیواد براتاسلوا پوهنتون ترمنځ یو بل تړوڼ لاسلیک شو، چې ددې تړوڼ یو شمېر ښوونکي د ماسټر زدکړو له پاره دې هیواد ته تللې دي. سربیره د لابراتورو په تجهیزاتو کې مهمه ونډه درلود.

د هرات اینجینیري پوهنځي او ایټالیا هیواد فلورانس پوهنتون سره یوبل تړوڼ لاسلیک دی، چې ددې تړوڼ له مخې یو شمېر ښوونکي د ماسټر زدکړو له پاره دې هیواد ته تللې دي او سربیره ددې پوهنځي په زدکړنیزي محتوا په جوړونې کې ډېره مهمه ونډه درلود.

ددې ځانګې د فارغینو کاري سیمې:

ددې پوهنځي فارغین تر بلې هر ځانګې دندې پیاوړتیا په ټولو برخو کې لري. لکه: د ودانۍ چارو کې، ښار رغونې، صنعتي چارې، مکانیکي او برښنا او داسې نور..... 

د پوهنځي د اداري مسولینو او د ځانګو د مشرانو پيژندګلوي:

1-پوهنمل نورسعید جامی، رئیس ( مشرتابه )پوهنحی.

2-پوهنیار غلام فاروق ندیم، مرستیال پوهنحی

3-پوهنیار احمد وحید رایع ، د ساختمانی ځانګې مشر

4-پوهنیار ادریس ناصری، د مکاترونیک ځانګې مشر

5- پوهنیار مهسا خطیبی،  د اینجینیري ( مهندسي ) ځانګې مشر

6- پوهنیار پاسون عارفی، د ښاررغونې ځانګې مشر

د اړیکو نیولو لارې:

د تلفن شمېره: 009340230748

د مبایل شمېره: 0093799280606

برښنالیک: eng@hu.edu.af

نښانې: د هرات پوهنتون مجتمع ، شمال- لویديځ ضلعې ، انجینیری پوهنحی.