څانګې :

د دري څانګه  د هرات پوهنتون له تاسيس  سره سم په  ۱۳۶۷ کال  کې  څلورتنو استادنو  په درلودلو سره په فعالیت  پيل وکړ . او په  ۱۳۷۰ کال کې  ددې پوهنځي  دلومړنيو فارغينو څخه  ددوه تنو په  جذبول سره يې  د کادري غړو  شمېر اته  تنو ته ورسيد .

په (۱۳۷۶)کال کې دانګلیسی ژبی دیپارتمنت هم ددې پوهنځی په چوکاټ کي جوړاورامنځته شو. تر(۱۳۸۰)کال پوري یادپوهنځي کې دوې (ددري ژبې اوادب اوانګلیسي ژبې اوادب) څانګې وې.

دهرات پوهنتون دانکشافی پروګرام پربنسټ دوه نوي دیپارتمنتونه :دعربي ژبې اوادبیاتواو ژورنالیزم ددي پوهنځي په چوکاي کې دافغانستان دموقتې ادارې دتشکیل نه وروسته جوړشول  .دې دووڅانګو ته (۱۳۸۱)کال دنوو محصلینو د ورپيژندلو څخه وروسته تحصیلي کال پيل  کړ چې وروسته  د ژ وناليزم ديپارتمنت  دپوهنځي   کچې ته  لوړ شو .

دیوې جدي اړتیا په توګه دهرات په ولایت کې د(۱۳۸۵)کال دآلمانی ژبې اوادبیاتوڅانګه (ډيپارټمنټ) تاسیس ګړی شو.

دادبیاتو پوهنځي ددې ډيپارټمنټ دتاسیس څخه مخکې دآلمانې ژبې کورسونه د دوه کالو لپاره دهرات په پوهنتون کې جوړ کړل .چې وروسته دپوهنځي دانکشافی پلان پر بنسټ دادبیاتو پوهنځي ریاست دالماني ډیپارټمنټ دتاسیس طرحه یې دآلمان د(ډي،آی ،ډي)مؤسسې په مرسته تصویب کړ.

پښتو څانګه دادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې حامد کرزي دافغانستان اسلامي انتفالي دولت ریس په (۱۳۸۱)کال کې ددې پوهنځي په چوکاټ کې دفرمان په اساس تاسیس کړه .مګر دځینوستونزو له کبله یې فعالیتونه په ټپه ودرېدل .دې څانګې په (۱۳۸۷)کال کې دیوه تن استاد په وسیله ددویم ځل له پاره دهمدې پوهنځی په چوکاټ کې په رښتینې توګه په  فعالیت پیل وکړ.اوسمهال پدې څانګه کې وه (۷)تنه کادري غړي په تدریس بوخت دي چې تردې دمه یې شپږ دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي .

دپوهنځي علمي موخې :

ـ  پوهنیزه ځان بساینه،تخصصي او مسلکي درامنځته شوې پوهې خواته یون،دنوي اوځواکمند پوهنیزوظرفیتونورامنځته کول.دمحصیلینودپوهې کچه لوړول داغیزمنو کړنولپاره.

ـ دټولنې داوس اوتیرمهال اړخونوته نظرکتنه،دهېوادشته شیانوپیدا کول ترڅو رښتنې اونارښتنې بهیرونه له یو بله وپیژندل شي،دوروولۍ ملي مرستې اړیکې پیاوړي اوپراخه شي،له تعصب اوقوم پالنې څخه مخنیوی اودپرمختک سمی لارې وڅارل شي .

ـ  دادبیاتواوبشري علوموپوهنځې څومره والي او څرنګوالي لوړونه، دافغانستان دملی استراتیژي په نظر کې نیولو سره دودې او پرمختک لپاره دمحصلانو دوړتیاولټون،دمسلکی او تخصصی لارښونې سره.

ـ  دافغانستان داوسني ټولنې لپاره دمعاصري پوهې وړاندې کول او دملی کادرونو ښوونه او روزنه.

ـ   په سیمه اونړۍ کې دهېواد لپاره په لوړه کچه داړینو اوجوړوونګوپوښتنودځواب ورکونې لپاره دڅیړنیزواثاروجوړونه اودعلمي اوفرهنګی اړتیا وورفع کول.

