د ښوونې او روزنې پوهنځي پېژندنه :

     نوموړی پوهنځی چې اوس د ښوونې او روزنې په نامه دی ، په کال (۱۳۳۶ل،ل) چې له (۱۹۷۵ ز) سره سمون خوري د ښوونکو د روزنې د مرکز په ډول پرانستل شو ، له هماغه نېټې را پدېخوا يې په زرګونه مسلکي او تجربه لرونکې ښوونکې ټولنې ته وړاندې کړي دي .

    دا زده کړییز بنسټ په کال (۱۹۷۲ ز)، چې له (۱۳۵۱ل.ل ) سره سم دی د ښوونکو د روزنې لوړې  موسسې ته لوړ شو او په (۱۹۸۶ز) کال ،چې له (۱۳۶۵ل،ل) سره سم دی ، د دریو پوهنځیو :طبیعي علومو ، ټولنیزو علومو او ژبو په لرلو سره د پيداکوژي په انستیتیوت واوښت  ،چې په دې برخو کې يې د لیسانس په کچه د نوي نسل د روزلو فعالیت پیل کړاو په کال (۲۰۰۳) کې  د لوړو زده کړو وزارت ریفورم تر نامه لاندې د هرات پوهنتون په چوکات کې په ښوونه او روزنه پوهنځي واوښت .