دپوهنځي ښوونېزي موخې :

دمحصلانودځواکونواووړتیاولوړول ترڅوپه راتلونکي کې وکولاي شي په فرهنګی مووسساتوکې کاروکړي،چې دعلمي اوڅیړنيزواثارودپنځولولپاره مټي راونغاړي.

ـ  دبهرنیو ژبو ښوونه اوتقویه تردې کچې چې دمبدا ژبوانتقال موخې ژبوته،چې دهېواددژباړې اړتیاکمال ته ورسيږي .

ـ  دهیواد دملي اوفرهنګی شتمنیو ژباړه نورویا بهرنیوژبوته ترڅو نورې نړې ته وروپېژندل شي اودنړۍ په هڅوب کې موونډه څرکند وي .

ـ  دټولنې دفرهنګ پیژندنه اوپه ځانګړي ډول دزمونږدخپل ټبرژبه اوادب دملي فرهنګ په اډانه کې کره کول اودمنل شوو ارونومنل اوله بدوڅخه ځان ژغورل.

ـ   دهېواد دښه راتلونکي دجوړېدا لپاره دپرمخ تللوټولنواو معاصروفنونو څخه ګټه اخیستنه. دعلم او تکنالوژۍ لیږدونې او اخیستنې لپاره دنورو ژبواوفرهنګونو سره اړیکه.

ـ   دملي او رسمي ژبوغښتلتیا،په ځانګړي ډول دهېواد رسمي ژبې دعلمي اوفلسفي موضوعاتودساتنې په موخه ظبط اووړاندې کولو جوګه کېدل. دیادوژبوساتنه اوپرمختګ ته پام کول .

ـ دهېواد داوس اوتیرمهال په ادبیاتوپوهه اودرک،ان نړۍ ادبیات دهغووکړود روزنې لپاره ترڅو وکولای شي ټولنې ته دپام وړنوي پنځول شوي اثارو ړاندې کړي .

ددې پوهنځي  د فارغانو له پاره  کاري  ساحه :

ددې پوهنځي  له  څانګو  څخه فارع محصلین کولای شي په دولتي او خصوصي  ادارو کې ،   اطلاعاتو او کلتو ر ، د کلتوري ميراثونو ساتنه ، علمي څېړنیزو مرکزونو ،  ادبي او کلتور ي،  دافعانستان علومو اکاډمي  ، دتالیف مرکزونو ، ژباړې  او  دپښتو ،عربي ، انګريزي ، الماني او دري  متونو به سمونه کې  کار وکړي  . همدارنګه  ددې  پوهنځي فارغان  په خپلو اړونده  څانګو کې  دلیکوالو او شاعرانو په  ادبي پنځونو کره کتونکې او نظر ورکونکي په توګه دنده ترسره کړي او هغه  بدلونونه چې دهېواد په  ژبو، ادب اوکلتور کې رامنځته کېږي  دکتنې اوملاحظې  پوره  رول  ولوبوي .

ددې پوهنځي  زياتره  فارغان  کولای شي چې په هغو څېړنيزو پروګرامونوکې چې ددولت لخوا  په کلتوري ، ادبي او ژبني برخو کې جوړېږي  دکارپوه  په توګه کار او فعاله برخه ولري  . ادبي او غير ادبي  اثارو  په ژباړه کې  پوه  توان لري .  

درسي کريکولم  :

ددې پوهنځي د بېلابېلو څانګو  درسي کریکولم او مفردات د  دوخت  له اړتياو و سره سم  او د کابل پوهنتون له پروګرامونوسره سم  ترتیب او جوړ شوي دي ؛ چې ځينې تغيرات په کې دڅانګو   لخوا  راغلي دي . دغه کريکولمونه  د نظري او عملي خواو  تمرکز او دتدریس له نوو  معيارونو سره سم  طرحه  شوي ؛  چې د نن ورځي محصلینو ته  ځواب ورکونکي دي .  دغه کريکولمونه  د ۱۳۸۵ لمر يز کال راهيسې  د کريډټ سيستم پراساس تطبیقېږي  .